کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خصوصی کونه، حل لاره نه ده؛ د جنګ برخلیک و افغانستان خلګو ته پریښودل شی

12 میزان 1397 ساعت 11:20



 
یو څه وخت کیږی چی د افغانستان جنګ خصوصی کولو بحث د امریکا له لوری په داخلی او بین المللی محافلو کې مطرح کیږی او په دی اخیرو کې نمایندګانو مجلس او افغانستان مشران هم دا موضوع باندی خبری کړی او ځان څخه غبرګون ښودلی دی او امریکایی خصوصی شرکت ته د جنګ پریښودلو سره مخالفت ښودلی دی.
په دی اده ځینی نکاتو ته اشاره کوو:
۱ – د افغانستان په جنګ کې د خارجی ځواکونو حضور نه یواځی د جنګ کمولو باندی کوم نقش نه دی درلودلی دی بلکه د جنګ ډیریدلو لامل ګرځیدلی دی، بالخصوص چی ددی جنګ یو لوری ته امریکایان قرار درلودلی دی.
افغانستان ته د امریکا ننوتلو شروع څخه ډیر ځلی می اعلان وکړ چی هغوی د خلګو ټولنیز رفاع او اقتصادی پرمختیا او رشد او امنیت تایمن لپاره افغانستان ته نه دی راغلی، بلکه د خپل ملی ګټو تامین لپاره د هیواد ثروت او سیاسی جغرافیا څخه ګټه اخیستنې لپاره دلته راغلی دی.
۲ – امریکایی، امریکایی دی، د هدایت کوونکی سازمان نوم بدلون د ملی ګټو بدلون لامل نه ګرځی. څه امریکا دفاع وزارت پوری تړلی نظامی ځواکونه وی او یا د خصوصی شرکتونو په چوکات کې ځواکونه وی، دواړه یو سیاست مخته وړی او د مقصد مخته وړلو لپاره هیڅ جنایت څخه مخ نه اړوی. مګر په افغانستان کې امریکایی اوسنۍ ځواکونو څخه مو کومه ګته لیدلی چی د امریکایی خصوصی شرکتونو څخه ولرو، هغوی هم جنایت او تخریب ترسره کړی او خصوصی شرکتونه یی هم کوی او حتی اوسنۍ امریکایی ځواکونو خیر او برکت د افغانستان خلګو څخه لیری کوی؟.!
۳ – د نمایندګانو مجلس او مشرانو غږ او ځینی شخصیتونو غږونه او هغوی اعتراض د افغانستان جنګ خصوصی کولو به وړاندی په لومړیو کې دا خبره رسوی چی ګویا اعتراض کوونکې د امریکایانو کارکرد څخه په افغانستان ناراضی دی او ډیر ژیر به د واشنګتن او کابل امنیتی او استراتژیک تړون لغوی قضیه لاس کې اخلی خو هغه وخت چی یو څه فکر وشی نو دا نتیجه ته رسیږو چی اعتراض کوونکې د جنګ خصوصی کونې ته ګویا د امریکا په وړاندی کوم خاص څه نه ترسره کوی، بلکه هغوی ځواکونو حضور څخه راضی او تراوسه هم هرڅه جنایت او وژنې او تخریب چی د خارجی ځواکونو له لوری رسیدلی دی، د هغوی رضایت لامل ګرځيدلی دی او جنګ مدیریت د امریکا په لاس غواړی.
دا په داسی حال کې دی چی د افغانستان خلګ د خپل نمایندګانو څخه په دواړو مجالسو کې هیله لری چی که تیرو کې د امریکایی ځواکونو حضور تایید په برخه کې کوم غفلت ترسره شوی دی، حد اقل اوس په هوش راشی او امریکا او افغانستان ترمنځ امنیتی تړون لغوی، امریکایی ځواکونو خروج لپاره زمینه سازی ترسره کړی او افغانستان سولې او ثبات رامنځته کیدو شرایط آماده کړی.
که څه هم امریکایان هرځای چی پښه ایښی دی هغه هیواد کې ناامنی او بی ثباتی رامنځته شوی دی او که داسی ادامه ولری نوی د افغانستان خاوری او خلګو څخه به کوم څه نه شی پاته. بناپردی د امریکایی ځواکونو وتل د افغانستان څخه او هغوی دخالت نه کونه د افغانستان په چارو کې به د افغانستان جنګ ډیر ژیر پای ته ورسوی. حتی که داخل ډلې، جنګ ادامه پیدا کولو باندی ټینګار ولری، دولتی نظامی نهادونه، جهاد کلونو حقیقی مجاهدین او هیواد خلګو ځواکونه، په سرعت سره د جنګ ریشه ختموی او افغانستان اعتلا لاره په بیلابیلو برخو کې آماده کوی.
په هر حال، د زیان مخه په هر ځای کې چی ونیول شی نو د هیواد په ګټه به وی او مملکت زړه سواند، ددی موضوع پرسر چی د افغانستان جنګ د پنتاګون سرتیرو په لاس کې وی یا خصوصی شرکت په لاس کې، دعوا او جنجال رامنځته نه کړی بلکه په یوه غږ د هغوی وتلو او افغانستان خلګو او حاکمیت ته د جنګ سپارلو غوښتونکې شی نړیوال ټولنه خپل اقتصادی او سیاسی برخه کې د افغانستان خلګو او حکومت څخه ملاتړ وکړی په دی صورت کې پای ته رسیدلی جنګ، هیواد آرامتیا مخ وینی او ځان اقتدار او حاکمیت څښتن کیږی او په دی توګه سیمه او نړۍ د آرامتیا مخ وینی.
بیله هغه، که هرڅوک په هرځآی کې په افغانستان کې د خارجی ځواکونو شتون سره رضایت ولری، د هر قطره وینی لپاره شریک دی چی د امریکایانو له لوری په افغانستان کې تویول کیږی او تخریب او وژنو کې به د امریکایانو سره ملګری او هم قضیه وی او په قاطع توګه نه یواځی به د هغوی لپاره اوریزه دوزخ په انتظار وی، بلکه د مسلمه امت او بیدار وجدانونو په وړاندی ځواب ویونکې دی.
لیکونکې: سیدعیسی حسینی مزاری


د مطلب کود: 172048

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/172048/خصوصی-کونه-حل-لاره-نه-ده-د-جنګ-برخلیک-افغانستان-خلګو-ته-پریښودل-شی

آوا
  https://www.avapress.com