کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عبدالله توجیه ګر خو د توطئه څخه بی خبر

7 سنبله 1397 ساعت 11:26



 
عبدالله عبدالله؛ اجرایی رییس په ننګرهار کې د داعش تروریستی ډلې څلورم رهبر وژل کیدو ته په اشاری سره، داعش ډلې سره دولت او خارجی همکارانو مرستو په اړه ادعاوی بی اساسه بللي دی.
ښاغلی عبدالله د وزیرانو شورا په ناسته کې، ننګرهار کې داعش رهبر وژل کیدو ته اشاره وکړ او وویل چی داعش وژل شوی رهبر د هغه جنایتونو مسؤول وو چی په هیواد کې د داعش ترنامه لاندی ترسره شوی دی او همدارنګه دهغه وژل کیدنه یو نیک اقدام د ثبات تامین او خلګو باور ترلاسه کولو لپاره امنیت او هیواد راتلونکې ته دی.
عبدالله وویل: په دی شپی او ورځو کې مو اوریدلي دی چی ځینی هلیکوپترونه راغلي او داعش اکمال کړي، د هر انګیزی یا مقصد لپاره چی دا اظهارات صورت نیولی دی، هیڅ اساس او بنیاد نه لری.
د ښاغلی عبدالله په وینا، افغانستان امنیتی ځواکونه هیڅ وخت په شمال او یا نورو سیمو کې د داعش فعالیتونو څخه غافل نه دی پاته شوی او بین المللی همکاران هم افغان ځواکونو سره د داعش په ټکولو کې همکاری لری.
اجرایی رییس اظهارات په افغانستان کې یو پيچلی امنیتی پروژی څخه توجیه دی چی داسی په نظر نه رسیږی چی په یو ساده موضع ګیری سره وکولای شو په دی برخه کې دومره جدی او مهم مسایلو او ابهاماتو څخه تیر شو.
پوهان باور لری چی په افغانستان کې داعش پروژه یو پیچلی او سیمی څخه لوړ پروژه ده چی بین المللی لویو قدرتونو او سیمې لاس کښینول شوی رژیمونو نیابتی جنګ کې ریشه لری او دا خطرناک پیښه به د یو یا څو قواماندانانو په وژل کیدو سره به پای ته ونه رسیږی.
ددی ډلې کارپوهانو په باور، د بین المللی تروریزم او یا هم داعش او یا نورو تروریستانو سره جدی مبارزی په برخه کې خارجی ځواکونو صداقت او تعهد باندی ډیر شک او شبهی شتون لری چی د اجرایی رییس له لوری توضیحاتو او توجیهاتو په ارائه کولو سره به ځوب ورنه کړل شی.
ښاغلی عبدالله یا هم د توطئه څخه د داعش پردی ترشا په افغانستان کې بی خبره دی او یا هم حضور یی په داسی دولت کې چی داعش ملاتړ کوونکی قدرتونو تر ملاتړ لاندی قرار لری، ناچاره دی چی ددی پروژی څخه توجیه وکړی.
په دی حال کې، د منتقدانو په باور، ښاغلی عبدالله نه شی کولای چی یاد نه وباسی چی هغه هم ملی وحدت حکومت کې مسؤولیتونه لری او هم سیاسی او قومی عقبه له جهته یی چی افغانستان شمال کې پایدار او پیاوړۍ ریشه لری، نه شی کولای په شمال کې د داعش مخوف پروژی استحکام او هغوی پروژی لیږد و نورو ولایتونو او ولسوالیو ته په بی اعتنایی سره بی توجه وی.
هغه هم یو ورځ به ددی دوو دلیلونو په اساس، عمومی افکارو او راتلونکې نسلونو مؤاخذه لانید قرار نیسی او د هغه دا اظهارات به مشکل سره مخ شی.
د کارپوهانو په باور، حتی که د روسیه مکرر ادعاوی د افغانستان په شمال او ختیځ کې داعش سره ناپیژانده هلیکوپترونو مرستې ادعاوو څخه سترګی پټې کړو، هیڅ مسؤول انسان به ونه شی کړای چی په افغانستان کې داعش خطر په وړاندی افغانستان دولت او خارجی ځواکونو تردید او تاخیر او تعلل په وړاندی بی اعتنا وی.
شاید تراوسه به هیڅوک نه وی هیر کړي چی ښاغلی عبدالله مخکې ویلی وو چی هغه داعش تروریستان چی ځواکونو هلیکوپترونو سره د فاریاب څخه ژغورل شوی دی، د جنګی اسرای په حیث به ورسره چلند وشی.
د هغه موضع ګیری وروسته، داعش ډله نږدی دوه لویو بریدونو مسؤولیت په کابل کې په غاړه واخیست چی یو یی موعود زده کړیز مرکز باندی برید او بله ارګ ریاست جمهوری باندی راکتی بریدونه د لوی اختر په لومړی ورځ وو.
سربیره پردی، تراوسه د داعش ژغورل شویو تروریستانو جزا او محاکمه په اړه هیڅ خبر شتون نه لری.
بناپردی، ښاغلی عبدالله باید ددی پرځای چی د هغو توطئو څخه توجیه وکړی چی ممکن ورڅخه په کافی اندازه خبر ونه لری، ښه دی چی خپل هغه قول او معرکه چی داعش ژغورل شویو تروریستانو په اړوند و خلګو ته ورکړی وو، د عملی کولو په هڅه کې وی.
بیله هغه، یواځی توجیهی نظرونه به د خلګو نظر په افغانستان کې داعش پروژی او داخلی پیاوړیو لاسونو شتون او ددی پروژی تحکیم لپاره فربه سازی او بین المللی او سیمه ایز ملاتړ په اړه بدلون ونه کړی.
 


د مطلب کود: 169620

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/169620/عبدالله-توجیه-ګر-خو-د-توطئه-څخه-بی-خبر

آوا
  https://www.avapress.com