کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د یو عمومی خیانت په اړه خصوصی خبری اتری

5 عقرب 1397 ساعت 11:32



 
یو لنډه ویدئو د انتخاباتو کمیسیون د دوو غړو په ټولنیز شبکو کې خپره شوی ده چی په هغه کې، وسیمه بادغیسی او حفیظ الله هاشمی، بیله دی چی متوجه وی چی آغلی بادغیسی میکروفون فعال دی، د یو بل سره خبرو کولو په حال کې دی.
په دی ویدیو کې لیدل کیږی چی آغلی بادغیسی د ښاغلی هاشمی څخه د ښآغلی غنی خبرو جزئیات پوښتنه کوی او دا چی هغه د ټاکنو کمیسیون څخه کوم نوم نه دی اخیستی، حیرانتیا شکاره کوی.
ښاغلی هاشمی وایی چی ولسمشر یواځی د امنیتی ځواکونو، کاندیدانو او خلګو څخه مننه کړی دی. آغلی بادغیسی بیا هم پوښتنه کوی: د کمیسیون څخه مننه نه دی کړی؟ ښاغلی هاشمی وویل: نه، ولسمشر ناراضه دی.
وروسته ښاغلی هاشمی خپل میکروفون بند کړی دی، مخ و آغلی بادغیسی ته اړولی دی او د ټاکنو په وړه ګزارشونو احتمال په اړوند خبری کوی.
آغلی بادغیسی وایی: ها، په خطر کې لویدلی یو، ددی کار ټولول او حلول ډير مشکل دی... باید ټوله د یو بل سره متحد او قاطع و اوسو، که نه موږ به وخوری.
ددی ویدیو خپریدل د کارپوهانو په باور یو ځل بیا شکاره کوی چی پارلمانی اخیر ټاکنې د فضیحتونو او رسواییو سره یوځای وو چی عوامل یی، آمران او مجریان یی، د کیفری جزا مستوجب دی.
ددی خبرو اترو متحوا شکاره کوی چی ټاکنو کمیسیون غړۍ، پوهی او تعمد سره، د خلګو په حق او امانت کې خیانت کړی او اجازه نه دی ورکړی چی ټاکنې، خلاصه او شفافه فضا کې ترسره شی.
دا په داسی حال کې دی چی د منتقدانو په نظر، ناامنی یو جدی ګواښ د ټاکنو په لاره کې نه وو او د شته ګواښونو سربیره په میلیونونو خلګ د رایو صندوقونو ته ځان رسولی او ټاکنو کې ګډون کړی دی.
په داسی شرایطو کې، دا حد اقل هیله د ټاکنو کمیسیون څخه وو چی د خلګو رایو ټولولو زمینه برابره کړی او ددی ملی لوی امانت څخه مسؤولانه او صادقانه صیانت وکړی؛ خو په ډیر خواشینی سره، نه یواځي دا پيښه نه شوه رامنځته؛ بلکه ددی کمیسیون غړۍ، عمدآ د ټاکنو شفافیت په لاره کې خنډ رامنځته کړی دی او هغه خیانت له امله چی یی ترسره کړی دی، اندیښمند دی چی داسی نه وی چی سره متحد نه وی او هغوی دی وخوړل شی!
نسبتآ مبسوط توضیح چی وروسته د آغلی بادغیسی له لوری ددی ویدیو محتوا اړوند خپره شوه نه یواځی چی ددی هرج او مرج او بی برنامه ګی څخه ټاکنو کې کوم څه بدلون نه ورکوی؛ بلکه ګناه څخه بدتره غذر بلل کیږی؛ ځکه آغلی بادغسی ددی پرځای چی خپل خبط مسؤولیت قبوله کړی او یا خپلو خبرو په وړاندی اعتراف وکړی، د خبرنګارانو کار تر پوښتنې لاندی راوړی او خبرنګاران د هغوی خبرو جریان ضبطولو لپاره چی اجازه یی نه وو اخیستی، تر سرزنش لاندی راوړی!
دا په داسی حال کې دی چی دولت او زیرمجموعه نهادونه یی، د اطلاعاتو آزاد جریان باندی متعهد دی او خبرنګاران هم په یو خبری ناسته کې د ټاکنو کمیسیون غړیو له لوری ګډون کړی وو؛ نه داچی د آغلی بادغسیی کار دفتر یا کور کې دا ویدیو اخیستل شوی وو او یا غیری قانونی ضبط ترسره شوی وی.
د هغوی دا خیانت په ملی ابعادو کې او عمومی صورت کې ترسره شوی دی او شواهد او متقن قراین او محکمه پسندی هم ورته شتون لری؛ بناپردی، آغلی بادغیسی او ښآغلی هاشمی خصوصی خبرو افشا، بیله دی چی ددی خیانت اصلی عوامل شکاره کړی او هغوی خلګو ته شکاره کړی، یو غیری اخلاقی اقدام نه بلل کیږی.
دولت، قضایی نهادونه او ټاکنو باندی ناظر سازمانونه باید هغه څه باندی چی په دی ویدیو کې ورباندی اعتراف شوی دی، فورا رسیدګی وکړی او ترڅو چی خلګو ټولو رایو ته خیانت په اړه شته مدارک او اسناد ته رسیدګی ونه شی، د ټاکنو نتایج دی وځنډول شی.
خلګ حق لری چی پوه شی چی ولی نه دی توانیدلی چی رای ورکړی او هغه کسان چی رای ورکړل، باید پوه شی چی آیا د هغوی رایه د امین او باور وړ کسانو په اختیار کی وو که نه.
 


د مطلب کود: 173122

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/173122/د-یو-عمومی-خیانت-په-اړه-خصوصی-خبری-اتری

آوا
  https://www.avapress.com