دخپریدو نیټه :جمعه ۱۱ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۳۴
د مطلب کود : 173414
قطر دفتر؛ نوۍ غړۍ د نوی تګلاری لپاره؟

 
طالبانو پوری اړوند رسنیزه سرچینی ویلی دی چی دا ډله، په قطر کې خپل سیاسی دفتر لپاره پنځه نوی غړۍ معرفی کړی دی.
د سه شنبه په ورځ عقرب په ۸ نیټه، د دوحه په ښار کې د شیرمحمد عباس استانکزی؛ طالبانو سیاسی دفتر مشر په مشری ناسته ترسره شو چی په هغه کې، ملا فضل محمد مظلوم، ملا خیرالله خیرخواه، ملانورالله نوری، ملاعبدالحق وثیق او مولوی محمد نبی عمری ددی دفتر نوی منسوبینو او غړو په حیث معرفی شو.
په قطر کې طالبانو رییس هیله مندی وښوده چی سیاسی هڅې د افغان مسلمان ملت هیلو مطابق تسریع شی.
ملاخیرالله خیرخواه او ملا نورالله نوری هم ټینګار وکړ چی افغانان د دوو لسیزو راهیسی امریکا جنګ او اشغال سره مخ دی. د سولې، استقلال، اسلامی مستقل هیواد او نظام درلودل د هغوی مشروع حق دی. موږ به هڅه وکړو چی سیاسی لاری څخه دا عالی اهدافو ته ورسیږو ترڅو افغانان... سوله ایز ژوند شروع کړی.
د قطر دفتر تازه ترکیب په داسی حال کې اعلان کیږی چی مخکې له دی، طالبان، د امریکا نمایندګانو سره له دی طریقه مذاکرات ترسره کړی دی او هیله شته چی په افغانستان کې طالبانو ضد څېرو او قوماندانانو حذف او ټکولو ته په توجو سره، افغانستان دولت سره د هغه ډلې مستقیم خبری اتری هم شروع شی.
کارپوهان پیش بینی کوی چی دا بدلونونه، سولې توافق ته رسیدو لپاره د طالبانو سیاسی پروسی پیل دی. دا هغه څه دی چی هم ددی دفتر غړو تعداد ډیریدو څخه اخذ کیږی او هم ددی مراسمو څخه چی نوی کسان معرفی شو.
کارپوهانو په باور، دا تصمیم هم کولای شی د خلیلزاد د سیمه  ایزو سفرونو تبعاتو څخه وی؛ هغه سفر چی په هغه کط ښاغلی خلیلزاد یو افغان تبار امریکایی په حیث، طالبانو نمایندګانو سره په قطر کې هم خبری کړی دی.
همدارنګه ددی سفر په لړ کې وو چی جنرال عبدالرازق؛ کندهار پولیسو پیاوړۍ قوماندان د طالبانو ضد شاخص څېرو څخه د افغانستان جنوب قلمرو کې، په مبهم توګه په قتل ورسید.
د جنرال رازق قتل وروسته، د پاکستان دولت بندیخانی څخه طالبانو دوه سرشناس رهبرانو آزادیدو خبره هم خپاره شوه چی یو د هغو څخه، ملاعبدالغنی برادر؛ ملاعمر معاون او د طالبانو اصلی بنیانګذارانو څخه وو.
د ملابرادر څخه په طالبانو کې د سولې طرفداره څېرو څخه نوم اخیستل کیږی.
البته مخکې له دی هم ځینی برنامی او سازمان یافته تګلاری د طالبانو ضد څېرو او مشرانو برطرفه کولو لپآره په افغانستان کې عملیاتی او شروع شوی وو چی د مثال په توګه، جنرال دوستم اوسنۍ وضعیت او نظام الدین قیصاری څخه یادونه وکړ چی دواړه طالبانو سخت ټکولو باندی معتقد دی.
جنرال دوستم؛ په دی اخرو کې، یوځل بیا ددی څخه چی طالبانو ضد طرحو باندی توجه نه کیږی، ګلایه کړی وو؛ خو که ددی مساله یو برخه د اشرف غنی سره خرابو اړیکو څخه وو، نور برخه یی د پوهانو په باور، د طالبانو په وړاندی خارجیانو او دولت تساهل او تسامح سیاستونو له امله وو.
په دی توګه، هغه څه چی اندیښنه وړ دی دا موضوع دی چی امکان شتون لری چی طالبانو سره سولې هڅو ثمر ته رسیدو پوری، طالبانو ضد څېرو او قوماندانانو حذف پروژه په قدرت سره ادامه پیدا کړی او جنرال رازق په شان نورو څېرو وژنو شاهد اوسو.
 
https://avapress.com/vdcfymdyjw6deja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته