دخپریدو نیټه :جمعه ۹ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۵۷
د مطلب کود : 169715
غدیر؛ د نبوت لړۍ دوام په امامت کې

 
غدیر شاید د اسلام سیاسی قدرت لوی لومړنۍ نمایش وبولو؛ ځکه لومړۍ ځل وو چی اسلام د یو ریشه دار، برنامه لرونکې، منسجم او ټولنیز ژوند ضوابطو او اصولو او قانون او نظم او قدرت او حاکمیت او استقرار درلودلو سره د پیغمبر ص ورورسته د لاری دوام لپاره، سیاسی-عقیدتی ناسته جوړوله.
پیغمبر ص په حجه الوداع او غدیرخم په نامه په سیمه کې، مسلمان ښځی او نارینه سره کښینول ترڅو هغوی سره ډیر مهم موضوع شریکه کړی او ددی مساله په اړه هغوی نظر وغواړی.
دا د اسلام حاکمیت او سیاسی نهاد غیری استقبدادی ښودنې په معنی وو؛ ځکه پیغمبر ص ددی پرځای چی خپل ځایناستې او وصی د یو حکم په صادرولو سره مسلمانانو ته اعلان کړی او یا به خپل باور لاندی کسانو څخه یو شورا په تشکیلولو سره، خپل نظر پر نورو لاندی تحمیل کړی، لومړۍ ځل د خدای په دامر، دا تصمیم د خلګو سره شریک کړ؛ هغه خلګ چی مکتبی اسلام سیاسی او ټولنیز نګره کې، بی بدیل ځای لری او په قرآن کې، د خلګو په نامه (ناس) سوره شته او ناس د ختم الکتب خاتم کیږی.
پیغمبر ص هم په حجت الوداع کې خلګو په وړاندی ودریدل، هغوی ته مخ واړوله او خدای په توکل سره، اسلام او اسلامی سیاست او حاکمیت راتلونکې لاره د خلګو سره شریکه کړه.
هغه وفرمایل: هغه څوک چی زه یی مولا یم، ددی وروسته دا علی، د هغه مولا دی.
هیڅ استبداد او تحمیل په دی بیان کې شتون نه لری. پیغمبر مامور وو په همدی دلیل، باید هغه څه چی باید ویل شوی وای، وویل.
هیڅوک هلته د شمشیر سره نه وو ولاړ ترڅو هرڅوک چی د قلوی ولایت او نبوی رسالت دوام څخه مخ واړوی، سر ووهل شی. دا د اسلام او اسلام پیغمبر او اسلام امام او ولی منطق نه دی.
خلګ د پیغامبر ص په غوښتنه، اجازه ترلاسه کړ چی د نبوی رسالت ادامه او استمرار د علوی ولایت سره په بیعت سره، تایید کړی.
خلګ ډله ډله راغله او هغه لاس سره چی رسول الله صلی الله علیه و آله، لوړ کړي وو، د بیعت لپاره لاس ورکړی.
دا په داسی حال کې وو چی بیله شکه هغوی اجازه درلود چی داسی ونه کړی. هیڅ اجبار او اکراه په دی کار کې نه وو.
ټاکنې رامنځته شوی وو چی په هغه کې، رای ورکونه او نه ورکونه، انتخابی او اختیاری وو. نوخلګ کولای شوای چی بیعت ونه کړی؛ خو هغوی داسی ونه کړ.
په دی توګه، نبوی رسالت د علوی ولایت سره تمدید او استمرار پیدا کړ.
بناپردی، غدیر یو ساده او پیغامه نمایش نه وو چی په هغه کې رسول الله صلی الله علیه و آله د امیر علیه السلام سره خپل حب شکاره کړی؛ بلکه پیغمبر ټول مقدمات رامنځته کړ، آخری تمهیدات په نظر کې ونیول او په دی سره پوهیدو سره چی دا آخری ځل دی چی اسلامی او انسانی داسی لویه ټولنه کې حضور پیدا کوی، خلګ راټول کړل ترڅو هغوی سره مهم موضوع شریک کړی او په دی توګه، خدای نعمت مسلمان امت باندی، ټول دین پر دین لرونکو باندی پوره او کامل کړ.
آیا د یو کس حب او ملګتریا ښودنه دومره مهم کیدلای شی چی د یو مکتب برخلیک سره تړلی وی او ارزښت یی په دومره اندازی سره وی چی غدیر خم تاریخی پیښه، د دین اکمال او نعمت اتمام سره برابر اجر ولری؟
عقل داسی حکم نه کوی او دینی متنونو څخه هم د شیعه او سنی منابعو څخه، داسی اخذ نه شی کیدلای.
په دی حساب سره، په غدیر کې امت د خدای په امر او پیغمبر په وسیله، د یو انتخاب په وړاندی قرار درلود؛ هغه انتخاب او ټاکنه چی د امت او مکتب راتلونکې برخلیک ورباندی ټړلی وو: د علوی ولایت سره نبوی رسالت دوام.
https://avapress.com/vdcezo8znjh8pfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته