دخپریدو نیټه :جمعه ۳۰ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۶
د مطلب کود : 171171
عاشورا د یو کلتور په شان

 
د عاشورایی کلتور اصلی مقصد د ظلم او ستم او استبداد او بی عدالتی او بهره کشی او استثمار او ستم باندی ولاړ حکومت جوړیدو او فساد او انحراف او حاکمانو خوش ګذرانی او دین څخه تښتیدو په وړاندی مبارزه دی. عاشورایی کلتور موږ ته رازده کوی چی څنګه په هر ځای کې چی یو ظلم وینو باید حسین ته اقتدا وکړو او د وخت یزید په وړاندی ودریږو.
عاشورایی کلتور موږ ته وایی چی هر وخت چی یو مظلوم می ولیدل، د اوښکو تویولو پرځای، د هغه پر مظلومیت باندی، د هغه حق ترلاسه کولو او عدل لپاره د ظلم له امله حکمرانی حاکم دستګاه لوری ته شورش وکړو او هغه حق غوښتونکې شو.
عاشورایی کلتور همدارنګه موږ ته رازده کوی چی د ستمګر دشمن او د ستملیدلی یار واوسو. په عاشورا کې یو لوری ته حسین دی او زامن او یاران یی چی دا فریاد او غږ پورته کوی او شمشیر باندی وینې بریا اعلان کوی او ټولو وختونو او نسلونو ته دا ښیی چی که یو زورواک ستم کوی او شمشیر په مرسته حاکمیت ترلاسه کوی باید په وړاندی یی وینی جاری شی ترڅو هغه ستمګر رسوایی په تاریخ کې وپیچی او ستمګران د ژوند همیشه لپاره رسوا او بدنام وی؛ په عاشورا کې بل لوری ته زینب دی؛ ام الصائب، د تاریخ ټولو مظلومانو پرستار.
زینت دی چی موږ د مظلومانو او ستملیدلو نصرت او یاری ته راغواړی او وایی چی هغه څوک چی شمشیر په وړاندی وینی بریالیتوب کې ګډون کړي حسینی دی او هغه چی پاتیږی او مظلومانو زړه څخه خبری کوی، د اړمندو خلګو لاس نیسی زینبی دی او دا دوه د یو بل وروسته دی.
د څو کالو راهیسی افغانستان بیلابیل ښارونه د یو عاشورایی هر اړخیزه کلتور پایه ګذاری شاهد دی چی اصلی ایدئولوګ او پایه ګذار یی زینب دی. هرڅوک چی دا انسانی کلتور سره مرسته کړی خپل سهم سره زینبی کار کړي او زینب کبری(س) ته اقتدا کړي.
دا کلتور، د وینی ورکونه ده. عاشورا په ورځو کې متدین خلګ په افغانستان کې ډله ډله وینی ورکولو مرکزونو ته ځی چی د صحت عامه وزارت له لوری درول کیږی او په دی توګه، هم عاشورایی خودګذری او ایثار او مینه نهادینه کوی او هم عاشورا او عاشورایی کلتور انحراف مخه نیسی او عاشورایی پیغام په ښه توګه وړاندی کوی.
دا خپله یو ډول عاشورایی کتلور دی او هغوی د شمشیر په وړاندی وینی بریالیتوب توجیه او تلطیف کوی.
د عامه روغتیا وزارت هم غالب مذهبی او کلتر جو ته توجه نه کولو سره، ددی وزارت وینی بانک د امام حسین(ع) وینی بانک سره ملاتړ کړی او ددی ښایسته حرکت څخه تقدیر کړی دی.
بناپردی، دا به ښه خبره وی چی د عاشورا څخه د یو کلتور په شان، د ایثار او ځان څخه تیریدنې او مظلومانو سره یاری کلتور په شان ګټه واخلو او له دی طریقه، خپل مینه او ارادت حسین او حسینیانو ته شکاره کړو ترڅو سبا حساب په ورځ، سرلوړي واوسو او ډیرو کسانو په منځ کې چی حسینی مینې طریقت یی خپل کړی دی، محشور شو.
 
https://avapress.com/vdcd5f0ffyt05f6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته