دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۷
د مطلب کود : 173012
ریاست جمهوری ټاکنې؛ لوی خطر په لاره کې دی؟

 
عبدالبدیع صیاد؛ د ټاکنو کمیسیون مشر راتلونکې کال پسرلۍ کې د ریاست جمهوری ټاکنو ترسره کولو لپاره هڅو پېل څخه خبر ورکوی.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر چی د میزان په ۳۰ نیټه په یو ناسته کې په کابل کې خبری کولی، وویل چی د بیومتریک سیستم څخه ګټه اخیستنه په پارلمانی ټاکنو کې تجربه شو او هیله مندی وښوده چی ددی سیستم مشکلات به ریاست جمهوری ټاکنو کې حل شی.
هغه وویل چی پارلمانی ۲۰۱۰ ټاکنو کې په دومره سرعت سره مو نه شوای کولای چی مشکلات د رای ورکوونې مرکزونو څخه ترلاسه کړو؛ خو سږ کال رسنیو او ټولنیز شبکو په برکت سره وتوانیدلو چی مشکلات په لنډه مده کې ترلاسه کړو.
صیاد وویل چی د ریاست جمهوری ټاکنو ترسره کولو لپاره هم آمادګی پیل شوی او هغوی هڅه کوی ترڅو ریاست جمهوری ټاکنې هم خپل ټاکل شوی وخت کې ترسره شی.
ښاغلی صیاد اظهارات په داسی حال کې ترسره کیږی چی داکتر عبدالله؛ اجرایی رئیس د پارلمانی ټاکنو ترسره کیدو شرایطو څخه په نیوکو سره، د ټاکنو کمیسیون څخه وغوښتل چی مشکلاتو ته رسیدګی وکړی او ظاهرآ ښاغلی صیاد او کاری ټیم یی غواړی چی دا مشکلات راتلونکې کال ریاست جمهوری ټاکنو کې له منځه یوسی او جبران کړی؛ هغه څه چی نه یواځی ممکن او مقدور نه دی؛ بلکه ددی بیره شته چی پارلمانی ټاکنو ته په توجه سره، ریاست جمهوری ټاکنې تردی هم لویو خطرونو سره مخ دی.
کارپوهان وایی چی دولت او ټاکنو کمیسیون، دری کاله فرصت درلود چی هیواد ټاکنیز نظام او قوانینو او سیستم او نهادونو کې شته مشکلات او ضعفونه حل کړی او د یو پاک او مشروع او ملی او پراخ ټاکنو ترسره کولو لپاره زمینه برابره کړی. په دی برخه کې، ډیر هڅې هم ترسره شو او ډیر وخت هم په بر کې ونیول؛ خو په نهایت کې، هغه څه چی رامنځته شوه، حتی تیر ریاست جمهوری ټاکنو په اندازه هم مشروعیت درلودونکې او قناعت وړنه وو.
په میلیونونو کسان عمدآ د ټاکنو ګډون څخه محروم شو او په داسی حال کې چی خلګ د رای ورکوونې مرکزونو دروازی شاته صف تړلی وو، ټاکنو کمیسیون، خپل کورونو کې وو. د منتقدانو په باور، ددی مشکلاتو شتون په پارلمانی ټاکنو کې دا شکاره کوی چی دا پیښی یواځی د مدیریت کمزورتیا له امله نه وو؛ بلکه ددی بیره هم شته چی ددی پروسه ترشا منظم او منسجم برنامه شتون ولری ترڅو په اساس یی، خلګ ونه کولای شی ټاکنو کې سهم واخلی.
له بل لوری، ټاکنو کمیسیون مشر په داسی حال کې د ریاست جمهوری ټاکنو ترسره کولو لپاره هڅو څخه خبر ورکوی چی تراوسه ډیر کمی او مشکلات همداسی ناحل شوی پاته دی. دا په داسی شرایطو کې دی چی ریاست جمهوری ټاکنې پارلمانی ټاکنو په نسبت، د لوړ حساسیت او ارزښت درلودونکې دی او په هغه صورت کې چی همدا کمیسیون او همدا کار مهری وی، نه دا چی په دی تنګه مده کې د مشکلاتوحل کیدو ته کوم هیله نشته؛ بلکه دا خطر هم شتون لری چی ریاست جمهوری ټاکنو کې د پارلمانی ټاکنو څخه هم څو برابره په ټاکنو کې لاسوهنه وشی او په دی توګه، دا بحران په څو ابعادو کې پراختیا ومومی.
که دا پیښه رامنځته شی، کارپوهان د همدا اوس څخه خبرداری ورکوی چی ۹۳ کال ټاکنو بحران څو برابره به شی او دا ځل، فکر نه کیږی چی د جان کری جادو هم وکولای شی دا مشکلات حل کړی او په هغه صورت کې به د داخلی جنګ رامنځته کیدنې، نظام سقوط او ناببره پیښو رامنځته کیدو خطر امکان شته.
له بل لوری، ریاست جمهوری ټاکنو ترسره کولو ځنډول او ملی وحدت حکومت تمدید هم هغه څه نه دی چی افغانستان خلګو او سیاسی جریانونو لپاره د قبول وړ وی. بناپردی، دولت او ټاکنیز نهادونه په داسی سختو شرایطو کې قرار نیسی چی یواځنۍ لاره د عبور لپاره، ټاکنیز قوانینو او نظام او سیستم کې اصلاحاتو لپاره حقیقی او صادقانه اراده او ټاکنو کمیسیون غړو برکناره کول او امین او کارآمد څ‌ېرو ټاکل د هغوی پرځای دی.
 
https://avapress.com/vdcjvtev8uqeayz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته