کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نمایندګان د امنیتی تړون سد څخه تیریږی؟

22 سنبله 1397 ساعت 12:15



 
د مجلس نمایندګان اعلان کړي چی د هیواد امنیتی وضیت خرابتیا له امله افغانستان امنیتی تړون د امریکا سره تر بیاارزونې لاندی نیسی.
همایون همایون؛ د نمایندګانو مجلس لومړۍ نایب وویل چی دا امنیتی تړون افغانستان ته هیڅ ګټه نه دی رسولي.
هغه د نمایندګانو څخه وغوښته چی په دی اړه دی تصمیم ونیول شی.
د ښاغلی همایون په وینا امنیتی تړون اوسنۍ صورت کې چی هره ورځ ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ تنه پوری افغانان وژل کیږی، د افغانستان په ګټه نه ده.
عبدالله بارکزی؛ د ارزګان خلګو وکیل هم وویل چی امریکا ددی تړون مفاد باندی عمل نه دی کړی او باید دا تړون تر څیړنې لاندی ونیول شی.
د افغانستان اساسی قانون ۹۰ ماده پنځم فقره په اساس د بین المللی میثاقونو او معهداتو تصدیق یا فسخ د نمایندګانو مجلس د صلاحیتونو څخه دی.
امنیتی مسایلو کارپوهان وایی چی که امنیتی برخه کې مشکلاتو او بحرانونو اصلی غوټه، خارجی ځواکونو حضور او خارجی قدرتونو سلطه د افغانستان پر برخلیک باندی دی.
هغه قدرتونه چی د تروریزم سره مبارزی په نامه په هیواد کې حضور پیدا کړی د امنیتی تړون په واسه خپل نظامی پایګاوی په افغانستان کې ځای پرځای او افغانستان سره د تروریزم او تروریستانو مهار لپاره مرسته وکړی، د ۲۰۱۴ کال وروسته خپل نظامی پایګاوو ته تللی او ملا افغانستان خپل حال ته پریښی دی.
دا چی افغانستان د یو لوری د امریکا او ناتو او نورو خارجی قدرتونو سره، استراتژیک او امنیتی پیمان لری او له بل لوری، په یواځیتوب سره د جنګ او وژنو او وینی تویونو په اور کې وسوځی، د هیڅ منطق په اساس توجیه پذیره نه ده.
په همدی دلیل، هیڅ دلیل شتون نه لری چی ناتو او امریکا د افغانستان په استراتژیک او مهمو سیمو کې نظامی پایګاوی ولری؛ خو جنګ کې ګډون ونه کړی او خپل تواناییو او امکاناتو څخه د تروریستانو ټکولو کې ګټه ونه اخلی.
افغانستان خلګ نور نه شی کولای ددی تړون دروند بار نو پر سر یوسی چی یواځی د امریکا ګټې ترسره کوی او هیڅ ګټه د افغانستان خلګو لپاره نه لری.
د همدی لپاره، افغانستان پارلمان باید دوو دلیلونو لپاره ددی تړون برخلیک ټاکلو په اړه تصمیم ونیسی؛ یو داچی دا نهاد خپله دا تړون تصویب او اجرایی کولو کې مرسته او دخالت ولری.
له بل لوری، دا نهاد د اساسی قانون له لحاظه، ددی صلاحیت درلودون:ې دی چی د افغانستان امنیتی تړون په اړه د نړۍ سره، موضع ګیری وکړی او د نظر تجدید او فسخی په اړه تصمیم ونیسی.
په دی حساب، په دا حساس شرایطو کې ددی هیله شته چی نمایندګانو مجلس یو ځل بیا د همیشه لپاره خپل تاریخی مسؤولیت باندی عمل وکړی او اجازه ورنه کړی چی افغانستان، نور ددی امنیتی تړون په اور کې وسوځی چی هیڅ ګټه د افغانستان امنیت او ثبات سره نه دی درلودلي او بیله تباهی او خرابی او جنګ او تاوتریخوالی او وژنې، هیڅ نور ګته نه دی درلودلی.
دا یو حساس او برخلیک جوړونکې نیټه د افغانستان راتلونکې لپاره دی چی هیله کیږی نمایندګان نور دی د امریکا قدرت مرعوب او شپی میلمستیا او دالرونو مسحور نه شی او افغانستان خلګو راتلونکې باندی نور خپل پښه کینږدی.
 


د مطلب کود: 170665

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/170665/نمایندګان-د-امنیتی-تړون-سد-څخه-تیریږی

آوا
  https://www.avapress.com