دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۹
د مطلب کود : 172494
آیا خلیلزاد به طالبان سولې ته راضی کړی؟

 
طالبان تایید کړی چی ددی ډلې سیاسی دفتر مذاکراتی ټیم په قطر کې، په افغانستان کې د سولې او جنګ مشکلاتو حل په لړ کې د زلمی خلیلزاد؛ امریکا خاص نماینده سره د سولې په چارو کې لیدنه او خبری کړی دی.
 
طالبان اعلان کړی چی ددی ډلې سیاسی دفتر مذاکراتی ټیم د امریکا نماینده سره په لیدنه کې د اشغال پای ته رسولو او افغانستان مشکل مسالمت آمیز حل لپاره خبری کړی دی.
د طالبانو په بیانیه کې راغلی دی چی شیرمحمد عباس استانکزی؛ د سیاسی دفتر رئیس، عبدالسلام حنفی؛ سیاسی دفتر معاون، شهاب الدین دلاور، دین محمد حنیف، محمد زاهد احمدزی او محمد سهیل شاهین؛ د سیاسی دفتر غړۍ د زلمی خلیلزاد سره لیدنه کړی دی.
طالبانو نمایندګان خارجی ځواکونو حضور په افغانستان کې د مشکلاتو حل په لړ کې یو جدی خنډ وبلل او وویل: افغانستان یو اسلامی هیواد دی او اسلامی ثقافت او ارزښتونه لری، نو باید افغان شمول او حقیقی حل لپاره یی هڅه وشی.
دواړه لورو همدارنګه د سولې ناستو ترسره کولو لپاره سره موافقت کړی دی.
د ښاغلی خلیلزاد لیدنه د طالبانو سیاسی نمایندګانو سره په قطر کې، تر ډیره حده پوری غیری منتظره وو؛ ځکه مخکې له دی، طالبانو ځینی پخوانۍ غړۍ، ویلی وو چی دا ډله، د افغانی خلیلزاد سره به مذاکره ونه کړی.
په دی حال کې، دا لیدنه، صورت ونیول او دا شکاره کوی چی د طالبانو او امریکایی چارواکو رتمنځ مذاکره، شروع شوی او دا لیدنه یو عادی امر باندی بدل شوی دی.
دا په داسی شرایطو کې دی چی ترهمدی څو مخکنیو میاشتو پوری، دولت د ترامپ په مشری په امریکا کې هر ډول مستقیم مذاکری د امریکا او طالبانو ترمنځ مردود بللی او استدلال یی کاوه چی د سولې خبرو اترو اصلی لوری، افغانستان دولت دی او امریکا هم د سولې څخه د افغانانو په مشری ملاتړ کوی.
په دی توګه، اوس د کارپوهانو په باور، مشخص کیږی چی امریکا حتی که د مذاکری له مخې طالبانو ته امتیاز ورنه کړی، همدا چی ددی ډلې سره د افغان دولت حضور سره سولې خبر اترو نه کولو ته غاړه ایښی، په حقیقت کې یو ډول شاته تګ دی.
له بل لوری، د خلیلزاد لیدنه د طالبانو نمایندګانو سره هم بیله شکه، د امریکا دولت یو ارشد نماینده او طالبانو ترمنخ خبری بلل کیږی او باید دا هیله ونه ښودل شی چی د طالبانو سیاسی دفتر په دی اقدام سره د کابل دولت ته شنه څراغ شکاره کړی دی چی د کابل نمایندګانو سره رسمی خبری هم ددی ډلې له نظره بلامانع دی.
په دی توګه، د طالبانو او امریکا دولت نمایندګانو ترمنځ مذاکرو عادی کونه یو مهم امر نه دی. ترڅو چی په افغانستان کې جنګ جریان ولری او ترڅو چی جنګ او تاوتریخوالی او وینه تویونې او ترور او وژنو او... اصلی عامل د خارجی ځواکونو همزمانه حضور وی، دا ډول پیښی کوم ارزښت نه لری او یو ډول سیاسی او تبلیغاتی لوبه بلل کیږی.
بناپردی، دا پوښتنه، خپل پرځای پاتیږی چی آیا خلیلزاد کولای شی د طالبانو سره سولې طلسم مات کړی او هغه ډله مذاکری ته وهڅوی که نه؟
دا پوښتنه بالخصوص په دی ځای کې ارزښت لری چی طالبان د کابل دولت سره رسمی مستقیم مذاکرات ردوی او وایی چی د هغه ډلې خبر اترو اصلی لوری، امریکا دولت دی؛ ځکه امریکا د جنګ قومانده او اشغال اصلی عامل دی؛ نه کابل دولت چی د هغه ډلې په نظر، لاس کښیناستل شوی او بی صلاحیت دی.
بناپردی، هغه وخت کولای شو چی نتیجه واخلو چی خلیلزاد دیپلماتکی ماموریت، بریالی شی چی هغه وکولای شی طالبان مذاکری ته راوبلی او امریکا خپل اوسنۍ نقش څخه شاته شی او یواځی افغانی حقیقی سولې تسهیل کوونکې او ناظر وی.
دا پروسه باید شفاف سازی او ابهام زدایی شی او مبهم زاویی او ابعاد یی باید روشانه شی او بل مهم داچی دا ټوله د یو قومی لوبې څخه یو هر اړخیز او هر ډول قومونو پروسی باندی بدل شی او ټول اقوام وکولای شی خپل راتلونکې ترسیم او تصویر کړی.
 
https://avapress.com/vdccoiqs02bqm08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته