دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۰ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۵
د مطلب کود : 170485
نړۍ د سپتامبر ۱۱ څخه وروسته او راتلونکې ته کتنه

 
هغه وخت چی نوی خاورمیانه ایده د لومړۍ ځل لپاره په ۱۹۹۳ کال کې د شیمون پرز؛ اسراییل رژیم خارجه وزیر له لوری په یو کتاب کې په همدی نامه مطرح شو، هیڅوک دا تصور نه کوله چی اجرایی کولو پروسه یی د ۲۰۰۱ سپتامبر ۱۱ پیښی په نامه عب انګیز او لګښت لرونکې سناریو رامنځته کیدل وی او همدارنګه، د پیښی په لومړیو کې هم هیڅوک دا حساب نه وو کړی چی دا پیښه اسلام نړۍ او دریم نړۍ کې کمونیزم باندی د غرب نفوذ لمن پراختیا به لوری عمل کوی.
د سپتامبر ۱۱ سناریو اجرا یو څه وروسته، امریکا سیاسی او نظامی چارواکې ټینګار د شر اندازه ځواکونو څخه ددی سیمی پاکول او نوی خاورمیانه رامنځته کونه چی هر بشری مشترک ارزښتونو او ګټو په وړاندی نه وی تر یو څه اندازه پوری ددی پیښی ترشاه شته ابهامات او اهداف رابرسیره کړ.
القاعده شبکه د اسامه بن لادن په مشری، که څه هم په شروع کې د پیښی مسؤولیت قبلولو څخه ډډه وکړه؛ خو امریکا موقعیت د پیښی وروسته داسی څرګند شوی وو چی دا هیواد عاطفی او نړۍ عام خلګو له نظره مظلوم او حق په جانب قرار ورکول. دا ددی لامل شو ترڅو نړیوال د امریکا هر ډول تصمیم چی هغوی لپاره دشمن ظرفیت سره مبارزی لپاره وی، غوږ کیږدی او ومنی؛ بیله هغه، د جورج بوش؛ امریکا پخوانۍ ولسمشر تقسیم بندی په اساس امریکا په معروف جمله کې چی ویل ( هرڅوک چی زموږ سره نه دی، زموږ په وړاندی دی) چی نړۍ سپین او تور او خیر او شر باندی وویښل.
په هر حال، امریکا دا منلی وو چی القاعده د اسلامی-عربی صبغه په درلودلو سره، د سپتامبر ۱۱ پیښی اصلی مسبب وو او افغانستان ددی ډلې کوربه پّ حیث د نامحدود جنګ په مقصد لومړۍ درجه په حیث، د نوی خاورمیانه پروژه تحقق لپاره لومړنۍ قربانی شو.
تور او سپین باندی د نړۍ ویښ د بوش له لوری، نه یواځی دا چی امریکا سنتی دشمنان ایران او روسیه د امریکا ترڅنګ که څه هم نظری لحاظه، قرار ورکړ؛ بلکه القاعده-طالبان سازمان رژیم ګټې او نعمتونه په ۱۸۰ څرخ سره د امرکیا رهبری په ګټه قرار ورکړ.
د ۲۰۰۱ سپتامبر ۱۱ څخه ۲۶ ورځې وروسته، افغانستان د امریکا او نړیوال ائتلاف غړو ځمکنې او هوایی بریدونو لاندی قرار ونیول او طالبان او القاعده رژیم، لکه څنګه چی هیله یی کیده، بیله کوم مقاومت سقوط وکړ؛ خو د ابهام لمن د همدی نقطه څخه شروع او هره ورځ ابهاماتو لمن پراخیږی.
د طالبانو رژیم سقوط وکړ او القاعده سازمان رهبری هسته سره متلاشی شو؛ خو هغوی شتون له منځه نه لاړ- هغه څه چی وکیل احمد متوکل؛ د طالبانو رژیم خارجه وزیر، هغه یو استراتژیک غلطۍ نړویال ائتلاف محاسباتو کې وبلل: د طالبانو په نوم پدیده موجودیت له منځه وړنې توهم!
افغانستان کې القاعده رهبری هسته او طالبانو رژیم سقوط وروسته وو چی شیمون پرز له لوری نوی خاورمیانه طرحخه د تروریزم سره مبارزی په لاره کې مطرح شو؛ هغه څه چی اسلاوی ژیژک؛ چپ ګرا نظریه وړاندی کوونکې هغه نامرئی دشمن او نه خلاصیدونکې جنګ وبلل.
لکه څنګه چی پوهیږو امریکا په مشری تروریزم په وړاندی نظر لاندی غایاتو محور کې؛ دموکراسی، بشر حقوق او عدالت قرار لری؛ بناپردی، د جنګ پخوانیو او کلاسیکو مدلونو برخلاف هغوی د بشر حقوق نهادونو او انسان دوستانه سازمانونو تر نامه لاندی عمل کوله او ددواړو متخاصم لورو منځګړیتوب نقش په غاړه اخیستل، په دی برخه کې لکه څنګه چی د خیر جبهه، اصولآ خپل شتون فلسفه د بشری حقوقو سازمانونو تر نامه لاندی تعریفوی؛ بناپردی، ددی سازمان دخالتونو ته کوم اړتیا نه وی.
همدا دلیل دی چی سازمان ملل هم خپل پخوانۍ مقام او ځای چی د بین الدول اړیکو او حقوق او قانونی مکانیزمونو تعریفوونکې په حیث مطرح و، تنزل کړي او په دی منځ کې هغه څه چی د خیر جبهه ځواکونو له لوری د بین الملل حقوقو نظام به چارچوکاټ کې قرار ولری.
ترامپ او جان بولتون صریح مخالفت د هر ډول بین المللی مستقل محکمې لپاره افغانستان کې امریکا جنګی جنایاتو څیړلو لپاره هم همدا کار کې ریشه لری.
القاعده، بیله دی چی آیا د سپتامبر ۱۱ پیښی اصلی اصلی عامل وو یا که نه او یا اصولا القاعده په نامه شبکه شتون لری که نه، لږ تر لږه دی ډلې تئوریک او تصوری حضور امریکا ته دا امکان ورکړی چی بیله کوم توجیه او سببه نورو هیوادونو کې خپل مستقیم نظامی دخالتونه ولری او خلګو ته دا باور ورکړی چی که داسی هیوادونه همدا ډلو شتون او هغوی کوربه وی نو هره نیټه د سپتامبر ۱۱ پیښی رامنځته کیدو بیا امکان شته!
ددی ادعا روشانه کولو مثال د اسامه بن لادن تصاویرو څخه امریکا ټاکنو کې کاندیدانو پراخ ګته اخیستنه وو چی خلګ وبیروی.
پوهیږو چی نه یواځی امریکا؛ بله هیڅ هیواد په نړۍ کې د بین الملل حقوق او ملل متحد منشور په اساس حق نه لری چی د دموکراسی او یو دیکتاتوری رژیم له منځه وړلو لپاره یو هیواد باندی برید وکړی؛ بلکه دا حق د هیواد خلګو پوری اړه لری؛ خو سپتامبر ۱۱ وروسته امریکا ته دا زمینه برابر شوه چی به دی بهانه چی صدام یو بالقوه خطر د نړۍ او امریکا امنیت لپاره دی- حتی که جمعی وژنو اسلحه هم په لاس کې نه درلود- د ۲۰۰۳ کال په بهار :ې پر عراق باندی برید وکړی او عراق د هغه هیواد خلګو باندی جهنم باندی بدل کړی.
خو سربیره دومره پیښو وروسته، د امریکا نظر وړ تروریزم په کوم موقعیت کې قرار لری؟
روسیه او ایران سنتی قدرت بیرته ژوندی کیدل، عراق او آرامتیا سخت لاره، حزب الله غالب په سیاسی معادلاتو کې، حماس همداسی مقتدر، اسراییل مستاصل او زیان لیدونکې، افغانستان غرق په بحران او ناامنی او جنګ ک، پاکستان بنیادګراوو په محاصره کې او... دا ټوله پیښی د امریکا په ګټه وو که نه؟!
دا ځواب ترلاسه کول، هغه هیوادونو عمل کرد او تګلاری پوری اړه لری چی ورڅخه نوم واخیستل شو او همدارنګه امریکا موقعیت د هغوی په وړاندی.
 
https://avapress.com/vdcaawn6m49n0y1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته