کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ټاکنو لپاره سخت راتلونکې؛ تقلب یا ځنډیدنه؟

29 سنبله 1397 ساعت 9:44



 
د بیومتریک سیستم له لاریه د رای ورکوونکو نوم لیکنه، ټاکنیز نظام بدلون او د ټاکنو پروسی څخه د ګوندونو نظارت زمینه رامنځته کونه د ګوندونو مهمو غوښتنو څخه دی چی د هغوی په وینا د اتو میاشتونو راهیسی د دولت سره شریک کړی دی.
اوس حکومت او ټاکنیز کمیسیون وایی د ګوندونو نظارت لپاره زمینه برابره ده؛ خو د ټاکنیز نظام بدلون او رای ورکوونکو دوهم ځل نوم لیکنې امکان نشته. هغوی ټینګار کړی چی ټاکنې باید په ټاکل شویی وخت کې د میزان په ۲۸ ترسره شی.
خو احمدضیا مسعود د افغانستان لوی ملی ائتلاف په نمایندګی سره وویل چی ټاکنې دی وځنډول شی؛ خو اصلاحات دی رامنځته شی او ټاکنې باید شفاف وی.
ټاکنو کمیسیون هم ویلی دی چی د ټاکنو دفترونو د دروازو تړل کیدنه په ټاکنو ځنډیدو لامل ګرځی.
ښاغلی مسعود وایی د غیری شفاف ټاکنو ترسره کونه د دموکراسی ماته خوړلو سبب او ناامنیو ډیریدو لامل ګرځی او تروریستی ډلو ته مشروعیت ورکوی او امکان لری چی ډیر خلګ د هغوی سره یوځای شی یا مستقلانه د تقلبی حکومت په وړاندی ودریږی.
سیاسی مسایلو کارپوهان وایی چی ښاغلی مسعود خبرداری، محکم، صریح، قاطعانه او بی پرده وو. هغه رسمآ خبرداری ورکړ چی که دولت د سیاسی ګوندونو وړاندیزونو ته توجه ونه کړی، دا ائتلاف به هم همغه کار وکړی چی د داخله وزارت د تحصن کوونکو خیمو ټولولو لپاره، ترسره کړل او هغه زور باندی اقدام دی.
له همدی لپاره دی چی زور باندی توسل نه شی کولای د پاک، شفاف، قانونمند او ایده آل ټاکنو ترسره کولو لپاره شرایط ښه کړی او شاید نور هم شرایط ټاکنو لپاره خراب کړی؛ خو دا یواځنۍ اندیښنه په دی برخه کې نه دی؛ اصلی اندیښنه داده چی خراب امنیت او ثبات باید له منځه ولاړ شی.
په دی توګه، ترهغه ځایه چی پارلمانی ټاکنو ته یومیاشت پاته دی، دا پروسه د دوو ډیرو سختو لارو سره مخ دی: یا تقلب سره مخته لاړ شی او یا هم وځنډول شی.
که دولت اراده کوی چی د سیاسی ګوندونو غوښتنې او ملی لوی ائتلاف ګوند غوښتنې محقق کړی، ځنډولو نه بغیر به لاره نه لری او دا ځنډونه به په داسی شکل وی چی په دوو یا دری میاشتو کې، وکولای شی ترسره شی؛ بلکه حتی که ګوندونو نظر وړ شرایط، دومره لنډ وخت کې، ترسره هم شی، هیواد ځینو سیمو کې به بل پایید اخرو کې هوا به سمه نه وی. بناپردی، عملآ ټاکنې د راتلونکې کال پسرلی پوری موکول کیږی چی همزمان قرار دی ریاست جمهوری ټاکنې ترسره شی.
شاید د دولت فشار او اصرار یو د دلایلو څخه د پارلمانی ټاکنو ترسره کولو لپاره همدا وی چی داسی ونه شی چی سیاسی ګوندونه د پارلمانی ټاکنو او ولسوالیو شوراګانو او ریاست جمهوری ټاکنو همزمان ترسره کیدو غوښتونکې نه شی؛ هغه څه چی عملآ یی مدیریت د دولت او ټاکنو کمیسیون ظرفیت څخه وتلی دی او مضاعف مشکلات د ځان سره لری.
دولت په داسی حال کې چی په میاشتونو میاشتونو فرصت درلود ترڅو د ګوندونو مشروع او معقول غوښتنو ته رسیدګی وکړی او د یو حقیقی ټاکنو ترسره کولو لپاره زمینه برابره کړی، داسی ونه کړل او اوس چی ګوندونو فشارونه ډیر شوی دی، بیله دی چی د تقلب او فریب په اندیښنه وی، په ټاکنو کې ځنډولای څخه انیښنه ښیی.
په دی حال کې، شاید یو د حل لارو څخه داوی چی پارلمانی ټاکنې او ریاست جمهوری ټاکنې په یو وخت کی ترسره شی او ولایتی او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې ددی ټاکنو وروسته برنامه ریزی شی.
په دی صورت کې، هم کافی فرصت د ګوندونو غوښتنو تحقق لپاره برابریږی او هم له بل لوری، دوهم مهم او کلیدی ټاکنې، په یو مناسب تاریخ کې ترسره کیږی.
 


د مطلب کود: 171114

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/171114/ټاکنو-لپاره-سخت-راتلونکې-تقلب-یا-ځنډیدنه

آوا
  https://www.avapress.com