دخپریدو نیټه :جمعه ۲ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۸
د مطلب کود : 169320
قاتلانو ژغورنه، قربانیانو نیونه؟

 
موعود زده کړیز مرکز باندی د داعش تروریستی ډلې برید وروسته چی نږدی ۱۵۰ کسانو د شهادت او ټپی کیدو لامل شو، امنیتی مامورین، مسؤولین او مرکز دوه ساتونکې نیولی دی.
معلومات رسیدلي و افغان غږ خبری آژانس ته شکاره کوی چی امنیتی چارواکې انجنیر رضا حیدری او استاد رضا خاوری؛ موعود زده کړیز مرکز مسؤولین او دوه امنیتی ساتونکې د اظهاراتو اخیستلو په بهانه نیولی دی او وروسته بندیخانه ته استولی دی.
دا اقدام د خلګو، سازمانونو او کلتوری او ټولنیز نهادونو پراخ غبرګون راپارولي دی. خلګ دا تصمیم سره موافق نه دی او وایی چی د زده کړیز مرکز بنیان ګذارانو بندی کول د زده کړیز مرکزونو د تړل کیدو د دشمن اهدافو په لړ کی دی.
عبدالحکیم ذکی؛ موعود زده کړیز مرکز استادانو څخه وویل چی که څه هم د شاګردانو امنیت تامین په برخه کی کمزوری شوي؛ خو هغوی نیول کیدنه دشمن ته انګیزه ورکونه او هیڅ درد نه شی شفا کولای.
ښاغلی ذکی وویل چی امکان لری د اختر رخصتیو وروسته، د موعود زده کړیز مرکز مسؤولین ازاد شی.
امنیتی مسایلو کارپوهان وایی چی د مسؤولینو نیول کیدنه په لومړۍ قدم کې یو امنیتی اقدام حسابیږی او امکان لری د نخ سر یا لومړیو معلوماتو ته رسیدلو لپاره ورته اړتیا وی.
دا هغه څه دی چی د څیړنو او نتایجو وروسته به مشخص شی.
په دی حال کې، هغه څه چی شتون لری دادی چی حتی که موعود زده کړیز مرکز امنیتی عوامل او مسؤولین، تیره اونۍ خونړیزه پیښه کې، کوم قصور که څه هم ولری، دا کار نه شی کولای د هغوی بندی کونه توجیه کړی.
 هغه کسان چی ددی پيښی په وړاندی ځواب ګویه دی چی د امنیتی نهادونو، کشفی او استخباراتی نهادونو په راس کې قرار لری. هغه چارواکی چی پلازمینی امنیتی ګیتونه کنترولوی، باید تر مواخذه لاندی قرار ونیسی. هغوی باید روښانه کړی چی څنګه د تروریستانو مخه نه دی نیول شوي. امنیتی نهادونو رهبران او کشفی ارګانونه او استخباراتی ارګانونه، حتی که خپله ځان ددی مسایلو په وړاندی ځان مسؤول ونه ګڼی، د هغه ځایه چی نه دی توانیدلی چی د پیښی څخه مخه ونیسی او اوسیدونکو امنیت په سمه توګه تامین کړی.قضایی دستګاه باید په سرعت سره د داعش مسلح ۲۰۰ تنو تروریستانو برخلیک معلوم کړی چی د هلیکوپرتونو په واسطه د درزاب څخه لیږدول شوی او ژغورل شوی دی او شکاره کړی چی د افغانستان اوسیدونکو وینه د داعش په وسیله به په آسانی سره نه تویول کیږی او دا جنایتکارانه بریدونه، لګښت به ولري.
په دی حال کې، د موعود مرکز او نورو مشابه شیانو په اړه، هیڅ یو ددی پيښو څخه نه دی رامنځته شوی او نه به شی رامنځته.
مثلآ د لوی اختر په ورځ، تروریستان د پلازمینی امنیتی سیمو امن ترینه سیمو ته راغلل او ارګ ماڼۍ تر برید لاندی ونیول.
څو امنیتی چارواکې ددی پیښی په وړاندی، نیول شوي او د دندی څخه برکناره شوی دی؟
مخکې له دی، طالبانو پوری اړوند عوامل، اینترکانتیننتال بین المللی هوتل ته دننه شوی وو. وروسته د هغه پيښی ولی هیڅ امنیتی مسؤول او استخباراتی مسؤول تر پوښتنې او مؤاخذه باندی قرار ونه نیول؟
همداسی د غزنی په جنګ کې، په څو ساعتونو کې طالبان ټوله ښار اشغال کړ او په سلهاوو امنیتی سرتیری او غیری نظامیان ووژل شول؛ ولی حتی یو قوماندان او یا سمیه ایز او مرکزی مسؤول، د دندی څخه ګوښه یا ونه نیول شو؟
امنیتی دستګاه حق لری چی خپل مسؤولیت په هر شرایطو کې ترسره کړی؛ خو دا مهم اصل باید د پيښی رامنځته کیدو مخکې هم ترسره شی.
لومړۍ باید دا ابهاماتو ته ځواب ورکړل شی، وروسته هغه کسانو مؤاخذه ته نوبت رسیږی چی احتمالآ د مرکز امنیت تامین په برخه کې کمزوری کړی دی!
د موعود زده کړیز مرکز امنیتی عواملو او مسؤولینو بندی کول، سیاسی او خطرناک روانی آثار په لړ کې به ولری. خلګ به د دولت او امنیتی دستګاوو په نسبت د پیښی اصلی عواملو سره مبارزی په برخه کې ژور شک وکړی. د خلګو باور پر دولت باندی د امنیت تامین په برخه کې به کم شی او په نتیجه کې به قربانیان دا احساس وکړی چی هغوی نیول کیږی او بندی کیږی؛ خو تروریستان د جنګ ډګر څخه ژغورل کیږی او په عزت او احترام سره، د دولت په پناه کې ساتل کیږی.
 
https://avapress.com/vdcgxy9qzak93w4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته