دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۳
د مطلب کود : 171975
د جنګ خصوصی کونه څه ده او کوم پایلی لری؟

 
د نمایندګانو مجلس د افغانستان جنګ سپارلو احتمال و بلک واتر شرکت ته ډیر خواښینی کوونکې وبلل.
عبدالرؤوف ابراهیمی؛ د مجلس مشر وویل: څنګه یو خصوصی سکتور کولای شی د افغانستان امنیت تامین کړی؛ په داسی حال کې چی موږ د امریکا او ناتو سره امنیتی پیمان درلودلو سربیره تراوسه هم نه یو توانیدلي چی په ټول برخو کې امنیت تامین کړو؟
ښاغلی ابراهیمی زیاته کړه چی حکومت او امنیتی نهادونه د خلګو مال او ځان امنیت ساتلو مسؤول دی نه یو خصوی امریکایی شرکت.
غلام فاروق مجروح؛ د مجلس غړۍ هم وویل: د بلک واتر شرکت څنګه کولای شی یو جنګ رهبری کړی چی امریکا او ناتو په ټول نظامی توان سره ونه توانیدل چی دا جنګ پای ته ورسوی؟ دا تصمیم د افغانستان خلګو وژنې او تباهی نه بغیر بل څه نه ده.
اخیرو کې بلک واتر شرکت مشر ادعا کړی چی امریکا دولت د افغانستان جنګ مخته وړلو مسؤولیت دا شرکت ته سپارلی دی.
مخکې ولسمشریز او سنا مجلس هم ددی ادعا په وړاندی موضع نیولی او رد کړی دی.
په دی حال کې، مهم پوښتنه دلته ده چی جنګ خصوصی کونه څه ده او کوم راتلونکې به ولری؟
 
د امریکا ځواک د نړۍ بیلابیلو هیوادونو کې ډیرو جنګونو کې د خصوصی امنیتی شرکتونو څخه د نظامی او امنیتی پروژو مخته وړلو لپاره ګټه اخیستی دی او په حقیقت کې، دا کوچنی او غیری رسمی خصوصی ځواک باندی د جنګ اصلی بار پریښودنه، د امریکا لپاره مستقیم رسمی لګښتونه کم کړی دی.
هغه څه چی د افغانستان جنګ په اړه ورڅخه خبری کیږی، د بلک واتر خصوصی شرکت ته د جنګ پریښودلو وړاندیز دی؛ هغه شرکت چی د عراق نظامی اشغال په چارچوکاټ کې د امریکا له لوری د هغه نوم د خلګو پر ژبی باندی پاته شو او د بشر حقوق، غیری نظامیانو مستقیم وژنو، د بندیانو شکنجه او عادی خلګو زورولو باندی تورن دی او شهرت لری.
ویل کیږی چی ددی خصوصی شرکت په زرهاوو غړۍ حرفه ای تبهکاران، خطرناک جنایتکاران او نه اصلاح کیدونکې مجرمان تشکیلوی چی نه هغوی وینه توییدنه و امریکا او بلک واتر شرکت لپاره کوم ارزښټ لری او نه هم هغوی د خلګو او غیری نظامیانو امنیت او ژوند او ځان کوم ارزښت ورکوی.
ولی د افغانستان جنګ پریښودنه و داسی شرکت ته د قبول وړ نه دی؟
اندیښمند، تاسف آوره، د قبول نه وړ هغه صفتونه وو چی په دا ورځو کې د د افغاسنتان دولت بیلابیلو ارګانونو له لوری په دی اړه استعمال شوی دی.
اصلی اندیښنه داده چی دولت او امریکا ځواک د ترامپ؛ امریکا ولسمشر او ایریک پرنس؛ د بلک واتر امنیتی شرکت مشر خپلمنځی اړیکو په سیوری کړې، د افغانستان جنګ مسَولیت دا شرکت ته پریږدی او له بل لوری، ځینی امتیازات لکه امریکایی ځواکونو قضایی مصونیت چی د کابل او واشنګتن امنیتی پیمان تصریح شوی دی هم ددی خصوصی شرکت جنایتکارانو ته ورکول کیږی.
په هغه صورت کې، افغانستان عملآ د اکشن او هالیوود وحشت ژانر باندی به بدل شی؛ بیله دی چی بلک واتر حرفه قاتلین، د خپل جنایتونو تبعاتو په اړه لږ اندیښنه هم ولری.
ډیر تاسف آوره دی؛ ځکه افغانستان نور نه شی کوالی چی د بلک واتر څخه وغواړی چی ددی هیواد باورونو او سنتونو او قوانینو ته احترام وکړی او سیاسی استقلال او ملی حاکمیت په رسمیت وپیژنی؛ ځکه بلک واتر د افغانستان دولت قرارداد لوری نه دی.
د قبول وړ نه دی؛ شاید په دی دلیل چی امریکا سره امنیتی تړون امضا له امله لګښت نور د تحمل وړ نه دی؛ بیله دی چی د افغانستان خلګ او دولت، د تصمیم نیونې لږ حق څخه په دی برخه کې برخمن وی. دا تصمیم، یو اشغال شوی هیواد سره توپیر نه لری چی امریکا ورسره داسی چلند ولری.
 
 
 
https://avapress.com/vdcfeydytw6de1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته