دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۴۵
د مطلب کود : 172366
د میزان ۲۸؛ د دموکراسی بیاراژوندی کولو آخری فرصت
اروپا اتحادیه اعلان کړ چی افغانستان ټاکنو پروسه په جدی توګه تر نظر لاندی لری او هڅه کوی دا ټاکنې د تیرو ټاکنو څخه بیل وی.

 
پیر میودان؛ د اروپا اتحادیه سفیر په کابل کې وویل چی ددی کار ترسره کولو لپاره، اروپا اتحادیه کاری ټیمونه په افغانستان کې حضور لری او د ټاکنو شفافیت لپاره کار کوی.
هغه زیاته کړه چی د شفاف ټاکنو رامنځته کولو لپاره د سیاسی ګوندونو، رسنیو او مدنی سازمانونو سره خبری شوی دی او دا اتحادیه آماده دی چی ټاکنو ورځ او ټاکنو وروسته مرسته وکړی.
ښاغلی میودان دا ټاکنې د افغانستان او بین المللی شرکاوو لپاره مهم وبلل او وویل: موږ نه غواړو چی د اکتبر ۲۰ نیټی وروسته افغانستان یوځل بیا بحران لوری ته ولاړ شی او داسی باید رامنځته نه شی.
هغه ریاست جمهوری ټاکنو ته په اشاری سره چی قرار دی راتلونکې کال بهار کې ترسره شی، وویل چی د پارلمانی او ریاست جمهوری ټاکنو شفاف او آزاد رامنځته کیدو غوښتونکې دی چی د هغه په وینا، د ټولو افغانانو لپاره د قبول وړ وی.
ناظران هم وایی چی د میزان ۲۸ نیتی ټاکنې، مخکې له دی چی د افغانستان دولت او خلګو لپآره دموکراسی تمرین وی، د دموکراسی ملاتړ کوونکو او مبلغانو لپاره سخت آزموینه ده چی ټول اعتبار یی د ۹۳ کال ریاست جمهوری ټاکنو کې له منځه لاړ.
اوس دا غرب دی چی د دموکراسی بیرته راژوندی کولو لپاره ملاتړ، تقلا او تکاپو وکړی او دا هغه څه نه دی چی مصنوعی تنفس او تصنعی عملیات سره د بیرته ژوندی کولو وړ وی.
 په بیل بیان سره، ډیر به ساده خبره وی چی که څوک تصور وکړی چی بیومتریک ماشینونو په راتلو سره به پارلمانی ټاکنې شفافیت پیدا کړی او غربی دموکراسی مخدوش اعتبار اعاده کړی.
ټاکنې امنیت او شفافیت او مشارکت ته اړتیا لری ترڅو مشروعیت یی بیرته رامنځته شوی او نور څوک ټاکنو اصل او پروسی باندی شک ونه کړی.
له دی لید څخه، د میزان ۲۸ نیټه په افغانستان کې د دموکراسی بیرته راژوندوی کولو لپاره آخری فرصت دی. دا هغه څه دی چی دولت او خارجی ملاتړ کوونکې یی د امریکا او اروپا اتحادیه په مشری د ګوندونو او سیاسی سازمانونو څخه جدی په نظر کې ونیسی.
ددی تحلیل په اساس، د ټاکنو شفافیت او سلامت تامین، یواځی د افغانستان خلګو او سیاسی جریانونو غوښتنه نه ده؛ بلکه د هغوی څخه مخکې دولت او خارجی ملاتړ کوونکې یی، دی ته اړتیا لری ترڅو وکولای شی د ټاکنو اعتبار بیرته راوګرځوی او غربی وارداتی دموکراسی چی د همغه شروع څخه، نیمه ناقص شوی وو بیرته راژوندی کړی.
د میزان ۲۸ نیټه، د مشارکت میزان په حیث، امکان لری د خلګو سړه ځواب سره مخ شی او دا مخکنیو تریخو تجربو له امله د انتظار وړ دی؛ خو غرب او افغانستان دولت باید د یو آزاد او شفاف ټاکنو په ترسره کولو سره جبران کړی؛ بیله هغه، که بیا هم تقلب او تزویر د خلګو د رایو سره ترسره شی او ټاکنې خپل اصلی لاری څخه واوړی، د دموکراسی فاتحه باید د همیشه لپاره وویل شی او دا هغه څه نه دی چی په افغانستان کې د غرب سیطره او حضور راتلونکې لپاره ګته ور وی.
 
https://avapress.com/vdcaiun6i49n0e1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته