دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۴۸
د مطلب کود : 172652
ټاکنې او تقلب باندی معطوف ارادی

 
ټاکنو ناظر یو نهاد اعلان کړی چی ځینی بډایه نامزدان د خلګو د رایو د رانیولو په هڅه کې دی.
د افغانستان آزاد او عادلانه ټاکنو بنیاد(فیفا) وایی چی ځینی نامزدان حتی دا نهاد ته د ناظر استخدام او پیسو وړاندیز کړی دی.
د قانون په اساس، د رای خرڅول او رانیول جرم دی.
یوسف رشید؛ فیفا اجرایی رئیس وایی چی ټاکنو ځینی نامزدان د هغوی څخه غوښتی دی چی هغوی استخدام شوی ناظران د فیفا ناظرانو په حیث رای ورکولو سیمو ته معرفی کړی.
ښاغلی رشید د نامزدانو ددی اقدام مقصد د رای ورکولو په پروسه کی مداخلت وبلل او وویل چی ددی نامزدانو مقصد نفوذ اعمال دی.
فیفا اجرایی رئیس په باور، دا اقدام او هڅه، دموکراسی پروسه تجارتی بحث باندی بدلوی.
هغه زیاته کړه چی تر دوو میاشتو مخکې پوری ځینی داوطلبان ټاکنو باندی نظارت غوښتونکې وو؛ خو اوس د پیسو بحث مطرح دی. دا نهاد وایی چی ځینی نامزدان حتی هر ناظر ته ۲۰۰ ډالرو ورکړو ته حاضر دی.
دا راپور شکاره کوی چی د میزان ۲۸ پارلمانی ټاکنو کې د تقلب څخه مخنیوی، اصولآ د امکان وړ نه دی؛ ځکه دا یواځی دولت او ټاکنیز نهادونه نه دی چی د سیاسی مخالفانو او منتقدانو له لوری، د تقلب لپاره برنامه ریزی باندی تورن کیږی؛ بله حتی هغه کسان چی د خلګو رایو او ټاکنو نتایجو کې د دولت او ټاکنیز نهادونو لاسوهنو څخه اندیښمند دی هم یو ډول سره خپل ګټو لپاره تقلب او فریب ته فکر کوی او ددی مقصد لپاره لارو لټولو په هڅه کې دی.
د مثال په توګه، هغه نامزدان چی میلیونونو دالرو په لګښت سره، په زرهاوو ناظران استخداموی ترڅو هغوی نه یواځی دا چی د ټاکنو پروسی څخه نظارت وکړی؛ بلکه هغوی ته رای ورکړی او په عینی حال کې، نور خلګ هم دا ته وهڅوی.
دا په داسی حال کې دی چی کابل په شان لویو ښارونو کې چی په سلهاوو کسه څو محدود کرسیو لپاره خان پارلمانی ټاکنو لپاره نامزد کړی دی، بیله شکه، د ګډون کوونکو رای، تقسیم او وبه ویښل شی او په دی توګه، هغه نامزدان چی په نهایت کې د ډیرو رایو په ترلاسه کولو سره د نمایندګانو مجلس کرسیو نیولو ته وتوانیږی، لږو رایو سره هم کولای شی چی دا مقصد ته ورسیږی؛ بناپردی، هغه کاندیدان چی څو میلیونو دالرو په لګښت سره په زرهاوو ناظران استخداموی او هغوی ته پیسی ورکوی ترڅو هغوی ته رای ورکړی، په حقیقت کې، پارلمان ته ننوتلو لپآره مخکې تر مخکې ځانته کرسی رانیولی دی او بریالیتوب یی تضمین کړی دی.
په داسی شرایطو کې، نه یواځی کوم تضمین د پارلمانی ټاکنو تقلب څخه وتلو لپاره نشته؛ بلکه هغه پارلمانی اغیزه چی دداسی ټاکنو څخه وتلی وی، نو هیڅوک به خپل راتلونکې ته کوم هیله ونه لری او دا به همداسی ادامه پیدا کړی.
په داسی حال کې چی اجرایی دستګاوی او ټاکنو ترسره کولو مسؤول سازمانونه او هم ګوندونه او منتقد کسان د دولت څخه خارج، د تقلب او تزویر نه بغیر بل اراده ونه لری، خلګو رایو او برخلیک ته به ډیر زیان ورسیوی، خو دا چی که خلګ بصیرت، پوهی، بیداری او دینی او میهنی مسؤولیت قبلونی له مخې، داسی کسان وټاکې چی د هر ډول قدرت طلبی او منفعت اندیشی لپاره، ملی لویو ګټو او ټولنې علیا مصالح ته توجه ولری او تقوا او تدین او تخصص او تصیل او شرایطو تحلیل سره، وضعیت د خلګو په ګټه او خلګو حاکمیت په ګټه بدل کړی.
 
https://avapress.com/vdciwrazrt1ayq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته