دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۹
د مطلب کود : 172696
په حکومت کې د استعفا موجونه

 
حکمت خلیل کرزی؛ د خارجه چارو وزارت سیاسی معین د حکومت سره اختلاف نظر له امله، خپل مقام څخه استعفا ورکړه.
ښاغلی کرزی خپل استعفا نامه کې لیکلی دی چی د هیواد خارجی سیاست چهارچوکاټ کې سولې او ثبات ته رسیدو لپاره هڅه وکړه ترڅو ګاونډی هیوادونو او لویو قدرتونو سره د افغانستان اړیکو توازن وساتی او ځینی میکانیزمونه سولې ته رسیدو لپاره رامنځته کړی؛ خو ملی وحدت حکومت کې اختلاف نظرونو له امله، د هغه کارونو لپاره ساحه محدود او له همدی امله خپل دندی څخه استعفا ورکړه.
د ښاغلی کرزی استعفا نامه په بل برخه کې راغلی دی چی هغه په اوسنۍ شرایطو کې، خپل نقش اغیزمند نه بولی او ترجیح ورکوی ترڅو د خلګو ترڅنګ وی.
همزمان، نه تایید شوی ریپورتونه ښیی چی ښاغلی کرزی غواړی ریاست جمهوری ټاکنو کې ځان نامزد کړی او همدی لپاره خپل دندی څخه استعفا ورکړ.
حکمت خلیل کرزی د ۱۳۹۳ کال د دلو په میاشت کې دا دندی باندی ټاکل شوی وو.
د استعفا مخکې ډیر تحلیلګران، ښاغلی کرزی د غنی ټیم قومی او سیاسی نماینده د هیواد دیپلماسی دستګاه کې بلل؛ بالخصوص په داسی شرایطو کې چی صلاح الدین ربانی؛ د خارجه چارو وزیر، د داکتر عبدالله عبدالله په مشری سیاسی طیف څخه نماینده ګی کوی او اشرف غنی سره جدی او ژوره اختلاف نظرونه لری.
مخکې له دی، ډیر ځلې دا ګزارش ورکړل شوی چی اشرف غنی، په هڅه کې دی ترڅو د خارجه چارو وزیر استعفا ته مجبور کړی؛ خو ارګ ماڼۍ باندی حاکم حلقه او دولت په وړاندی ښاغلی ربانی صریح غبرګون او ځینو کسانو موضع ګیریو له امله، هغه خپل دندی باندی برقراره پاته شو.
په دی سره، اوس په داسی حال کې چی صلاح الدین ربانی همچنان د خارجه چارو وزیر دی، حکمت خلیل کرزی چی اشرف غنی سیاسی ملاتړ او قومی متحد وو، د خپل دندې څخه استعفا ورکړ او خپل استعفا نامه کې د هغه استعفا دلیل د کاری ساحی تنګیدنه او محدودیدنه او حکومت کې ژور اختلاف نظرونه بلل شوی دی.
کارپوهان وایی چی دا پیښه هم همغه څه په شان چی حنیف اتمر ته راپیښه شوه، د اشرف غنی سیاسی ملاتړ او قومی متحدانو طیف کې ریزش په معنی دی او شکاره کوی چی یواځی څو میاشتې پاته دی ریاست جمهوری ټاکنو ته، ښاغلی غنی نږدی متحدانو کناره ګیری او استعفا، د حکومت رونق او رمق آخیرو شیبو د هغه په مشری ښیی.
په دی منځ کې، مهم نه دی چی د حکمت خلیل کرزی کاندیداتوری شایعه ریاست جمهوری راتلونکې ټاکنو کې، صحت لری که نه، هغه څه چی ارزښت لری دادی چی راتلونکې کال ټاکنو کې، حنیف اتمبر او حکمت خلیل کرزی په شان خلګ، د اشرف غنی څخه ملاتړ نه کوی.
دا په داسی حال کې دی چی ښاغلی غنی، ځینی نور مهم سیاسی متحدان او ملاتړ کوونکې لکه جنرال دوستم، احمد ضیا مسعود او ځینی نور شیعه قومی مشران د ځان څخه لیری کړی دی؛ بناپردی، د ښاغلی غنی په مشری ملی وحدت حکومت ختمیدنه او همدارنګه د استعفا موجونو له امله دا تصور نه کیږی چی په راتلونکې ټاکنو کې نور د هغه بریالیتوب لپاره کوم هیله وی.
البته دا نکته هم د یاده نه ایستل کیږی چی د مخکنیو تجربو په اساس، دا د خلګو رایو نتیجه نه ده چی ټاکنو نتیجه معلوم کړی؛ هغه څه چی ۹۳ کال ریاست جمهوری ټاکنو کې په شکاره توګه رامنځته شوه او په هغه کې، ښاغلی غنی د داکتر عبدالله عبدالله څخه ډیرو کمو رایو درلودلو سربیره، سازماندهی شوی او امریکا دخالت سره ولسمشر شو؛ خو مخته ټاکنو کې، ویل کیږی چی امریکا دولت هم قصد نه لری پر اشرف غنی باندی سرمه ګذاری وکړی؛ ځکه چی هغه بیا ولسمشر کېدنی خطرات او لګښتونه ډیر دی.
په دی حساب سره، وړاندوینه کیږی چی ښاغلی غنی راتلونکې ټاکنو کې، د قومی او سیاسی ملاتړ کوونکو ملاتړ څخه بی برخی وی او هم نه شی کولای چی امریکا مثبت نظر خپل ګټې وړ ټاکنو ته لاسته راوړی.
 
 
https://avapress.com/vdcgyx9q3ak9u34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته