دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۰۲
د مطلب کود : 169292
ولی طالبان دری میاشتنۍ اوربند طرحه رد کړه؟

 
یو ورځ وروسته ددی چی ولسمشر غنی د یو دری میاشتنې اوربند طرحې وړاندیز وکړ، طالبان دی وړاندیز ته په نه ویلو سره د اختر په ورځو کې هیڅ اوربند رعایت نه کړ.
په داسی حال کې چی امریکا، روسیه او ځینی نور هیوادونه د افغانستان وړاندیز څخه ستاینه وکړه، ځینی سرچینی ریپورت ورکړ چی طالبانو دری میاشتنې اوربند رسمآ رد کړی دی.
اشرف غنی وړاندیز وکړ چی اوربند نږدی دری میاشتی، د لوی اختر په مناسبت شروع شی او د اسلام پیغمبر ص تر میلاد پوری ادامه پیدا کړی.
د دوشنبه په ورځ اشرف غنی، امنیتی ځواکونو ته امر ورکړ ترڅو چی طالبانو اوربند وړاندیز ته مثبت ځواب نه ور ورکړی، خبل نظامی عملیات ته د طالبانو په وړاندی ادامه ورکړی، یو ساعت وروسته په کابل کې اعلان وشو چی طالبان دا وړاندیز رسمآ رد کړی دی.
مایک پمپئو؛ د امریکا خارجه وزیر او ینس استولتنبرګ؛ د ناتو عمومی مدیر هم دا وړاندیز څخه ملاتړ وکړ.
حکومت د طالبانو سره دری میاشتنې اوربند په اعلان سره، یو متهورانه اقدام ته لاس وواهه. دداسی تصمیم اخذ په داسی شرایطو کې چی طالبانو تراوسه د کابل دولت امریکا لاس کښینولي دولت بولی او ورسره مستقیم مذاکری لپاره حاضر نه لری، ډیر شجاعانه وو.
اشرف غنی دا تصمیم په اعلان سره وښوده چی طالبانو سره یو اړخیزه سولې طرحی لپاره لګښت ورکولو ته آماده دی. هغه په دی برخه کې حتی د سختو مخالفتونو سره د سیاسی جریانونو نیوکو سره مخ شو.
په دی منځ کې، داسی ریپورتونه شتون درلود چی په اساس یی، دولت او خارجی قدرتونه بالخصوص امریکا، د پردی ترشا، د طالبانو رهبرانو سره خبری کولو او مذاکری په حال کې دی ترڅو دری میاشتنې اوربند ومنی.
سربیره پردی اشرف غنی؛ تصمیم ونیول چی یو مشروط اوربند اعلان کړی. هغه حتی امر وکړ چی ترڅو چی طالبان دا طرحه، نه وی منلي، نظامی عملیات د هغوی په وړاندی ادامه پیدا کړی.
دا په دی معنی وو چی هغه د طرحی منلو څخه د طالبانو له لوری باور نه درلود.
د سیاسی او امنیتی مسایلو کارپوهانو په باور ددی طرحی قبلونه د طالبانو له لوری، د همغه شروع څخه په شک کې وو؛ ځکه طالبان همدارنګه خپل حد اکثر قدرت او جنګ ډګر کې امتیازاتو کسب ته باور لری.
د غزنی جنګ او وژنو او د امنیتی ځواکونو وژنې په فاریاب او بغلان او... کې هم همدا وو.
دا په داسی حال کې دی چی په وړاندی یی، امریکا او ارګ ماڼۍ، داسی په نظر کې درلود چی د دری میاشتنیو اوربند په تحمیل سره، طالبان وهڅوی ترڅو پارلمانی ټاکنو رامنځته کیدو په صورت کې، ددی پروسی امنیت، د طالبانو له لوری د مشکل سره مخ نه شی.
خو طالبان پوهیږی چی یو د هغو پروسو څخه چی کولای شی په هغه کې، قدرت شکاره کړی، پارلمانی ټاکنو امنیت دی. دا ډله که وکولای شی په څو ولایتونو کې ټاکنو امنیت خراب کړی، سولې مذاکراتو کې د امریکا څخه به لوی امتیازات ترلاسه کړی.
له بل لوری، طالبان نه غواړی چی امریکا سره توافق او سولې لپاره بیله کوم چارچوکات ته رسیدو نه بغیر، د دری میاشتنې اوربند په قبلولو سره، هغه دولت چی تراوسه حاضر نه دی چی هغوی په رسمیت وپیژنی، امتیاز ورکړی.
په دی توګه دری میاشتنې اورنبد طرحه د همغه شروع څخه د ماتی سره مخ وو؛ خو اشرف غنی سربیره پردی، داسی یو تصمیم ونیول ترڅو خپل سیاسی منتقدانو او رقباوو ته شکاره کړی چی د سولې او اوربند په پروسه کې کولای شی هغوی نادیده ونیسی او امریکا په مرسته د افغانستان راتلونکې برخلیک بدل کړی.
 
https://avapress.com/vdceoo8zwjh8pwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته