کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملا برادر آزادیدنه، سولې بندون ماتوی؟

7 عقرب 1397 ساعت 11:24



 
طالبان منلی دی چی پاکستان، ملا عبدالغنی برادر؛ د طالبانو موسسانو څخه د اتو کالو بند وروسته آزاد کړی دی.
ذبیح الله مجاهد؛ طالبانو ویاند ویلی دی چی ملا برادر چهارشنبه په ورځ د عقرب په دوهمه نیټه خپل کورنۍ ته رسیدلی دی.
هغه ویلی دی چی ملا برادر آزادیدنه د امریکا دولت او طالبانو نمایندګانو ترمنځ سیاسی تفاهم به ترڅ کې صورت نیولی دی.
ښاغلی خلیلزاد د امریکا نوی مشاور د افغانستان سولې پروسی چارو لپاره اسلام آباد ته سفرونو وروسته، افغانستان ته راغلی او ملی وحدت حکومت مشرانو سره لیدنه کړی دی.
کارپوهان وایی چی لومړۍ مسئله داده چی ملا برادر آزادی د امریکا، طالبانو او پاکستان تړون په ترڅ کې ترسره شوی دی او افغانستان دولت بیاهم ددی معامله جریان څخه لیری پاته شوی دی.
که څه هم زلمی خلیلزاد پاکستان او عربی هیوادونو کې خپل دیپلماتیک ماموریت ترسره کولو وروسته، یوځل بیا کابل ته راغلی ترڅو په اصطلاح خپل سفر ریپورت ملی وحدت حکومت مشرانو ته ارائه کړی؛ خو حقیقت دادی چی سولې پروسه د افغانستان ګټو او مقاصدو دایری څخه لیری پاته دی او ددی سناریو اصلی لوبیدونکې هغه لوری دی چی د افغانستان خلګو څخه نمایندګی نه کوی.
له دی لید څخه، د منتقدانو په باور، حقیقت دی چی ملا برادر آزادی د هغه کس په حیث چی ویل کیږی د پاکستان جاسوسی او امنیتی عواملو له لوری نیول کیدو مخکې، د افغانستان دولت سره د کرزی په وخت کې سولې خبرو ته آماده شوی وو؛ خو هغه څه چی اوس رامنځته شوی دی دادی چی دا پیښه، د افغانستان په غوښتنه، نه دی ترسره شوی؛ بلکه د امریکا نماینده او طالبانو نمایندګانو او پاکستان دولتمردانو مبهم رایزنیو په ترڅ کې رامنځته شوی دی؛ بناپردی، معلومه نه ده چی ددی معامله نوری اضلاوی څه دی او څومره دا باور شته چی ددی معامله لوری، سل په سله کې، د افغانستان امنیتی او سیاسی لمړیتوبونو په اساس، تصمیم نیسی او عمل کوی.
دوهم نکته د تحلیلګرانو په باور، دادی چی ملا برادر آزادیدنه، تقریبآ د جنرال عبدالرازق مبهم ترور سره همزمان دی او جنرال عبدالرازق وژل کیدو او ملا برادر آزادیدو ترمنځ کوم اړیکه شتون لری؟
که څه هم ددی پوښتنې په اړه کوم مستند ځواب شتون نه لری؛ خو له بل لوری، ځینی څیزونه شتون لری چی ددی پیښو اړیکی څرګندوی. لکه ددی ادعا چی جنرال رازق قتل د طالبانو کار نه وو او ممکن دی خارجی او امریکایی عناصر په کې دخیل وی.
که څه هم دولت هڅه کوی دا ادعا ته عمومیت ورکړی چی جنرال رازق پاکستان آی اس آی پوری تړلی یو تروریست عنصر وژلی دی؛ خو حقیقت دادی چی ددی ادعا ثبوت لپاره هیڅ سند شتون نه لری.
له بل لوری، دولت په کامله توګه هڅه کوی ترڅو طالبانو مسؤولیت د جنرال رازق په قتل کې کمرنګ وښیی او پاکستان په تورن کولو سره، ددی قتل افغانی جنبه نادیده ونیسی او ورباندی سرپوخ کښیږدی.
دا هڅه، هیڅ بل دلیل نه شی درلودلای بیله دی چی سولې پروسه د خلیلزاد په راتلو سره، تازه فصل ته وارد شوی دی او رازق په مرګ او ملا برادر آزادیدنه ددی پروسی په وړاندی خنډ ونه ګرځی او هغه ملی احساسات چی د جنرال رازق ترور په لړ کې راپاریدلی دی، ونه شی کولای چی امریکا او پاکستان او طالبانو او دولت نظر وړ سولې پروسی ته زیان ورسوی.
دا په داسی حال کې دی چی طالبان لکه څنګه چی ادعا کوی جنرال رازق دوی وژلی دی، نو باید د سولې پروسه په پوره توګه ودرول شی او ددی وینې بدله، د هغه ډلې څخه واخیستل شی؛ خو دا پیښه به هیڅ وخت نه شی رامنځته یواځی ساده په دی دلیل چی خلیلزاد سفرونو، جنرال رازق قتل او ملا برادر آزادی ترمنځ معنا لرونکې اړیکې شتون ولری.
 


د مطلب کود: 173217

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/173217/ملا-برادر-آزادیدنه-سولې-بندون-ماتوی

آوا
  https://www.avapress.com