دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۳
د مطلب کود : 171270
اهواز برید؛ آیا ایران د تروریزم په وړاندی مغلوب شوی؟

په اهواز کې د ایران مسلح ځواکونو رژه مراسممو باندی تروریستی برید، نږدی ۲۵ تنو کوچنیانو او غیری نظامیان ژوند واخیست او څو تنه نور ټپیان کړل.
یو عربی تروریستی ډله د ( مقاومت ملی الحواز ) په نامه ددی برید ابتدایی مسؤولیت په غاړه واخیست او وروسته داعش تکفیری ډله د یو بیانیه په خپرولو سره، مطرح ادعا کړي دی. داعش په خپل مضحک ادعا کی اعلان کړ چی ولسمشر روحانی هم ددی نظامی رژه په جریان کی حضور درلود؛ دا په داسی حال کې وو چی ښاغلی روحانی په مشابه مراسمو کې په تهران کې وو.
ایرانی چارواکې وایی چی ددی برید عامل تروریستی ډله، د سیمی دوو هیوادونو له لوری ملاتړ او زده کړی ورکول کیږی.
په دی حال کې، پوښتنه دلته ده چی آیا دا برید شکاره کوی چی ایران نظامی او دفاعی ځواک د تروریزم او هغه رژیمونو په وړاندی چی ددی ډلو څخه ګټه اخلی، مغلوب شوی دی؟
آیا عراق او سوریه په شان هیوادونو کې تکفیری تروریزم سره د ایرانیانو جنګ او هغوی شکاره بریالیتوبونه او سربیره پرهغه په یمن کې انصارالله انقلابیونو خیره کوونکې مقاومت، د ایران مقاومت قدرت د تروریزم په وړاندی مرزونو دننه او هغه هیواد محدوده کې ورځ په ورځ زیان وینی؟
لومړی ځل داعش تروریستی دله وو چی ایران اسلامی جمهوری کبیر بنیانګذار مرقد او مجلس باندی برید سره هڅه وکړه چی د ایران سره نښتو لمن خپل ایران دننه ولیږدوی؛ همغه څه چی محمد بن سلمان؛ سعودی ولیعهد هم وعده یی ورکړی وو.
دهغه وروسته څو پیچلو او زنځیریځو عملیاتونو کې، د داعش ایادی او اقمار څخه ځینی شبکه متلاشی او له منځه یوړه او خپل ملی امنیت ثبات او پایداری ثبات او دفاع ضریب په سیمه کې لوړه کړه.
په دی توګه، د اهواز په برید کې، یو ځل بیا تروریستان وتوانیدل چی د یو عملیات په ترسره کولو سره، ایران مسلح ځواکونو او خلګو ته تلفات واړوی.
آیا دا شکاره کوی چی تروریزم ماته خوړلی دی او ایران خارج څخه، ایران دننه قدرت احیا کولو په حال کې دی؟
دا همغه پوښتنه ده چی تروریزم اصلی ملاتړ کوونکې د عربی متخاصم هیوادونو څخه د ایران سره په سیمه کې هیله مند دی.
هغوی هیله مند دی چی ایران دننه د نښتو لمن لیږد سره، اسلامی جمهوریت ونه شی کولای سیمه ایز امنیت پوری اړوند مهم معادلاتو کې د یو قدرت په حیث، بالخصوص د تکفیری تروریزم اصلی هسته په له منځه وړلو :ې ظهور او بروز وکړی.
په دی کی کوم شک نشته چی ایران ختیځ مرزونه او جنوبی سیمی د عرب متخاصم رژیم او پاکستان سره هم مرزه کیدو له امله، امنیتی لحاظه، زیان لیدونکې دی. ډیر نظامی تروریستی او جدایی طلبه شبه ډلی په دی سیمو کې فعال دی او هڅه کوی پراخو عملیاتو په ترسره کولو سره، ایران ملی امنیت ثابت او پایدار فضا ناآرام کړی؛ خو آیا دا په دی معنی دی چی ایران د تروریزم په وړاندی د یو تدافعی حالت درلودونکې دی چی د هغه هیواد تضعیف کیدو باندی به ختم شی؟
ددی پوښتنې ځواب منفی دی او هغه لپاره، دوه مهم دلیلونه شتون لری: یو داچی تروریزم د ایران په وړاندی، برخلاف ددی څخه چی سوریه او عراق او افغانستان کې یی شاهدان یو، د کلتوری او ټولنیز زمینو او عملیاتی پایګاوو څخه برخمن نه دی؛ بلکه هغوی اقدامات یو څو دزدانه او ویښلی بریدونو پوری محدود کیږی. دا هغه څه دی چی نن غربی پیاوړو هیوادونو لکه فرانسه، بلژیک، انګلیس، امریکا او... کې چی لوړ اطلاعاتی او استخباراتی اشراف لری هم رامنځته کیږی. بناپردی، تروریستان هیڅ وخت دا توان به پیدا نه کړی چی د ایران ملی امنیت په وړاندی دایمی او پایدار ګواش په حیث بدل شی.
دوهم دلیل دادی چی دا ډول ګواښونه ایران لپاره، تازګی نه لری.
اسلامی جمهوریت، خپل پیدايښت راهیسی هر وخت د سیمی  رژیمونو ملاتړ لاندی تروریستی دلو او جدایی طلبه ډلو سره درګیر پاته شوی او ددی نښتو سربیره، هغوی هیڅ وخت نه دی توانیدلی د ویښل شویو بریدونو څخه لوړ چی هر څو کاله یو وخت امکان لری چی رامنځته شی، کوم اقدام ترسره کړی او د ایران دفاعی، عملیاتی او اطلاعاتی قدرت په وړاندی ورځ په ورځ پراخ او بریالیتوب ترلاسه کړی.
 
https://avapress.com/vdcd5f0fzyt05x6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته