دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۰۷
د مطلب کود : 171872
د امریکا او طالبانو خبری اتری؛ ولی د ترامپ موضع بدلون وکړ؟

 
زلمی خلیلزاد ویلی دی چی د ترامپ دولت لږ خپل موضع او تګلاری ته بدلون ورکړی ترڅو افغانستان کې طالبانو سره سازش پروسه پرمختیا لاسته راوړی.
د امریکا وزارت خاص مشاور د افغانستان په چارو کې اعلان کړ چی واشنګتن اوس مخته شرطونو څخه بغیر خبرو اترو ته آماده دی.
هغه زیاته کړه: دا د تروریزم مساله په حل کې امریکا مهم او قطعی او حیاتی منفعت دی. ټوله زموږ موضع څخه خبر دی او موږ دداسی حل لاری ته رسیدل غواړو چی ۱۷ کالو جنګ او لګښتونو ارزښت ولری.
هغه زیاته کړه: پاکستان په حاضر حال کې وایی چی نوی فصل ته وتلوغوښتونکې دی او غواړی امریکا ته دا مقصد ته رسیدو لپاره مرسته وکړی او باید ووینو چی څه رامنځته کیږی.
په همدی حال کې آلیس ولز، د امریکا خارجه چارو وزیر وویل: تر هغه ځایه چی پاکستان د طالبانو سره مذاکراتو کې هیڅ پرمختګ نه دی کړی، دا مسآله د ترامپ د نارضایتی لامل ګرځیدلی دی.
هغه مخکې ویلی وو چی امریکا د پاکستان سره مثبت اړیکو غوښتونکې دی.
د امریکا خارجه چارو وزارت دا خبرو ته په کتو سره، کارپوهان وایی چی نږدی دوه مهم بدلونونه د امریکا دولت په تګلاره کې د افغانستان سولې پروژه کې منځته راغلی دی: یو داچی ترامپ په نهایت کې، حاضر شوی دی چی د طالبانو سره خپل ټول مخکې شرطونه پریږدی او امریکایی دیپلماتانو ته اجازه ورکړی چی د امریکا ماته خوړلی جنګ بندون ماتې لپاره په افغانستان کې، د ټولو شتو وسیلو څخه د طالبانو سره خبرو اترو لپاره ګټه واخلی.
دوهم مهم بدلون دادی چی ترامپ او امریکا د پاکستان په وړاندی تبلیغاتی او لومړنیو رجزخوانیو برخلاف، عملا ونه توانیدل اسلام آباد مجاب او مجبور کړی چی افغانستان چارو کې دخالت او تروریزم ملاتړ څخه لاس واخلی.
د یاده نه باسو چی همدا زلمی خلیلزاد چی اوس د امریکا خارجه چارو زوارت کې هڅه کوی د پاکستان سره اړیکو نوی فصل شروع کړی، مخکې ویلی وو چی امریکا باید پاکستان په انزوا کې قرار ورکړی او د هغه څخه د دوهم شمالی کوریا په حیث یاد کړی وو؛ خو اوس چی هغه په یو سمت کې قرار نیولی دی چی مجبور دی مستقیمآ د پاکستان سره تعامل ولری، ددی حقیقت سره مخ شوی دی چی امریکا نه دی توانیدلی یا هم نه دی غوښتی چی پاکستان مهار کړی او یا د هغه لوری هم لاسته راوړی دی چی پاکستان مرستې نه بغیر، د افغانستان ۱۷ کالو جنګ څخه تیریدو لپاره حل لاری پیدا کول امکان نه لری.
په دی توګه، تحلیلکوونکی وایی چی ددی دوو بدلونونو یو اصلی پیامد، دادی چی د افغانستان په اړه د هغه استراتژي هم د هغه برخلیک سره مخ شوی چی مخکې له دی د سپین ماڼی نورو مشرانو استراتژی ورسره مخ شوی وو.
که څه هم سپین ماڼۍ او امریکایی دیپلماتان او د هغوی په تبع افغانستان دولت، تراوسه هم نه غواړی په رسمی توګه اذعان وکړی چی ترامپ تګلاره، ماته خوړلی دی او ددواړو هیوادونو ځینی چارواکې حتی دا مضحک ادعا باندی پافشاری کوی چی ترامپ تګلاره، بریالی پاته شوی او ډیر لاسته راوړنی درلودلی دی؛ خو همدا چی امریکا حاضر کیږی مستقیمآ او طالبانو سره مخکې شرط نه بغیر، د سولې خبرو اترو ته وارد شی او له بل لوری، امریکا په دی هڅو کې دی چی اسلام آباد سره اړیکو نوی فصل شروع کړی؛ هغه اړیکی چی باید مثبت او سازنده وی، دا شکاره کوی چی ترامپ استراتژی، نور خپل موضوعیت له لاسه ورکړی دی او نه دی توانیدلی خپل مقاصدو ورسیږی.
ترامپ او هغه اوسنۍ دولت په هڅه کې دی چی د افغانستان ۱۷ کالو جنګ بندون مات کړی، حتی که دا کار، د ترامپ تبلیغاتی او بحث برانګیزه استراتژی ماتې لامل شی او امریکا مجبور شی په ذلت او حقارت سره، د پاکستان او طالبانو په وړاندی ماته ومنی.
 
https://avapress.com/vdcbz8b85rhbzwp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته