دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۳۱
د مطلب کود : 170775
عدالت په وړاندی ترامپ کودتا؛ اروپا د امریکا په وړاندی

 
فدریکا موګرینی؛ اروپا اتحادیه خارجی سیاست مسؤوله ویلي چی دا اتحادیه خپل ملاتړ د بین المللی کیفری دیوان (ICC) څخه ادامه ورکوی.
جان بولتون؛ د ترامپ ملی امنیت مشاور مخکې بین المللی کیفری دیوان نامشروع بللی او خبرداری ورکړی وو چی که که په افغانستان کې امریکایی ځواکونو جنګی جنایتونو تورونه وڅیړل شی، دا محکمه به تحریم کړی.
اروپا اتحادیه خارجی سیاست مسؤوله په غبرګون کې د بین المللی کیفری دیوان څخه ملاتړ باندی باندی ټینګار وکړ.
موګرینی د بولتون اخیرو اظهاراتو ته په کنایه سره وویل: د بین المللی کیفری دیوان شتون تر پوښتنې لاندی وړل شوی دی، خو نه د اروپا اتحادیه له لوری.
هغی ددی وروسته چی په ناسته :ې د حضار سره مخامخ شو، ادامه ورکړه:موږ بین المللی کیفری دیوان څخه په پوره توګه ملاتړ کوو.
هغی زیاته کړه: محکمه، د سازش او آشتی اصلی مبنا ده او مسؤولیت قبلونه د سولې رامنځته راکولو لپاره ضروری دی.
که څه هم نور لوی قدرتونه لکه روسیه او چین، د بین المللی کیفری دیوان غړیتوب نه لری؛ خو تراوسه داسی نه دی کړي چی ددی دیوان قضات او غړۍ تر خبرداری او یا پوښتنی لاندی راولی.
د کارپوهانو په باور، د ترامپ او بولتون صخت موضع ګیری ددی محکمی به وړاندی، د عدالت په وړاندی یو ډول کودتا دی؛ هغه عدارت چی امریکا حاضر نه دی تر بار لاندی یی ولاړ شی.
امریکا ددی څخه بیره لری چی د هغه هیواد نظامیان د افغانستان په ۱۷ کلنۍ جنګ کې جنګی جنایتونو باندی تورن شی او په دی توګه، ددی جنګ بشری ضد برخې ټولو ته شکاره شی.
امریکا د افغانستان سره امنیتی تړون په چارچوب کې خپل جنایتکار نظامیانو هر ډول محکمی کول ممنوع کړی دی، حاضر نه دی چی یو بی طرف مرجع،د جنګی جنایاتو څخه پرده پورته کړی چی واشنګتن د همغه شروع څخه، په پټولو کې یی هڅه کړی دی.
له بل لوری، واشنګتن اجازه نه ورکوی چی صهیونیستی رژیم شکاره جنایتونه هم ددی محکمی له لوری تر څیړنې او محکمی لاندی ونیول شی.
په دی توګه، امریکا هڅه کوی ترڅو ځان د بشریت په وړاندی هر ډول جنایت څخه ځآن پاک وګڼی او جنایتکار او صهیونیستی رژیم لپاره هم د همدی لاری مصونیت حاصل کړی؛ خو دا هغه څه نه ده چی عدالت غوښتونکې دی.
په دی توګه، ترامپ او هغه ټیم هڅه کوی ترڅو د هغه وسیلو په ګته اخیستنه چی امریکا یی ترلاس لاندی لری، خپل نامشروع سیطره او قدرت هیلوادونو اوو ملتونو او بین المللی سازمانانو باندی تحمیل کړی، بین المللی کیفری دیوان متهورانه حرکت مهار او ودروی.
تحریم، مالی مرستو قطع کیدل، امریکا ته د سفر ممنویت او حتی د قضات او قاضیانو محکمه او ددی محکمی مرګ د هغه څیزونو څخه دی چی سپین ماڼۍ باندی مسلط افراطی چارواکې تراوسه ددی محکمی بیرولو لپاره ورڅخه ګټه اخیستی دی.
په دی حال کې، د اروپا اتحادیه موض ګیری په دی برخه کې شکاره کوی چی اروپا په دی برخه کې هم نه غواړی دامریکا تر بار لاندی ولاړ شی او هغه ارزښتونه چی غرب کلونه کیږی شعار یی ورکوی او ځان ورته متعهده بولی د ترامپ وقیحانه کودتا په ترڅ کې امریکا ته پریږدی.
د اروپا او امریکا تقابل شکاره کوی چی غربی دموکراسی لیبرال یو اړخیزه اردو د ترامپ په راتللو سره، یو جدی مشکل سره مخ شوی او په آسانۍ سره نه حل کیږی.
اروپا په محافظه کاری او مصلحت غوښتنې او احتیاط سره هیله مند دی چی ترامپ دوران خلاص شی او غربی دموکراسی لیبرال اردوګاه یو ځل بیا وتوانیږی چی مشکل حل کړی؛ خو هغه ضربی چی ترامپ ورباندی واردوی، داسی په نظر نه رسیږی چی په آسانی سره حل شی.
 
https://avapress.com/vdccmxqsp2bqmm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته