دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۲
د مطلب کود : 172158
ترامپ د تحریم له امله انزوا لوری ته

 
امریکا هند ته د اس-۴۰۰ موشکونو رانیولو لپاره د روسیه څخه، خبرداری ورکړ.
یو امریکایی چارواکې ویلی دی چی که دا هوایی ضد موشکونه د روسیه څخه رانیول شی، واشنګتن پر نوی دهلی باندی اقتصادی تحریمونه وضع کوی.
هند هیله مندی ښودلی دی چی واشنګتن ددی معامله لپاره، نوی دهلی د اقتصادی تحریم وضعت څخه معافیت ورکړی.
هند چی د چین او پاکستان نفوذ سره مقابلی لپاره هڅه لری دا هوا دفع کوونکې سیستم ته لاسرسی پیدا کړی، هیله مندی ښودلی دی چی واشنګتن ددی معامله لپاره، د اقتصادی تحریمونو وعضیت څخه معافیت ورکړی.
روسی اس ۴۰۰ سیستم جنګی پرمختللو طیارو له منځه وړلو باندی قادر دی او حتی هغه جتان چی د رادار څخه تیښتی باندی قادر دی، هم هدف نیول کیږی.
د مسما قانون په اساس چی د ( د امریکا دشمانو سره مقابله د تحریم وضع کولو له طریقه) چی ترامپ هغه د ۲۰۱۷ کال په اګست کې توشیح کړ، روسیه د امریکا ۲۰۱۶ کال ټاکنو کی دخالت لپاره، کریمیه جزیره اشغال، سوریه داخلی جنګ کې دخالت د واشنګتن تحریم سره مخ شو.
ددی قانون په اساس، هر هیواد چی د روسیه استخباراتی او دفاعی برخو سره معامله وکړی، هم د امریکا تحریمونو سره مخامخ کیږی.
د هند تحریم خبرداری په داسی شرایطو کې د ترامپ دولت له لوری مطرح کیږی چی هند د امریکا راهبردی متحدانو څخه په سیمه کې دی. امریکا په حقیقت کې، د هند او پاکستان شته اختلفاتو څخه ګټه اخلی ترڅو خپل تسلیحات و هند ته وپلوری او دا هیواد هر وخت ځانته محتاج وساتی. دا د امریکا رهبرانو سنتی سیاست .
امریکا هیڅ وخت نه غواړی چی ګاونډیو ترمنځ شته سنتی خصومتونه منطقی حل لاره پیدا کړی. په هغه ځایونو کې چی اختلافات شتون ونه لری، امریکا هلته اختلافات رامنځته کوی او وروسته د اختلافاتو په ډیرولو سره، دا اختلافات په خصومت باندی بدلوی ترڅو خپل سیطره د اختلافاتو یو لوری باندی وساتی او هم خپل اسلحو او جنګی الوتکو او موشکونو پلورلو او رانیولو بازار ته رونق وروبخشی او له دی لاری،ډیری ګټی لاسته راوړی.
امریکا د هیوادونو ترمنځ دشمنی او خصومت رامنځته کولو له لاری تغذیه کوی، د هیوادونو اشغال او جنګ او هغوی ملی شته منیو او ځمکی لاندی سرچینو تاراج ته مخه وی او او قدرت نیسی او په دی توګه، خپل قدرت نورو ملتونو او ملکیتونو باندی استحکام او مستحکمه ساتی.
په دی حال کې، ترامپ ددی قافیه بایللو په حال کې دی. ترامپ د تحریم او تعرفه له امله، په ډیر لیونې توګه، امریکا انزوا لوری ته وړی.
هند او چین په اړه چی ارضی او مرزی اختلافونه لری، ترامپ کولای شوای چی د روسیه سره په رقابت کې، ډیر اسلحی و هند ته وپلوری؛ خو ددی څخه په قهر چی ولی هند د چینایانو په شان د روسیه اس-۴۰۰ پرمختللی سیستم رانیسی، د همغه تګلاری څخه چی ګټه اخلی د امریکا انزوا نه به بل پایله ونه لری.
د امریکا ولسمشر په داسی حال کې چی هروخت بین المللی او ملی محافلو کې د تمسخر لاندی قرار نیسی، همداسی خپل غلط ملی ګرایی سیاست چی لومړۍ امریکا شعار باندی ولاړ دی، هڅه کوی او شکاره کوی چی هغه نړیوال کیدو سره مخالف دی!
دا یعنی امریکا حتی خپل استراتژیک شریکانو او متحدانو لکه هند لپاره هم نه شی کولای د اعتماد وړ هم پیمان وی.
هند که څه هم خپل هوشیاری له امله، هر وخت خپل خارجی سیاست کې اعتدال غوره کړی دی. هند تراوسه هم د روسی تسلیحانو یو لوی رانیوونکې دی او دا هغه څه دی چی د ترامپ اخیر خبرداری سره نور هم رونق او رنګ پیدا کړی.
حقیقت دادی چی ترامپ د تحریم او خبرداری وسیلی سره نه شی کولای چین او هند په شان لوی قدرتونه د روسی تسلیحاتو رانیولو څخه پشیمان کړی؛ بناپردی، ددی تګلاری یواځنی نتیجه، د امریکا انزوا او ترامپ تحقیر په بین الملی ټولنو او د امریکا اعتبار سقوط د هغه متحدانو لپاره به وی.
دا وضعیت، د همغه آنګلا مرکل؛ د آلمان صدر اعظم خبری یادونه کوی چی ویلی وه چی امریکا نور خپل شریکانو لپاره اعتماد وړ نه دی او اروپا باید یو بل فکر وکړی.
 
https://avapress.com/vdcji8evouqeavz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته