کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خبرنګارانو امنیت، هغه وعده چی نه عملی کیږی

21 سنبله 1397 ساعت 12:37



 
تادامیچی یاماماتو؛ افغانستان چارو کې د سازمان ملل سرمنشی خاص نماینده او ددی سازمان دفتر ییس په کابل کې د سرور دانش؛ ریاست جمهوری دوهم معاون سره په لیدنه کې دا پیښو ته په اشاره سره افغانستان حکومت څخه غوښتی ترڅو د خبرنګارانو مصونیت او امنیت تامین لپاره هڅه وشی.
سرور دانش؛ د اشرف غنی دوهم معاون هم په مقابل کې ویلی چی د حکومت او رسنیو مشترک کمیته کې، د خبرنګارانو مصونیت او امنیت تامین لپاره طرزالعمل جوړ شوی او هڅه کیږی چی د خبرنګارانو او رسنیو امنیت لپاره ښه تدابیر ونیول شی.
تیره چهارشنبه ورځې برید کې چی په کابل کې رامنځته شوه او ډیر غیری نظامی ملکی وګړی او طلوع خصوصی شبکې دوه خبرنګار پکې وژل شوی او څلور نور خبرنګاران د ۱ او خورشید شبکو څخه تپیان شوی دی.
ترټولو مرګباره برید په افغانستان کې خبرنګاری او رسنیو باندی د جدی په ۷ تاریخ تیر کال تبیان ټولنیز او کلتوری فعالیتونو مرکز او آوا خبرګزاری باندی ترسره شوه چی نږدی ۵۰ تنه شهید او ۹۰ تنه ټپی پرځای پریښوده.
په دی حال کې، رسنیو کار او رسنیو حوزی ناظرانو په باور، دا آمار، یواځی  دیو کوچنی دور تصویر ښوونکې دی.
د خبرنګارانو په وړاندی تاوتریخوالی میزان یا اندازه په افغانستان کې د ښځو په وړاندی تاوتریخوالی څخه لږ نه دی؛ خو دا کار ته ډیر لږ ارزشت او ملاتړ ورکول کیږی.
په افغانستان کې د خبرنګارانو بل غم انګیزه وضعیت دادی چی په یو تعبیر سره، هیڅوک په دی منځ کې سپین کوتره نه ده.
ټول سیاسی او نظامی لوری، لږ ترلږه د خبرنګارانو په وړاندی تاوتریخوالی کې سهم او برخه لری.
یواځی د خبرنګارانو امنیت نه بلکه د یو خبرنګار د حق نه ورکول، د هغه او کارفرما یا صاحب کار ترمنځ هیڅ حقوقی الزام آور قرارداد نه شتون، بیله دلیل انفصال د دندی څخه هغه تنبیه چی هغه او هغه باورونو باندی اعمالیږی، هغه محدودیتونه چی هغه ته کاری برخه کې پیښیږی او ... دا ټوله د خبرنګارانو په وړاندی تاوتریخوالی بلل کیږی.
خبرنګاران په افغانستان کې نه شغلی امنیت لری او نه هم جانی مصونیت.
د اساسی قانون ۳۴ ماده وایی: آزادی بیان د تعرض څخه مصون دی.
هر افغان حق لری خپل فکر د خبرو، لیکنو، تصویر او یا نورو وسایلو په واسطه د قانون مندرج احکام رعایتولو سره اظهار کړی.
همدا دوه ورځې مخکې رسنیو او خبرنګارانو یو ملاتړ نهاد اعلان کړ چی متوسط ډول سره هر کال، ۱۳ تنه خبرنګاران د ملی وحدت حکومت په څلور کلنه دوره کې وژل شوی دی.
نړیوال ریپورتونو په اساس، افغانستان د خبرنګارانو لپاره یو د خطرناکو هیوادونو څخه دی او دا یعنی هیواد کې بیان آزادی او رسنیزه فعالیتونه، تراوسه هم پیاوړی دشمنان لری چی نه غواړی څوک د حق او آزادی لپاره مبارزه وکړی. د بیان آزادی دشمنان د آزادی دشمنان دی.
خبرنګاران هغه سرتیری دی چی د آزادی په سنګر کې، د لاسته راوړلو لپاره یی جنګیږی؛ خو په داسی سنګر کې جنګیدل او هغه هم افغانستان په شان هیواد کې چی کلونه کلونه نور د هغوی آزادی سلب خپل حق بللی، مخالف ږغ دشمنی بللی، نقد برید بللی او مخالف فکر د افغانستان خلګو دشمنانو خبره بللی ډیر سخت کار دی.
 


د مطلب کود: 170584

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/170584/خبرنګارانو-امنیت-هغه-وعده-چی-نه-عملی-کیږی

آوا
  https://www.avapress.com