دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۲
د مطلب کود : 173963
ریاست جمهوری ټاکنې؛ مساله څه ده؟

 
ټاکنو کمیسیون مشر وایی چی دا کمیسیون د ریاست جمهوری ټاکنو تقویم تر دوو ورځو پوری اعلانوی.
عبدالبدیع صیاد، د شنبه په ورځ وویل: موږ په راتلونکې کال کې څلور ټاکنې لرو.
ښاغلی صیاد وویل: موږ هڅه کوو چی ریاست جمهوری ټاکنې، ولایتی شورا ټاکنې، ولسوالیو ټاکنې او پارلمانی ټاکنې په غزنی ولایت کې د حمل په ۳۱ نیټه همزمان ترسره کړو.
ښاغلی صیاد وویل چی په حاضر ال کې د افغانستان حکومت او بین المللی همکارانو سره د ریاست جمهوری ټاکنو امنیت پر سر او بودجه په اړه یی د رایزنی په حال کې یو.
هغه د ولسوالیو شوراګانو په اړه وویل: تراوسه هغه مشکلات چی د پارلمانی ټاکنې ځنډیدو لامل شوی همداسی پاته دی او سیمه ایز ارګانونو حکومت سره په بحث یو چی دا مشکلات هم حل شی.
ریاست جمهوری ټاکنې په لاره کز دی او ټاکنو کمیسیون رییس اطمینانو ورکولو برخلاف، پارلمانی ناهیله کوونکې ټاکنو تجربه ته په کتو سره، ترسره کول یی آسان نه دی.
البته که قرار وو چی ریاست جمهوری ټاکنې او دری نور ضمنی ټاکنې، په همغه توګه ترسره شی چی پارلمانی ټاکنې ترسره شوی دی، څلور ټاکنې نه څلویښت ټاکنې هم همزمان ترسره کیدلای شی!
د ټاکنو همزمانو ترسره کیدو کې لومړۍ مسئله، برنامه ریزی او مسؤولانه مدیریت، شفافیت، ځوابګویه کیدنه او قانون باندی متعهد پاته کیدل دی. دا هغه څه نه دی چی ټاکنو اوسنۍ کمیسیون څخه انتظار یی وی.
ټاکنو اوسنۍ کمیسیون که حقیقی ټاکنو ترسره کیدو باندی قادر وی، پارلمانی ټاکنې په آزموینه کې به سرلوړي ظاهریدلای؛ خو دا پیښه نه شوه رامنځته؛ بلکه تر دی هم بدتره، په ۱۷ کالو کې د بدترینو ټاکنو شاهد وو. دا هغه څه دی چی ناظر سازمانونه او مستقل ډلې یی په اړه وایی.
پارلمانی اخیر ټاکنې د ناامنی له نظره په تیرو ۱۷ کالو کې، خونړیزه ترینه ټاکنو څخه بلل کیږی. بناپردی، امنیت هم یو بل مساله ده.
په هغه هیواد کې ټاکنو بودجه تامین چی خارجی مرستو پوری اړوند دی، هم یو بله مساله ده.
خو ددی ټولو څخه هیڅ یو یی ټاکنو شفافیت او سلامتیا په اندازه ارزښت نه لری. که دولت او ټاکنیز نهادونه، د یو حقیقی ټاکنو ترسره کولو لپاره مایل وی، باید لوی کارونه ترسره کړی چی یو د هغه څخه د ټاکنو کمیسیونونو اوسنۍ غړیو برکناره کیدنه ده.
هغوی نه یواځی دا چی برکناره شی؛ بلکه د زرهاوو ثبت شوی شکایتونو په اساس، باید یو صریح او مستقل محاکمه لاندی قرار ونیسی. خپله ولسمشر غنی هم قبول کړ چی ټاکنو کمیسیون، ددی نهاد پوری اړوند تر ډیره حجم لرونکې شکایتونو باندی دی. په دی حساب سره، بل هیڅ دلیل شتون نه لری چی ریاست جمهوری ټاکنو کې هم یو ځل بیا ددی افرادو قدرت او مدیریت او برنامه ریزی او توان او لیاقت دی و آزمویل شی.
بناپردی، ډیر لږ موده پاته ده ترڅو ریاست جمهوری ټاکنې ترسره شی او ټاکنو کمیسیون لپاره با لیاقته او قانونمند او شفاف کسان د کار لپاره معرفی کړل شی ترڅو ریاست جمهوری ټاکنې او نور ضمنی ټاکنې  په ښه توګه ترسره شی چی د خلګو راتلونکې لپاره ډير ارزښت لری، د وړاندوینې شوی بحرانونو څخه خلاصون ومومی او اساسی قانون په اساس سمه لاره په مخ ونیسی.
 
https://avapress.com/vdcepx8zxjh8foi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته