کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خاص ارزګان، جاغوری او مالستان باندی تیری په وړاندی او وطن ناموس مدافعانو څخه ملاتړ لپاره باید اقدام وشی

21 عقرب 1397 ساعت 11:26



 
 
د ارزګان او غزنی او هیواد ځینو نورو سیمو کې جنګ د ملکی وګړو په وړاندی، د دشمن قدرت له امله نه دی بلکه زموږ ضعف له امله دی او که څه هم خاص ارزګان، جاغوری او مالستان کې مظلوم خلګو په وړاندی بریدونه قومی او یا هم مذهبی ښودل کیږی خو حقیقت دادی چی په افغانستان کې جنګ انګیزه د خاصو پیچلتیا لرونکې دی او مکان او زمان په تناسب، مطلب ته رسیدو لپاره تر ډیرو نومونو لاندی دا کار ترسره کیږی، خو هرڅه چی دی د افغانستان تضعیف کولو او استکبار استیلا لاری رامنځته کولو لپاره دی چی او ددی پروسی سره مقابلی لاره یو امکان پذیره استراتیژی نه معلومیږی او هغه خلګو وحدت او دینی محورونه دی، څه که هر بل محور مطرح شی نو تفرق او ملی څو دستګی زمینه برابروی او ددی زمینه څخه دی چی دشمن او په افغانستان کې یی مزدور عوامل بده ګټه پورته کوی.
بناپردی د طالبانو تهاجم په وړاندی ناتوانی د خودی ځواکونو سستی او ضعف له امله دی او هغه هم د اسلام مبانی او دستوراتو څخه فاصله نیولو له امله دی او دا همغه موضوع دی چی کلونه مخکې مو یادونه کړی وو او خلګو غوږونو ته مو رسولی وو چی که داسی په ټولنه کې تګلاره او عمل ترسره شی نو ددی خاوری دشمنانو په وړاندی مقاومت ډير سخت دی او شاید ناممکنه وی او دا هم د زیان مخه له هر لوری بادی ونیول شی.
مسلمان خلګ باید په جدیت سره و خدای ته وګرځی او دشمن او هغوی نابکارانه نقشو ته په شاکولو سره، اسلام ته مخه کړی او د قرآن او پیامبر(ص) سنتو او نورو معصوم امامانو(علیهم السلام) د دستوراتو څخه ګټه واخیستل شی، د هیواد اقتصادی او ټولنیز او سیاسی او دینی حیات اقتدار او دوام لپاره باید نوی طرحه رامنځته شی.
په دی برخه کې حوزه او پوهنتونونو علماوو مسؤولیت ډیر دی او وروسته سران، مسؤولین، کادرونه او جهادی ګوندونو غړی، کلتوری او زده کړیز او فکری حلقاتو جریانونه مخته شی او افغانستان مسلمان خلګ هم علماوو فرمان ته غوږ شی او ټوله په یو صف کې لاس په لاس ورکړی او افغانستان راتلونکې لپاره تصمیم ونیسی.
یواځی په دی وخت کې به د دشمن ناهیلیتوب زمینه برابره شی او ډیر ژیر به د افغانستان څخه ووځی او هیواد ته سولې او ثبات او بازسازی او نوسازی زمینه برابره شی.
په هر حال اوس دا لزومتیا لیدل کیږی چی ټوله زړه سواند خلګ باید خاص ارزګان، جاغوری او مالستان خلګو په وړاندی دشمن بریدونو دفع کولو په فکر کې وی او داسی تمهیدات ترسره کړی ترڅو نور سیمی تر برید لاندی قرار ونه نیسی او ژیر و شهداوو پاته شونو، ټپیان او بی ځایه شویو ته رسیدګی وشی.
 


د مطلب کود: 173882

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/173882/خاص-ارزګان-جاغوری-او-مالستان-باندی-تیری-په-وړاندی-وطن-ناموس-مدافعانو-څخه-ملاتړ-لپاره-باید-اقدام-وشی

آوا
  https://www.avapress.com