کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل لویدیځ امنیت؛ معضل او حل لاره

18 سنبله 1397 ساعت 9:42



 
د ملکی او نظامی خلګو څخه جوړ یو کمیته به د کابل ښار لویدیځ امنیتی جامع طرحه به جوړه کړی او دا طرحه د امنیتی چارواکو سره شریک کیږی.
د پنجشنبه په ورځ ناسته د کابل لویدیځ امنیتی مشکلاتو اړوند د دینی علماوو او مشرانو او امنیتی حوزو آمرینو به ګډون د سرور دانش په ریاست ترسره شو.
ښاغلی دانش په دی ناسته کې ټینګار وکړ چی دشمن، خپل ټول توان په کار اچولی او په ټول بی رحمی سره افغانستان خلګو بالخصوص کابل لویدیځ کې خپل بریدونه ترسره کوی او بی ګناه خلګو څخه قربانی اخلی او دا اړتیا رامنخته کوی چی حکومت او امنیتی ارګانونه عاجل توګه د دشمن شومو مقاصدو څخه مخنیوی وکړی.
هغه ټینګار وکړ چی مساجدو امنیت تامین هماهنګی عالی کمیسیون وړاندیزی طرحی و مربوطه چارواکو ته ارائه شوی دی او تر څیړنې لاندی قرار لری.
هغه همدارنګه افغانستان مرکزی سیمو امنیتی جامع طرحو ته اشاره وکړ او وویل چی دا طرحه د مربوطه ارګانونو له لوری تر څیړنی لاندی دی.
امنیتی مسایلو ناظران وایی چی کابل لویدیځ امنیت د ملی وحدت دولت لپاره یو جدی امنیتی بحران باندی بدل شوی دی.
صرف نظر ددی ادعاوو څخه چی ځینی درانده تورونه د دولت پرځینی برخه باندی چی د تروریزم څخه ملاتړ کوی او تروریستانو سره مقاصدو ترسره کیدو لپاره مرسته کوی او هیواد کې مذهبی او قومی یو اړخیزه تفرقو ته لمن وهی، ټول دولت بالخصوص امنیتی دستګاوو لپاره کابل لویدیځ کې جاری ناامنی مطلوب نه دی او په نظر نه رسیږی چی ادامه یی وکولای شی دولت مقاصد د قومی سیاسی په برخه کې تحقق او ترسره کړی.
بناپردی او دی ته په توجه سره چی عاشورا میاشتی عزاداری موسم هم رسیدلي او هرڅه ژیر باید امنیتی جامع طرحه د پلازمینی دی برخی لپاره باید په نظر کې ونیول شی، بیله هغه، د بحران دوام به یو لوی فاجعه رامنځته کړی چی نه د دولت په ګټه او نه هم د خلګو په ګټه وی.
خو په هغه صورت کې چی دولت په حقیقت کې د کابل لویدیځ ناامنیو مهار لپآره صادقانه او راسخ عزم ولری او شیعیانو سیستماتیک نسل وژنو څخه مخنیوی لپاره هڅه کوی، د وینی دا توفان د درولو لپاره حل لاره څه ده؟
هغه طرحه چی امرالله صالح ارائه کړی دی، بیله دی چی کوم نیت یی ترشا شته، لږ ترلږه محرم میاشتی امنیت تامین لپآره زمینه نه برابروی؛ ځکه حتی که عملیاتی شی، نږدی دوه میاشتی وخت ته اړتیا شته چی داوطلب کسانو ته لازم زده کړی ورکړل شی؛ ددی ترڅنګ باید هیر نه شی چی دا طرحه، تراوسه دولت تائید وړنه دی ګرځیدلي او په هغه صورت کې چی دولت ورسره همراهی ونه کړی، ګټه به یی یو تبلیغاتی موج وی چی ښاغلی صالح او سیاسی جریانونو په ګټه وی نه بل څه.
په حاضر حال کې، نږدی ایده او فکر، نورو مراکزو سره مساجدو امنیتی الګو پراختیا ده چی ګمان کیږی د بالقوه په توګه دشمن جنګی اهدافو څخه به وی.
دا طرحه دولت او خلګو دوه اړخیزی همکاری ته اړتیا لری؛ خو هغه مشکل چی په دی برخه کې شتون لری، دادی چی د دشمن عملیاتی مقاصدو پراختیا ته په کتو سره او هم محرم میاشت کې عزاداری مراسمو ته په کتو سره، دولت تر کوم حد پوری حاضر دی چی ورڅخه ملاتړ وکړی او لازم امکانات خلګو داوطلبانو اختیار کې ورکړی؟
 بل مهم نکته داده چی کابل لویدیځ امنیت باندی یو اړخیز تمرکز، امکان لری دشمن او دننۍ مرسته کوونکې لاسونه دا جمع باندی ته ورسوی چی خپل مقاصد نور سیمو باندی متمرکز کړی او په دی توګه، شیعیانو په وړاندی مذهبی یو اړخیزه جنګ لمن، نور هم پراخ شی او نورو لیری پرتو سیمو ته هم ورسیږی. په هغه صورت کې، د دولت کار نور هم سختیږی او امنیتی لوی سیاستونه د خلګو له لوری، په شدت سره د مشکل سره مخامخ کیږی.
دی مسایلو ته په کتو سره، هر ډول طرحه او تدبیر چی د کابل لویدیځ امنیت لپاره ترسره کیږی، باید جانبی ابعاد یی هم تر نظر لاندی ونیول شی او د خلګو ژوند څخه ساتنه د کابل او کابل څخه بهر په هره نقطه کې، د لومړیتوب په حیث مطرح وی؛ بیله هغه، دا ناستې بیله دی چی دشمن سره خپلو مقاصدو نور هم ښه کولو او بدلون لپاره مرستو نه بغیر نور څه نه کوی.
 


د مطلب کود: 170371

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/170371/کابل-لویدیځ-امنیت-معضل-او-حل-لاره

آوا
  https://www.avapress.com