دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۰۲
د مطلب کود : 173825
مسکو ناسته؛ د افغانستان په نامه، روسیه په کام؟

 
افغانستان سولې په اړه مسکو ناسته، د سرګئی لاوروف؛ روسیه خارجه چارو وزیر لنډو خبر سره د جمعه په ورځ( عقرب په ۱۸ ) شروع شو.
په دی ناسته کې، سولې عالی شورا هیآت، طالبانو نمایندګان او ځینی سیمه ایز هیوادونو نمایندګان ګډون وکړ.
د روسیه خارجه وزیر خپل خبرو کې وویل: ټول سیمه ایز هیوادونه او بین المللی ټولنې هیله مند دی ترڅو افغانستان په پوره بریالیتوب سره وکولای شی د تروریزم او اړوند جنایتونو څخه ځان وباسی.
هغه زیاته کړه: د افغانستان مساله کیدلای شی چی سیاسی طرق ته په توسل او ټولو اقشارو او ډلو حضور سره حل شی.
لاوروف وویل: ددی کسانو شتون( سولې عالی شورا او طالبان )... کولای شی دولت، طالبانو او افغانستان سیاسی او ټولنیز ډلو ترمنځ مستقیم خبرو مخته وړلو لامل شی.
د روسیه خارجه وزیر همدارنګه وویل: مسکو هیله مند دی چی ددی ناستې اصلی سازمان ورکوونکې په حیث وکولای شی په افغانستان کې داخلی خبرو اترو شروع کې توجه وړ مرسته وکړی... واضح دی چی ددی مقصد لپاره باید د ډیرو موانعو سره مقابله وشی....
د افغانستان دولت په دی ناسته کې، رسمی نماینده ونه استول او په دی توضیح سره چی سولې عالی شورا یو غیری حکومتی، ملی او مستقل نهاد دی او دولت څخه نمایندګی نه کوی، اعلان کړ چی مسکو ناسته د تیری ناستې په ادامه کې دی؛ ځکه دا ناسته کې، طالبانو نمایندګان هم حضور لری او دولت ترڅو چی سولې پروسه، کابل مالکیت لاندی نه وی او په هغه کې، طالبانو سره مستقیم خبری اتری، صورت ونه نیسی، ګډون نه کوی. دا موضع ګیری ددی لامل شو ترڅو چی یو کښته سطحی هیات د سولې عالی شورا چی چندانی صلاحیت هم په دی پروسه کې نه لری، د مسکو ناسته د افغانستان دولت په غیاب کې ترسره شی.
دا په داسی حال کې دی چی طالبانو نمایندګان په هغه کې، ګډون لری او ممکن دی د دولتی قدرت څخه خارج جناحو څخه هم ځینی یی حضور درلودلی وی.
په دی حساب سره، مسکو سولې ناستې نتیجه به د روسیه په کام تمام شی او دا، مخکې له دی چی افغانستان په ګټه وی په زیان یی دی.
کارپوهان وایی چی کابل د واشنګتن تر فشار لاندی ونه توانیدل چی مسکو سولې ناسته کې ګډون وکړی او په دی توګه، سولې سیمه ایز ابعادو ته، زیان ورسول او روسیه سره ډیر هملوری هیوادونه افغانستان سولې او ځان څخه لیری کړ.
مسکو ناستې رسمی شروع کېدو مخکې، زلمی خلیلزاد؛ امریکا خارجه وزارت استول شوی کس افغانستان سولې لپاره هم پنجشنبه په ورځ، یو ۱۲ ورځنۍ سیمه ایز سفر باندی شروع وکړ چی احتمال یی شته یو ځل بیا طالبانو نمایندګانو سره په قطر کې خبری وکړی.
له بل لوری، کریم خلیلی؛ سولې عالی شورا او ورسره هیآت څو ورځې مخکې تهران ته سفر کړی دی.
دا پیښی ددی شکاره کوون:ې دی چی افغانستان سولې قضیه، حساس او جدی مراحلو ته دننه شوی ده؛ خو همزمان دا اندیښنه شتون لری چی خارجی بازیګرانو په راتلو سره دا پروسی ته له یو لوری د افغانستان دولت کمرنګ نقش او له بل لوری، کابل استراتژیک لمړیتوبونه او ګټې ګواښ لاندی قرار ورکوی او په وړاندی یی، په دی برخه کې خارجی قدرتونو نقش رامنځته کونه، پیاوړی شی او په دی توګه، افغانستان سولې پرسر متخاصم لولو ترمنځ یو پټ او پنهان جنګ او تضاد شروع شی.
کابل کولای شوای چی په دی ناسته کې غیبت څخه ښه، خپل ګټو څخه صیانت وکړی او ددی ناستې څخه روسیی او نورو هیوادونو سلطه ګرایانه ګټه اخیستنې میزان حد اقل ته ورسوی خو داسی معلومیږی چی مسکو ناسته کې افغانستان دولت نه ګډون سره یو لوی تیروتنه کړی دی.
همدارنګه په دی ناسته کې افغانستان دولت شکاره کړی وای چی خپل تصمیم نیونو لپاره د امریکا او نورو هیوادونو تر فشار لاندی نه دی او مستقل او هغوی سلطه څخه خارج عمل کوی.
دا شرایط، افغانستان کې سولې او جنګ وضعیت نور هم پیچلی کوی او سولې په وړاندی ډیر موانع او خنډونه رامنځته کوی.
 
https://avapress.com/vdcb5fb8srhbzwp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته