دخپریدو نیټه :جمعه ۲۷ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۹
د مطلب کود : 172742
جنرال رازق ترور؛ د دشمنانو برید که حریفانو توطئه؟

 
عطامحمد نور؛ افغانستان اسلامی جمعیت ګوند اجرایی رئیس او بلخ پخوانۍ والی، د جنرال رازق شهادت په غبرګون ویلی دی چی هغه د یو ناځوانمردانه توطئه په ترڅ کې په شهادت رسیدلی دی.
هغه د جنرال رازق څخه د هیواد په جنوب کې قدرت یو استوانه په حیث یادونه کړي چی خلګو منځ کې یی محبوبیت درلود.
د ښاغلی نور په وینا هغه نه یواځی داچی یو تمام عیار نظامی وو بلکه د کندهار امنیت اساسی عامل بلل کیده.
د بلخ پخوانۍ والی وویل چی جنرال رازق، د ملی لوی ائتلاف ارشدو غړو څخه وو چی د هیواد سیاسی تعاملتو کې ارزښتناکه رول درلود.
د ښاغلی نور په وینا، د جنرال رازق شهادت په یو مصون او امنیتی سختو شرایطو لاندی شکاره کوی چی هغه د حریفانو په توطئه کې په شهادت رسیدلی دی.
د کندهار پولیسو پیاوړۍ قوماندان مخکې له دی هم ډیر تر بریدونو لاندی راغلی وو؛ خو هر ځل د بریدونو څخه ژوندی راوتلی وو. دا په دی معنی دی چی تروریستان نه وو توانیدلی چی هغه له منځه یوسی.
له بل لوری، هغه د ډیرو بریدونو په ترسره کیدو سره بیا هم سختګیرانه امنیتی تمهیدات اعمالول ترڅو هغه د له منځه وړلو لپآره تروریستانو لپاره کوم لاره پاته نه شی.
دا هغه څه دی چی حتی حریفان او داخلی او خارجی دشمنان یی هم ناهیله کړی وو.
د ښآغلی نور موضع ګیری هم چی د ښاغلی رازق سیاسی متحدانو څخه بلل کیږی، شکاره کوی چی جنرال رازق قتل، یواځی یو ساده تروریستی پیښه نه ده. د ښآغلی نور په باور، دا قتل، د ښآغلی رازق حریفانو له لوری ناځوانمردانه توطئه بالخصوص حکومتی دننو عواملو له امله وو؛ هغه درانده او تکان ورکوونکی ادعا کې صحیح وی، د افغانستان امنیت او سیاست اصلی ارکان به د زلزله په شان ولرزوی او ناتو ځواکونو او دولت ته به درانده مسؤولیتونه متوجه کړی.
د استخباراتی او امنیتی مسایلو پوهانو په باور، د اندیښنی وړ خبره داده چی په هغه ناسته کې چی ښاغلی رازق برید لاندی راغلی وو، د ناتو ځواکونو ارشد قوماندان او جنوب حوزه امنیتی درجه یک چارواکې او سیاسی او امنیتی لوړ پوری قوماندانان هم حضور درلود. بناپردی، په سختی سره دا منل کیدلای شی چی دا برید، یواځی د طالبانو کار وی او نور داخل او خارج پیاوړۍ عوامل، ددی برید په طراحی کې کوم نقش ونه لری.
جنرال رازق هم د افغانستان جنوب امنیت ثقل مرکز وو او هم جنوب سیمو باندی حاکم څیرو څخه وو چی مرکزی حکومت بحث برانګیزه تصمیمونه او سیاستونه نه قبلول او هغوی په وړاندی مستقلانه موضع نیول؛ بناپردی، د همدی لپاره نه شی کیدلای چی دداسی څېری قتل یو تروریستی برید وبلل شی او ابعاد یی نادیده ونیول شی.
د جنرال رازق فزیکی حذف او عطامحمد نور صریح اظهار نظر ته په توجه سره، اوس توپ د ملی لوی ائتلاف پر ځمکه دی چی څنګه غواړی د یو شاخص او مقتدر څېری ترور څخه خونخواهی وکړی او اصلی عواملو څخه یی بدله واخلی.
 
https://avapress.com/vdci5razrt1ayy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته