کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دوهم اوربند؛ د خلګو په نامه، د خلګو په وړاندی

30 اسد 1397 ساعت 13:07



 
د سولې عالی شورا رهبری هیات او علماوو سرتاسری شورا د اشرف غنی سره لیدنه کې، خپل وړاندیزونه د اوربند او سولې په اړه د طالبانو سره مطرح کړل. اشرف غنی هم هغوی ته وویل چی مشورتی ناستې د اوربند په اړه جریان لری.
په دی لیدنه کې کریم خلیلی وویل: ترڅو چی جنګ ادامه ولری، موږ به دداسی دردناکو پیښو شاهد و اوسو. سوله هم ملی او هم خلګو غوښتنه او اړتیا ده، بناپردی دا مذاکرات باید په بریالیتوب سره پای ته ورسیږی.
ښاغلی خلیلی وویل: زموږ ډیر خلګ او هموطنان د سولې پروسی پوری باورمنده دی.
مولوی قیام الدین کشاف؛ د علماوو سرتاسری شورا رئیس هم د اشرف غنی څخه وغوښت چی د تیرو په شان خپل ځان څخه شهامت شکاره کړی ترڅو جنګ او جاری فاجعه پای ته ورسیږی.
اشرف غنی هم ددی وړاندیزونو ستایلو ترڅنګ وویل چی مشورتی ناستې د اوربند اعلان په اړه جریان لری چی ددی مشورتونو او وړاندیزونو په پای کې به ملی وحدت حکومت، خپل موقف اعلان کړی.
دا په داسی حال کې دی چی منتقدان غزنی باندی طالبانو خونړیزه برید ته په اشاره سره، د خلګو او امنیتی ځواکونو فاجعه باره وژنې د طالبانو له لوری او نور دولتی ضد مسلح ځواکونو له لوری او طالبانو له لوری د اوربند نه قبلولو احتمال ته په کتو سره، وایی چی حکومت یو اړخیزه اوربند پرځای، باید د خلګو امنیت تامین لپاره تدابیر او تروریزم ټکولو افغانستان دشمنانو ته یو متقدرانه پیغام په فکر کې وی چی په ترڅ کې به یی، تروریستان بیله سولې کوم چاره ونه لری.
پوهان وایی چی هغه څه چی د اوربند ترنامه لاندی د سولې عالی شورا او علماوو شورا له لوری حکومت ته وړاندیز شوی دی، هیڅ یی آزاد او شفاف پروسه د دولت اراده څخه نه دی؛ بلکه هغه تصمیم ته مشروعیت ورکولو او توجیه کولو لپاره هڅې دی چی د ارګ ماڼۍ له لوری د طالبانو سره اوربند اعلان لپاره صورت نیسی.
د هغوی په باور نه علما او نه سولې شورا د دولت څخه مستقل دی او نه هم مشورتی ناستې د حکومت او خلګو نمایندګانو په منځ کې ترسره کیږی.
پوهان وایی چی تراوسه په سلهاوو ځواکونو او پولیسو وینه د چینایانو په کمپ او غورماچ او بغلان او غزنی کې نه دی وچ شوی او تراوسه غزنی خلګو مصایب او رنجونه نه دی له منځه تللی؛ خو حکومت مرکزی هسته په ارګ ماڼۍ کې، دا مصایب او فجایعو ته نه کتو سره، د طالبانو په وړاندی سولې او اوربند په وړاندی خپل پخوانۍ تګلاره کې لږ بدلون هم نه دی رامنځته کړی.
دا تګلاره ددی لامل ګرځی چی خلګ د دولت اصلی سیاست صداقت باندی په دی برخه کې شک وکړی او شک ډیر خطرناک د هغه څخه دی چی سولې عالی شورا او علماوو شورا وړاندیزونو او مشورتی ناستو سره ورڅخه مخنیوی وشی.
دولت د طالبانو سره اوربند په برخه کې ملی اجماع څخه خبره کوی. کوم ملی اجماع؟ آیا کوم رفراندوم ترسره شوی، آیا ټوله جریانات او سیاسی او ټولنیز تکشیلونه د امریکا او طالبانو او ارګ لوبو څخه ملاتړ کوی؟ آیا ددی پټ او پردی ترشا سناریو پوره جزئیات په دی برخه کې، په صادقانه توګه عمومی افکارو اختیار کې ورکړل شوی دی؟
د منتقدانو په باور، هم سولې عالی شورا حکومت پوری تړلی دی، هم علماوو شورا د حکوم معاش خوره دی او د هغوی یو ماموریت، د حکومت لویو سیاستونو لپاره شرعی تشریع او دینی توجیه برابرونه ده او هم مشورتی ناستې، یو فرمایشتی او فرمالیته ده چی د دولت برنامه ریزی او امکاناتو او پیسو سره رامنځته کیږی او یواځی دولت نظر وړ موضوعات پکې تبلیغ کیږی. د خلګو حضور په دی ناستو کې صفر دی او هیڅ نماینده د خلګو له لوری پکې حضور نه لری.
حکومت که په حقیقت کې د خلګو نظر ته باور لری، د اخیرو خونړیزو فجایع وروسته ټولنیز شبکو ته یو سر ووهی او مجازی نړۍ کې خپل رسمی مواضعو په وړاندی خلګو غبرګونونو او نظرونو ته وګوری. بیله شکه، حقایق او واقعیت ته به ورسیږی.
 


د مطلب کود: 169237

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/169237/دوهم-اوربند-د-خلګو-په-نامه-وړاندی

آوا
  https://www.avapress.com