دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۴
د مطلب کود : 169484
مسکو ناسته؛ واشنګتن بیره، کابل شکمنتیا

 
د افغانستان دولت وایی چی د مسکو سولې ناسته کې ګډون نه کوی.
د خارجه وزارت په اطلاعیه کې اعلان کړ: دا مو هیله وو چی دا ناسته د افغانستان اسلامی جمهوری دولت او طالبانو ترمنځ سولې مستقیمی خبرو زمینه برابره کړی چی همغه د افغانستان خلګو مقصد دی او هیواد ثبات او سولې رامنځته کیدو سبب ګرځی؛ خو متاسفانه د ملی وحدت حکومت سولې حسن نیت سربیره طالبانو مستقیم خبرو اترو ته رد ځواب ووایه چی په ترڅ کې، بین المللی او سیمه ایز قبول شوی اصول د مستقیم مذاکری په اړوند ته احترام ونه شو. د لوړ قبول شوی اصول په اساس، افغانستان دولت نه شی کولای په هغو ناستو کې چی طالبان د مذاکری تعهد نه لری ګډون وکړی.
ددی اطلاعیی په ادامه کې راغلی دی چی افغانستان دولت هروخت چی طالبان و مستقیم مذاکری ته حاضر شی، آماده دی چی مذاکره وکړی او په هغه ناسته کې چی هرځای وی ګډون وکړی.
که څه هم وروسته د روسیه خارجه وزارت اعلان کړ چی افغانستان، مسکو سولې ناسته کې ګډون په دی ناسته کې د طالبانو نمایندګانو سره مستقیم دیدار او لیدنې باندی مشروط کړي؛ خو د کارپوهانو په باور، د افغانستان ناهیلی توب د مسکو په ناسته کې نه ګډون لپاره د طالبانو څخه ناهیلیتوب له امله نه دی؛ بلکه دا موضع، د امریکا رسمی سیاستونو تر اغیز لاندی نیول شوی دی.
حقیقت دادی چی امریکا بیره لری چی روسیه په افغانستان کې خپل نقش ډیر کړی. که روسیه وکولای شی د طالبانو سره سولې په برخه کې بندون مات کړی، په هغه صورت کې، امریکا به په افغانستان کې هر اړخیزه نظامی سلطه او حضور، دیپلماسی برخه کې، لوبه و خپل سنتی رقیب یعنی روسیه ته پریږدی.
امریکایان زړه نه ښیی چی روسیه نظامی او استراتژیک او سیاسی او دیپلماتیک لارو څخه، د افغانستان په پیښو کې نقش ولوبوی.
په همدی دلیل، کابل هم مسکو ناسته کې ګډون لپاره بیره لری او دا بیره په افغانستان کې د روسیه سیاسی نفوذ په وړاندی امریکا څخه دی.
کابل او واشنګتن ډیر ځلی طالبانو سره مسکو مستقیم او مستقل اړیکو په نسبت خپل اندیښنی ښودلي او دا کار ته په کتو سره، د مسکو ناسته ددی اړیکو یو اړخ برآیندونو څخه بلل کیږی، د کابل او واشنګتن لپاره به هیڅ وخت د قبول وړنه وی او نه شی کولای هغه ګټې او مقاصد چی امریکا په افغانستان کی لری او کابل هم ورڅخه تبعیت باندی ملزم بولی، تضمین کړی.
دا په داسی حال کې دی چی افغانستان ددی مخکې ددی هیڅ ډول ناستو لپاره مخکنې شرط نه دی مطرح کړی چی افغانستان سولې په محوریت باندی وی.
کابل حتی په داسی ناستو کې ګډون کړی چی طالابن د رسمی دعوت سربیره، په کې ګډون څخه امتناع کړی دی.
همدارنګه په تیرو کې هم داسی ناستې ترسره شوی چی په کې کابل او طالبانو نمایندګان، په همزمانه توګه حضور درلودلی؛ خو هیڅ مستقیم خبری اتری د هغوی ترمنځ نه دی ترسره شوی.
په دی حساب، مسکو ناسته کې د ګډون لپاره مخکنې شرط ټاکنه، هیڅ دلیل بیله دی نه لری چی امریکا ددی ناستی سره مخالفت لری.
کابل او واشنګتن دواړه د مسکو له نظره، په افغانستان کې د داعش څخه پټو او شکاره ملاتړ باندی تورن دی او روسیه ډیر ځلې ادعا کړی چی ناپیژانده هلیکوپترونه په افغانستان کې داعش اکمالوی.
بناپردی، کارپوهان وایی چی روسیه طالبانو څخه په افغانستان کې داعش ټکولو لپاره ګټه اخلی او د هغوی په باور، د درزاب اخیر جنګ هم د افغانستان په شمال کې د داعش یو پیاوړۍ پایګاه نابودی لامل شو، د طالبانو څخه روسیه په ملاتړ، برنامه ریزی شوی وو او د افغانستان ځواکونو هلیکوپترونو له لوری د ۲۰۰ څخه ډیر داعش تروریستانو ژغوریدل د طالبانو محاصری څخه او هم ناتو هلیکوپترونو په وسیله د هغه ډلې خارجی غړیو لیږد، روسیه او امریکا مخامخ کیدنه د طالبانو او داعش خونړیزی جنګ په قالب کې نوی مرحلی ته وردننه کړ.
په دی توګه، د امنیتی مسایلو کارپوهانو په باور، هرډول ابتکار چی طالبان مسکو ته نږدی کړی او یا هم داسی پروسه رامنځته کړی چی طالبانو باندی روسیه نفوذ اغیز لاندی شکل نیولی وی، د کابل او واشنګتن د قبول وړ به نه وی.
 
https://avapress.com/vdch6wnzk23n-kd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته