دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۲
د مطلب کود : 169040
شیعه وژنه دروي!

 
انتحاری برید د مهدی موعود په یو خصوصی مکتب کې د کابل په لویدیځ کې نږدی ۴۸ تنه ووژل او ۶۷ تنه ټپیان کړل.
د ماسپښین په څلور بجی، د یو چاودنې غږ د برچی په سیمه کې د کابل په لویدیځ کې واوریدل شو.
دا انتحاری برید د مهدی موعود په یو خصوصی مکتب کې ترسره شو.
د کابل پولیسو ویاند وایی چی انتحاری کوونکې پیاده وو او ځان ته زده کړیز مرکز دننه چاودنه ورکړی دی.
وحید مجروح؛ د عامه روغتیا وزارت ویاند ویلي چی په دی برید کې نږدی ۴۸ تنه وژل شوی او ۶۷ تنه نور ټپیان شوی دی.
دا برید د یو صنف په دننه کې ترسره شوی دی.
دا دریم برید دی چی په کابل کې په یو زده کړیز مرکز کې ترسره کیږی.
ددی برید مسؤولیت هم داعش ډلې په غاړه اخیستی دی.
دا لومړۍ ځل نه دی چی په افغانستان کې د شیعیانو آیینی مراسم او تکایا، مساجد او زده کړیز او کلتوری مراکز تر برید لاندی نیول کیږی.
ثبوتولو ته اړتیا نشته. په افغانستان کې د شیعیانو د وژلو ماشین، په حرکت راغلی او په لیونۍ توګه وینه تویوی.
هغه ځوانان چی د موعود په مرکز کې سره یوځای شوی وو، نه نظامی ځواک په حساب راتله او نه کوم خطر و دولت او خارجی ځواکونو او حتی تروریستانو ته وو.
هغوی د هیواد راتلونکې لپاره په ښه او صحیح لاره هڅه کوله؛ خو همدا کار د شیعیانو قسم خوړلي دشمنانو او تکفیری مزدور تروریستانو له لوری د زغملو وړنه دی.
دولت پوهیږی یا نه پوهیږی شیعیان د یو لوی جنګ په وړاندی قرار نیولی دی. په دی وضعیت کې، د هغه خلګو لپاره چی ددی جنګ قربانی کیږی، توپیر نه کوی چی پولیس ځواکونه او آمبولانس او روغتونونه او دولتی درمانی مرکزونه څنګه عمل کوی. افغانستان شیعیان که د دولت یو برخه ده باید د تکفیری دشمن په وړاندی د دولتمردانو عملی تګلاری او مسؤولیت قبلونې شاهدان وی.
لومړۍ ګام دادی چی هغه ۲۵۰ داعش تروریستان چی د ځواکونو هلیکوپترونو سره ژغورل شوی او اوس د ملی امنیت په میلمستونونو کې وخت تیروی، په سرعت او یو شفاف روند سره، علنی او صریح محاکمه شی او د هر شهید په غم یو تروریست اعدام شی.
لومړیتوب د اوسیدونکو وینی او ځان څخه ملاتړ مستقیم مسؤولیت دی.
د بشرحقوقو څخه دفاع مدعیان که په حقیقت کې ددی کار غندونکې دی نو افغانستان کې شیعیانو باندی تحمیلی جنګ معرکه ته حضور پیدا کړی او په افغانستان کې نسل وژنې او قومی تصفیه په وړاندی موضع ونیسی؛ بیله هغه د هغه تروریستانو اعدام چی فساد او جنایت مظهر دی، بشرحقوقو په ضد نه شی حسابیدلای.
امنیتی مسؤولین بالخصوص کشفی او استخباراتی دستګاه باید ځواب ورکړی چی څنګه یو تکفیری تروریست ځان کابل زړه ته رسوی او شیعه وو کلتوری مرکزونه تر برید لاندی راوړی؟
هغوی که نه شی کولای چی د هیواد امنیت مدیریت مسؤولیت پرځآی کړی، صادقانه استعفا ورکړی او یا حق او عدالت محکمی په وړاندی، په افغانستان کې د شیعه زامنو وینو تویونو لپاره قانونی مواخذه شی.
دولت باید په دی برخه کې په سرعت سره عمل وکړی او شکاره کړی چی عملآ د قربانیانو لپاره کار کوی.
که دداسی اقدام توان نه لری شیعیانو ته باید د دفاع حق ورکړل شی او نظامی زده کړو او تسلیحاتو ته لاسرسۍ او یو پیاوړۍ ځواک جوړولو ته زمینه برابره شی ترڅو شیعه نشینه سیمو کې جاری سازمان یافته وژنې او ناامنی موج له منځه یوړل شی او په هیواد کې د قومی جنګ مخه ونیول شی.
 
https://avapress.com/vdcfj1dyxw6dvxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته