دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۲۷
د مطلب کود : 172914
پارلمانی ټاکنې؛ ملت حضور، دولیت غیبت

 
ټاکنو کمیسیون وایی نږدی دری میلیونه رای د شنبه په ورځ د میزان په ۲۸ نیټه د پارلمانی ټاکنو په لړ کې راټول شوی دی.
د داخله وزارت تایید کړ چی د ټاکنو ترسره کیدو په جریان کې نږدی ۲۸ تنه په ۱۹۲ امنیتی پیښو کې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې وژل شوی او د ۱۰۰ څخه ډیر ټپیان شوی دی.
۶۶ زره امنیتی سرتیری د ټاکنو امنیت ټاکلو لپاره بسیج او آماده شوی وو.
سربیره پردی چی قرار وو په ټول افغانستان کې پارلمانی ټاکنې پروسه سهار شروع شی؛ خو ټاکنو کمیسیون تایید کړه چی رای ورکوونې ځینی مرکزونه ځنډ سره پرانیستل شوی او ځینی یی هم هیڅ نه دی پرانیستل شوی.
ګلاجان عبدالبدیع صیاد؛ د ټاکنو کمیسیون مشر وویل چی یواځی ۸ سلنه رای مرکزونه تړلی پاته شول.
ښاغلی صیاد د د کارمندانو او ناظرانو نه حضور، ټاکنیز موادو نه رسیدنه، د بیومتریک دستګاه څخه ګټه اخیستنه او امنیتی ګواښونه ددی مراکزو تړل کیدو لاملونه وبلل.
ټاکنو کمیسیون وویل چی رای اچونه به په هغو مرکزونو کې چی تړلی پاته شوی، د میزان په ۲۹ یا یکشنبه باندی ترسره کیږی.
سربیره پردی، ناظران وایی چی د میزان ۲۸ پارلمانی ټاکنې د ۳ کالو ځنډ وروسته د مشکلاتو او کمبودیو سره ترسره شو.
د هغوی په باور ناهیله کوونکې ریپورتونه چی ټول هیواد څخه د ټاکنو کمیسیون د غیری دفاع مدیریت څخه مخابره شو چی ځینی ځنډونې د اصلاحاتو رامنځته کولو، شفافیت تامین، شفاف ټاکنو ترسره کولو لپاره تمهیداتو او مقدماتو رامنځته کول او آمادګی نیونې لپاره وو؛ خو په نتیجه کې ټاکنې ترسره شو چی ډیر ناظران د جعل نه ډک ټاکنې بللی او حتی د ۹۳ کال تقلبی ټاکنو سره یی هم نه مقایسه کوی او وایی چی دولت، ټاکنو کمیسیون او خارجی قدرتونه یواځی یو نمایشی ټاکنې ترسره کړل.
د ټول افغانستان څخه د ریپورتونو په اساس، رایو مرکزونه د ساعتونو ساعتونو ځنډ وروسته رای ورکوونکو مخ ته پرانیستل شوی او یا هم په ځینو سیمو کې حتی پرانسیتل شوی هم نه دی. دا پیښه په پلازمینه یعنی کابل کی هم لیدل شوی دی؛ هغه ځای چی ټاکنو کمیسیون مرکزی دفتر حضور په دلیل دا هیله یی شتون نه درلود.
د بیومتریک دستګاوو خرابی هم د نورو مشکلاتو څخه وو؛ هغه څه چی آخری هیلو ته د پارلمانی ټاکنو لپاره چی تقلب او فریب څخه خالی وی، هم منفی ځواب ورکړ او دا ګمان پیاوړی کړ چی په دی دستګاه کې مشکل رامنځته کیدو سره نور هیڅ تضمین د ټاکنو شفافیت لپاره شتون نه لری.
د ټاکنو سایت کارکوونکې د بیومتریک دستګاوو سره آشنایی نه درلود او په دی توګه، رای ورکوونه ډیر بتی مخته ولاړه او په ترڅ کې یی یواځی یو لږه اندازه خلګ وتوانیدل چی خپل رایه وکاروی.
د رای ورکوونکو نومونو نه شتون په نهایی نوملړونو کې چی ددی دوری ټاکنو شایع مشکلاتو څخه وو. دا مشکل ډیر پراخ وو حتی داچی ریپورت ورکړل شوی دی چی د بامیان ولایت رای ورکوونکو نوملړ په هرات کې او کابل رای ورکوونکو نوملړ په زابل کې لیدل شوی دی! دا پیښه دا شکاره کوی چی ټاکنو کمیسیون د حقیقی ټاکنو ترسره کولو لپاره کوم اراده نه درلود او د خلګو حضور یواځی ددی سناریو د اجرا پوشش لپاره ترسره شوی وو.
د یکشنبه په ورځ کې هم ځینی مرکزونه نه دی پرانیستل شوی چی د پوهانو په باور، د ټاکنو شفافیت تر پوښتنې لاندی وړی او د تقلب او فریب امان ډیروی.
دا ټوله په داسی حال کې دی چی غزنی او کندهار مهمو ولایتونو کې تراوسه ټاکنې نه دی ترسره شوی. په غزنی کې د قومی اختلافاتو او امنیتی مسایلو له امله ټاکنې تر نامعلومه نیټه پوری وځنډول شو او کندهار کې هم د جنرال رازق د شهید کیدو وروسته ټاکنې یو اونۍ لپاره وځنډول شوی.
سربیره پردی د میزان ۲۸ ټاکنو غایب دولت وو او خلګ خپله حضور درولد. نه د امکاناتو او تسهیلاتو څخه کوم خبر وو او نه هم د شفافیت او نظارت او امنیت څخه.
آیا داسی پارلمانی چی ددی ټاکنو څخه رامنځته شی کولای شی د خلګو څخه نمایندګی وکړی؟
 
https://avapress.com/vdcjv8evxuqeahz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته