دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۲
د مطلب کود : 169835
غزنی جنګ؛ طالبان چیری ولاړل؟

 
غزنی جنګ نه دری اونۍ وروسته، غزنی ولایتی شورا غړۍ او غزنی ښار اطرافو اوسیدونکې وایی چی طالبان تراوسه په ډیر قدرت سره د ښار په اطرافو کې حضور لری.
نصیر احمد فقیری؛ د غزنی ولایتی شورا غړۍ هم د غزنی اوسیدونکو خبری په تایید سره وویل: د خلګو اندیښنی تراوسه پرخپل ځای دی، طالبان د ښار په اطرافو کې حضور لری او په کورونو او مساجدو کې ځای نیولی دی. په آزادانه توګه د سیمو څخه ګشت او ګذار کوی او ځینی وختونه خلګ ګواښوی ترڅو خپل کورونه پریږدی؛ ځکه هغوی ښار باندی دوهم ځل برید قصد لری.
ښاغلی فقیری زیاته کړه چی ښار کمربندی پوستی چی د طالبانو دری اونۍ مخکې برید کې سقوط کړی وو، بیرته نه دی جوړ شوی.
طالبان، دری اونۍ مخکې د غزنی ښار ځینی سیمی تصرف کړل.
د داخله وزیر په تازګی سره مدعی شوی دی چی د غزنی په جنګ کې د ۱۵۰۰ څخه ډیر طالبان وژل شوی چی نږدی ۵۰۰ تنه یی پاکستانیان وو.
د هغې ورځې څخه چی په غزنی کې جنګ پای ته رسیدلی، ډیر ځلې خلګ او غزنی ولایتی شورا غړۍ، د فاجعه بیرته تکرار په نسبت اندیښنه ښودلی دی.
ددی پیښی بل معنی داده چی اشرف غنی فکاهیانی او خنداګانی غزنی ته د جنګ وروسته سفر کې، د هغه ولایت خلګو لپاره هیله مندی نه دی منځته راوړی.
خلګ او ولایتی شورا وکیلان وایی چی طالبان، د همیشه په توګه د ښار په اطرافو کې، خیمه وهلی او پردی ښار باندی د ناامنی چتر ساتلی دی.
د هغوی په وینا سیمه ایز دولت، د جنګ وروسته، حتی ونه غوښتل یا ونه توانیدل چی ښار اطرافو کې امنیتی کمربندونه بیرته جوړ کړی. په دی توګه، د غزنی ښار په اطرافو کې د طالابنو قدرت او نفوذ سیمه، حتی مخکني وخت ته هم نه ګرځیدلی او جنګیدونکې په آزادانه توګه د ښار په اطرافو کې حکمروایی کوی او سیمه ایز خلګو څخه اوبه او خوراک او سرپناه غواړی.
دا همغه څه وو چی نظامی مسایلو ناظران، د غزنی جنګ پای ته رسیدو په لړ کې په اړه یی خبرداری ورکړی وو.
د هغوی په باور، د سیمه ایز دولت استیلای بیرته ژوندی کونه د غزنی ښاری سیمو کې کافی نه دی. طالبان باید داسی سرکوب شی ترڅو ښار باندی بیرته برید جسارت ونه کړی. د هغه ډلې مالی سرچینی او ټولنه او اسلحی انبار او نور باید د دولت او خارجی ځواکونو له لوری له منځه تللی وای ترڅو غزنی یو پایدار امنیت ته لاسرسی پیدا کړی وای او اوسیدونکی د بیرتی برید نه تکراریدو څخه باور ترلاسه کړی وای.
خو دولت د غزنی جنګ پای ته رسیدو وروسته، نظامی عملیات هم په هغه ولایت کې ودروله او غزنی هیڅ وخت د یو پراخ تروریستی ضد هر اړخیزه تصفیه عملیات شاهد نه دی پاته شوی.
په دی جنګ کې د دولت ټوله لاسته راوړنې، د لوړ چارواکو آمارو خپرولو باندی خلاصه کیږی چی په یو اړخیزه توګه د دولت له لوری خپاره کیږی او هیڅ باور شتون نه لری چی دا آمار صحیح دی که نه.
د پوهانو په باور طالب جنګیدونکې د غزنی جنګ وروسته لیرو سیمو ته نه دی تللی.
هغوی د ښار دننه پناه نیولی او د دوهم برید لپاره آمادګی نیسی ترڅو یو چاودنیز حرکت سره، نظر لاندی اهداف په لومړۍ قدم کط متلاشی او له منځه یوسی او یا هم د ښار اطرافو کې دی.
په دی حساب سره، غزنی ښار باندی اوسنی روانی حاکم شرایط، همغه وضعیت په شان دی چی جنګ مخکې وو؛ هغه وضعیت چی په لړ کې یی، خلګ او ولایتی شورا نمایندګان ډیر ځلې د ښار بیرته سقوط په اړه خبرداری ورکړ؛ خو مرکزی او سیمه ایز دولتونه، ورته توجه ونه کړه او ښار امنیت په اړه هیله ورکوله.
 
https://avapress.com/vdchxwnzm23n-6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته