کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یمنی کوچنیان؛ په ستم او چوپتیا کې قتل عام

25 اسد 1397 ساعت 10:04



 
 
په زرهاوو کسان د لسګونو یمنی کوچنیانو خاوری سپارنې په مراسمو کې ګډون وک چی تیره اونۍ د عربستان په مشری متجاوز ځواکونو برید کې چی د هغوی لیږدیدونکې بس باندی ترسره شو، شهید شوی وو.
ددی کوچنیانو د خاورې سپارنې مراسم په صعده، د انصارالله انقلابی دولت اصلی پایګاوو څخه د یمن په شمال کې رامنځته شو.
حاضرین په دی مراسمو کې د سعودی عربستان، امریکا او ددی جنګ نورو شرکاوو جنایتونو په وړاندی شعار ورکوله.
سعودی په مشری ائتلاف لمړیو کې دا بس باندی برید مشروع وبلل؛ خو ددی وروسته اعلان کړ چی ددی جانبی تلفاتو په اړه څیړنه کوی!
عربی متحده اماراتو خارجه چارو وزیر چی د متجاوز ائتلاف یو برخه ده ددی ډول هوایی بریدونو څخه ګټه اخیستنه توجیه کړه.
سیمه ایز چارواکې وایی چی تیره پنجشنبه د صعده ولایت په ضحیان سیمه کې کې یو بس د حرکت په حال کې وو چی هوایی برید لاندی راغلل او ۵۱ تنه چی ۴۰ پکې کوچنیان وو شهید شول.
ددی کوچنیانو څخه ډیر یی د ۱۰ څخه تر ۱۳ کالو پوری عمر درلود.
انصارالله چارواکې دا بس باندی برید د امریکا او هغه هیواد پلویانو یو جنایت د یمن کوچنیانو په وړاندی وبلل.
د یمنی کوچنیانو فاجعه باره وژنې یواځی د هغو تکان ورکوونکو پیښو څخه دی چی د سعودی رژیم کوچنۍ وژونکې جنایتکارانه جنګ ګې د یمن بی ګناه خلګو په وړاندی ترسره کیږی.
بی دفاع ښځې او نارینه او کوچنیان د همغه شروع څخه د هغه جنګ اصلی قربانیان وو چی سعودی بدنام رژیم د خارجی لویو قدرتونو لکه امریکا او انګلیس او فرانسه په ملاتړ رامنځته کړی دی.
په همدی دلیل، د یمنی مظلوم کوچنیانو هولناک او تکان ورکوونکې قتل عام، د سعودی منفور رژیم یواځنۍ جنایت نه دی. دا جنایت، بیله شکه نور پیژندل شوی شریکان لکه امریکا او اروپایی قدرتونه او صهیونیستی کوچنۍ وژونکې رژیم هم لری چی یو ورځ به د حق او عدالت په وړاندی په سختۍ سره ځواب ووایی او مجازات شی.
دا ستم په هغه نړۍ کې ترسره کیږی چی د بشر حقوق مدعی، د کوچنیانو څخه ملاتړ او غیری نظامیانو څخه ملاتړ مدعی دی او په جاری جنګ کې د وژنو محکوموونکې دی.
غربی بشری حقوقو په اصطلاح سازمانونه، هغه دولتونه چی د بشر حقوقو په بهانه، د نړۍ مستقل او آزاد ملتونه تحریموی، مجازاتوی او حتی پّ دی نامه د نورو هیوادونو په وړاندی نظامی لشکرکشی ترسره کوی او غیری نظامیانو باندی درانده انسانی ضد لګښتونه تحمیلوی، د یمن په جنګ کې چیری دی ترڅو لسګونو شهید کوچنیانو شهید کیدو په وړاندی او همدارنګه امریکایی او انګلیسی او فرانسوی بمونو قربانیانو او غیری مسؤول جنایتونو په وړاندی دادخواهی او خپل ږغ پورته کړي؟
سازمان ملل متحد چی په نورو بروخو کې د مستقل هیوادونو لپاره، بشر حقوقو خاص ګزارشګر ټاکې، ولی د سعودی رژیم او پلویانو په وړاندی خپل سترګی پټې کړی دی؟
ددی سازمان عریض او اوږده خوله داسی سعودی تیلو او امریکایی دالرونو باندی تړل شوی دی چی حتی نه شی کولای دا تکان ورکوونکې پیښه محکوم کړی؛ که څه هم دا محکومیت هیڅ درد نه شی دوا کولای او هم نه شی کولای چی نړۍ باندی مقتدر او حاکم رژیم شاته تګ ته اړ کړی. په دی توګه، سازمان ملل، ددی بیرې څخه چی سعودی عربستان تیلو دالرونه ددی سازمان مجموعی لاندی نهادونو باندی قطع نه کړی او یا ددی رژیم په وړاندی موضع ګیریو سره، د امریکا او اروپا تر خشم او غوصی لاندی قرار ونیسی، حتی د ساده محکومیت څخه بیره لری.
په داسی شرایطو کې، ریاض متجاوز رژیم او نور پلویان او امارات متحده عربی حق لری چی په ټول وقاحت سره، په شکاره توګه دا جنایت مشروع او موجه اعلان کړی!
په دی حال کې، د مظلوم یمنیانو باندی دومره ستم او چوپتیا سربیره، د هغوی پاکه وینه به یو ورځ ددی بدنام رژیم لمن ونیسی او هغوی به ددی جنایت عواقب سره به مخ شی.
 


د مطلب کود: 168957

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/168957/یمنی-کوچنیان-په-ستم-او-چوپتیا-کې-قتل-عام

آوا
  https://www.avapress.com