دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۲
د مطلب کود : 172772
جنرال رازق مرګ او څو مهم معماوی

 
په کندهار کې د یو امنیتی ناستې وروسته د ډزو له امله چی جنرال رازق شهید کیدو باندی پای ته ورسیدل، امریکایی ځواکونو قوماندان په افغانستان کې په هغه ناسته کې حضور درلود، وایی چی د برید هدف هغه نه وو.
ویل کیږی چی یو مهاجم کس چی د کندهار والی ساتونکې وو، د پنجشنبه په ورځ، ددی وروسته چی والی دفتر کې امنیتی ناسته پای ته ورسیده جنرال رازق؛ کندهار پولیسو قوماندان د دفتر څخه دباندی تر برید لاندی راوسته. ادعا کیږی چی ددی برید پیښیدو په وخت کې جنرال اسکات میلر؛ امریکایی ځواکونو قوماندان خپل هلیکوپتر لوری ته د حرکت په حال کې وو.
هغه خبرنګاران چی د کندهار والی دفتر امنیتی ناستې پوشش لپاره هلته تللی وو، د هغه ورځې تر ۲ بجو پوری څیړنې لاندی وو.
طالبانو په لومړیو کې خپل خبرپاڼه کې لیکلی وو چی جنرال رازق ددی برید هدف وو؛ خو وروسته دا ډله د خبرپاڼه متن ته بدلون ورکړ او ولیکل چی امریکایی ځواکونو قومانده او جنرال رازق دواړه د برید هدف وو.
په دی توګه، هرڅه چی رامنځته شوی دی، د پوهانو په باور، یو مهم معما رامنځته کړی دی.
په لومړیو کې ادعا کیږی چی ډزی د والی دفتر دننه رامنځته شوی دی؛ خو وروسته د تصویرونو په خپریدو سره چی یو نظامی خارجی سرتیری مخامخ جنرال رازق ته ولاړ وو، د مجازی شبکو ډیر کاربران دی ته متوجه کړی دی چی همغه امریکایی نظامی به د ډزو اصلی عامل وی او د ناتو بیانیه برخلاف، برید د افغانانو له لوری پر افغانانو باندی صورت نه دی نیولی.
ځینو ریپورتونو خپریدل چی ګواکی جنرال رازق او میلر ترمنځ لفظی شخړی رامنځته شوی او وروسته د ښاغلی میلر ساتونکې د جنرال رازق لوری ته ډزی کړی دی، هم دا پیښی باندی ګمانونه ډیروی چی ددی ډزو او جنرال رازق شهید کیدنې اصلی عامل امریکایی نظامیان دی.
خو وروسته ددی بیا ادعا کیږی چی برید د والی دفتر دباندی د ناستې ختمیدو وروسته رامنځته شوی دی او امریکایی قوماندان په صحنه کې حضور نه درلود!
دوهم معام دادی چی که دا برید په حقیقت کې طالبانو کار وای، ولی نفوذی عامل امریکایی جنرال تر برید لاندی رانه وسته؟ دا معما په مجازی فضا کې، دوه ډول اخذ تری شوی دی: یو داچی طالبان، خارجی مزدوران دی چی یواځی افغان برجسته جنرالان وژنی او بل داچی دا برید، د طالبانو له لوری نه وو او طالبانو څخه د یو ابزار په حیث د برید اصلی عامل پټولو لپاره کار اخیستل شوی دی.
ددی پوښتنې پراختیا چی که دا برید د خارجیانو له لوری برنامه ریزی شوی نه وو، نو ولی جنرال میلر تر برید لاندی رانغلل او ددی وروسته جنرال میلر امریکایی قوماندان هم غبرګون کړی او ویلی دی چی د برید هدف هغه نه وو چی په دی سره فشارونو څخه ځان وباسی.
طالبان هم ددی معاما سره مخ شوی او د خپل بیانیه متن په بدلولو سره بیلابیل موضع نیولی دی او دا کار ددی برید په اړه معماوی او ابهامات ډیر کړی دی. داچی آیا طالبان او امریکایان د جنرال رازق په حذفولو کې، دواړه یو هدف لټوله؟ دا چی آیا اصلی برید خارجیانو له لوری صورت نیولی دی او طالبانو په نامه ختم شوی دی؟ او...
طالبانو ویاند البته دریم موضع هم مطرح کړی دی او ویلی دی چی افغان مسلح ځواکونه، په مشخص فاصله کې حق نه لری خارجیانو ته نږدی شی او همدی لپاره، د هغه ډلې نفوذی عامل نه دی توانیدلی چی امریکایی جنرال د جنرال رازق ترڅنګ ووژنی! دا موضع، د طالبانو دوه پخوان مواضعو سره به تناقض کې دی. دا پّ داسی حال کې دی چی جنرال رازق او امریکایی جنرال او نور سیمه ایز چارواکې، په یو ناسته کې حضور درلود او همزمان، ناسته پریښی وو؛ نو بالفرض چی دا برید ناستې دباندی صورت نیولی وو، ولی د هغوی ټولو وتلو په وخت کې نه دی ترسره شوی؟!
دریم معما هم د خبرنګارانو په اړه دی. ملی تلویزیون یو تصویر بردار هم په دی ډزو کې وژل شوی دی. د یو تصویر بردار قتل، پوښتنه منځته راوړونکې دی. آیا داسی چی ځینی رسنۍ ادعا کړی دی چی د هغه مرګ په دی انګیزه سره صورت نیولی دی چی خلګو ته مستند جریان ونه رسیږی او برید عامل ونه پیژندل شی؟
د خبرنګارانو څیړنه د هغه ورځې تر ۲ بجو پوری هم پوښتنه منځته راوړونکې دی او ددی امکان چی هغوی ټولو ته خبرداری ورکړل شوی دی ترڅو پیښه افشا نه کړی او یا ضبط شوی تصاویر پاک کړی، د کارپوهانو په باور امکان یی شتون لری.
 
https://avapress.com/vdcbz5b85rhbzzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته