دخپریدو نیټه :جمعه ۲۰ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۸
د مطلب کود : 172404
خلیلزاد سیمه ایز تور، د سولې بندون ماتوی؟

 
زلمی خلیلزاد؛ د امریکا خارجه وزارت استول شوی کس د افغانستان سولې لپاره په اسلام اباد کې پاکستانې چارواکو سره لیدنې وروسته، سعودی عربستان ته تللی دی.
امریکا سفارت په پاکستان کې اعلان کړ چی ښاغلی خلیلزاد پاکستانی چارواکو سره وویل چی افغانستان سوله د سیمې ثبات لپاره ارزشت لری.
خلیلزاد چی په تازګی سره دامریکا خاص نماینده په شان د افغانستان سولې لپاره منصوب شوی دی، څو هیوادونو لپاره خپل سفر شروع کړی دی.
هغه هڅه کوی چی په دی سفرونو کې د افغانستان سولې خبرو اترو کې پیاوړۍ کوی او سیمه ایز هیوادونو نفوذ څخه د طالبانو هڅولو لپاره و سولې ته ګته واخلی.
اسلام آباد ته تللو مخکې، خلیلزاد د اشرف غنی ولسمشر او سیاسی مشرانو او جهادی مشرانو سره په کابل کې لیدنه وکړه.
خلیلزاد سعودی چارواکو سره لیدنې وروسته قرار دی عربی متحده اماراتو او قطر ته هم سفر وکړی او هیله ده چی د طالبانو ډلې نمایندګانو سره په دوحه، قطر پلازمینه، چی سیاسی نمایندګی لری هم ملاقات وکړی.
کارپوهان وایی چی بیله شکه پاکستان، سعودی عربستان او عربی تحده امارات چی د طالبانو رژیم سلطه او قدرت په وخت کې، هغه ډله د افغانستان مشروع نماینده په حیث په بین المللی برخه کې په رسمیت پیژندلی وو په ټول توان او امکانا سره ملاتړ کوله، کولای شی د مذاکری لپاره اساسی او محوری نقش ترسره کړی.
ددی مهم پوهیدل ډیر ساده دی؛ یواځنۍ رژیمونه چی کولای شی جنګ ته پای ټکې کیږدی او سولې ته رسیدو لاره آسانه کړی چی د جنګ او ترور او ناامنی او بی ثباتی او وژنو او افراط ګرایی څخه ملاتړ کړی او همدارنګه خپل دا تګلاری ته ادامه ورکوی.
بناپردی، پاکستان، سعودی عربستان او عربی متحده امارا په شان هیوادونه چی په افغانستان کې تروریزم پراختیا او تولید کې نقش درلودلی وو او تراوسه هم کولای شی ددی معضل پای ته رسولو لپاره د سولې او سیاست له لاری نه مرسته وکړی.
په دی توګه، افغانستان جنګ او سولې په اړه، ټوله همدی سادګی باندی نه دی. خبره دلته ده چی ټوله دری رژیم په یو ډول سره د امریکا قیومیت او سلطه لاندی دی. دا امریکا وو چی د افغانستان اشغال په وخت کې د پخوانۍ شوروی له لوری، د همدی عربی رژیمونو او همدارنګه پاکستان دول، څو ملیتی بین المللی تروریستان بسیج کړی او جهاد په بهانی سره افغانستان ته ولیږدوه.
اعرابو انسانی ځواک او نفتی دالرونه او اردوګاه او مذهبی مدرسی او درباری مفتیان او استخبارای تدابیر او پاکسان اوږده مرزونه او قبایلی آزاد سیمې د مرز دواړو لورو ه، امریکا سره مرسته وکړ ترڅو دا پروژه په اسانې سره عملی شی او امریکا وکولای شی د جهاد په نامه، ټول افراطی ډلې افغانستان ته ولیږدوی او دا هیواد تروریزم او افراط ګرایی بالقوه اردوګاه باندی بدل کړی.
بناپردی، هغه څه چی په افغانستان کې جریان لری، امریکایی یو پخوانۍ پروژی حاصل دی چی د واشنګتن سیمه ایز مزدورانو په مرسته اجرایی شو او ځینی رژیمونه، په حاضر حال کې هم خپل تګلاری ته ادامه ورکوی او تروریزم او افراط ګرایی څخه په سیمه کې په پیاوړی توګه ملاړ کوی.
په دی حساب سره، د خلیلزاد سیمه ایز تور، په پوره توګه حساب شوی صورت نیسی؛ خو د افغانستان سولې بندون ماتیدنه، امریکا سیاست بنیادی بدلون باندی اړه لری؛ هغه څه چی تصور یی نه کیږی چی خلیلزاد ددی بدلون حامل وی.
په همدی دلیل، ترهغه چی امریکا په اساسی توګه خپل وسیله ایز نظر و تروریزم او افراط ګرایی په وړاندی بدلون ورکړنه کړی او له بل لوری د تروریزم ملاړ کوونکو په وړاندی خپل تګلاری ته بدلون ورنه کړی، په افغانستان کې سوله او ثبات زمینه نه شی برابریدلای.
 
https://avapress.com/vdcdzx0foyt05o6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته