کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبان او ناتو د توییتری تقابل څخه تر ډګریز جنګ پوری

14 سنبله 1397 ساعت 10:44



 
ذبیح الله مجاهد؛ د طالبانو ویاند په افغانستان کې د امریکایی او ناتو ځواکونو رهبری بدلون وروسته لیکلی دی چی د اشغالګرو نوی قومانده به هم د نورو په شان د ناکامی سره مخ شی.
ښاغلی مجاهد په ادامه کې زیاته کړي چی جنرال اسکات میلر؛ د خارجی ځواکونو نوی قومانده هم د جنرال نیکلسون په شان په افغانستان کې د سختی ماتې او مایوسی سره مخ کیږی.
د ناتو مطبوعاتی دفتر د ذبیح الله مجاهد ددی توییت په مقابل کې ویلی دی چی د مخته حرکت په صبر دی چی د ښکنځا څخه مخنیوی وکړی او خبرو اترو زمینه برابره کړی چی افغانان او ملګری یی یو بل ته ورسوی او داسی حل لاری ته ورسیږی چی د ټولو افغانانو غوښتنه وی.
ښاغلی مجاهد په ځواب کې لیکلی دی چی طالبان د جنګ شروع نه مخکې، ښه خبری اتری درلودلی خو دا امریکا وو چی جنګ انتخاب کړي او سربیره پردی، که امریکا حقیقتونو باندی ځان پوه کړی، زموږ استقلال قبول کړی او متقابل احترام دی ولری، موږ تاسو خبرو اترو ته دعوت کړي، نو لطفآ.
دا ظاهرآ د سایبر په فضا کې د دواړو لورو لومړۍ مستقیم تقابل بلل کیږی. مخکې له دی د دواړو لورو ترمنځ داسی خبری اتری په سایبری فضا کې کوم سابقه او ساری نه درلود.
شاید یو د دلایلو څخه داوی چی طالبان، اوس د نورو وختونو په پرتله خپل مجازی فضا ظرفیتونو او ټولنیز شبکو او سیاسی مواضعو اعلان او تبلیغاتی مقاصدو ته ارزښت ورکوی.
د طالبانو ویاند په توییتر د خبرداری په ژبه، ګواښ او زور څخه خبری کوی. هغه په یو شکل سره، د جنرال اسکات میلر ناکامی او ماته خپل مخاطبانو او پلویانو ته وعده ورکوی او په دی برخه کې، جان نیکلسون ماموریت ناکامی ته اشاره کوی.
لږ ترلږه په دی برخه کې چی جان نیکلسون خپل نظامی ماموریت کې په افغانستان کې ماته خوړلی دی، حق د طالبانو سره دی.
نیکلسون چی د وخت له لحاظه، په افغانستان کې د امریکا او ناتو ۱۷ کالو جنګ قومانده کې رکورد لری، خپل ماموریت په شروع کې، داسی وعدی ورکړی وو چی هیڅ یو ته ونه رسید.
دوه وعده یی هم داسی شرایطو پوری مربوطیدی چی طالبان هم بل لوری یی وو.
هغه ویلی وو چی طالبان به مجبوره کړی چی د افغانستان دولت په رهبری سولې خبرو اترو ته غاړه کیږدی؛ هغه پیښه چی نه شوه رامنځته او په دی توګه، نیکلسون په داسی حال کې خپل ماموریت جنرال میلر ته پریږدی چی طالبان خپل اصلی شرط یعنی امریکا سره مستقیم مذاکره امرکیا باندی تحمیل کړ؛ بیله دی چی مجبور شی د کابل دولت سره مستقیم مذاکراتو ته غاړه کیږدی.
بناپردی، د طالبانو ویاند حق لری چی خپل توییتری تقابل کې داسی رجزخوانی وکړی.
په داسی حال کې چی په مقابل کې، په افغانستان کې خارجی ځواکونو مطبوعاتی مسؤولین، د نرمش څخه ګټه اخلی او هڅه کوی چی طالبان آرام کړی او سولې ته یی وهڅوی.
دا شکاره کوی چی حتی په مجازی جنګ کې هم دا طالبان دی چی بریالی دی او دا همغه څه دی چی د جنګ په ډګر کې جریان لری.
ناتو کلونه کلونه کیږی چی داخلی امنیتی ځواکونو ته د امنیتی مسؤولیتونو لیږد په بهانی سره، هر ډول مستقیم مشارکت په جنګونو کې پریښی دی، دا په داسی حال کې دی چی د ناتو او افغانستان دولت ترمنځ امضا شوی پیمان او تړون او همدارنګه د افغانستان او امریکا تړون، داسی څه نه وایی او هغوی مسؤول دی چی د تروریزم سره مبارزه کې دولت سره یوځای وی.
په دی وصف سره، طالبانو او امنیتی ځواکونو ترمنځ ډګریز جنګ کې هره ورځ دا ډله امنیتی ځواکونو ته درنه تلفات اړوی، ښارونو باندی بریدونه ترسره کوی، ولسوالیو ته سقوط ورکوی، لویی لاری بندوی او...
په دی توګه، ناتو عملآ د طالبانو په وړاندی، کوم خبره د ویلو لپاره نه لری او داسی په نظر نه رسیږی چی ددی ځواکونو نوی قومانده بل کوم لاره د سولې دعوت نه بغیر ولری.
 


د مطلب کود: 170088

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/170088/طالبان-او-ناتو-د-توییتری-تقابل-څخه-تر-ډګریز-جنګ-پوری

آوا
  https://www.avapress.com