دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۴
د مطلب کود : 174254
امنیتی ځواکونو تلفاتو بحران؛ دفاع په حالت کې مرګ

 
افغانستان ملی امنیت شورا وایی چی امنیتی او دفاعی نهادونو ته تهاجمی بریدونو ډیریدو د دشمن په وړاندی ورکړل شوی دی.
ملی امنیت شورا خبرپاڼه ویلی دی چی دا اقدام د خلګو ژوند مصونیت او امنیتی او دفاعی ځواکونو تلفاتو کمولو لپاره اخیستل شوی دی.
دا امر د هغه وروسته صادر کیږی چی د یو ریپورت په اساس، په یو تیره اونۍ کې نږدی ۲۴۰ تنه افغان امنیتی او دفاعی منصوبین د طالبانو سره په جګړه کې په ۱۹ ولایتونو کې وژل شوی دی.
اشرف غنی؛ ولسمشر هم د دوشنبه په ورځ وویل چی د څلورو کلونو څخه لنډه مده کې د ۲۸۵۰۰ امنیتی ځواکونو څخه ډیر په جنګ کې وژل شوی دی.
افغانستان لپاره ملل متحد معاونت هیات(یوناما) هم ریپورت ورکړی دی چی میلادی روان کال په لومړیو ۹ میاشتو کې ۲۷۹۸ تنه غیری نظامیان په افغانستان کې وژل شوی او ۵۲۵۲ تنه غیری نظایمان هم ټپیان شوی دی.
دا په داسی حال کې دی چی امنیتی او نظامی مسایلو ناظرین وایی چی امنیتی ځواکونو تضعیف، سلطه لاندی هیوادونو کې د خارجی قدرتونو لویو استراتژیو څخه دی.
سنتی استعمار دوره کې م اشغال او تسلط لاندی هیوادونه ددی حق نه درلود چی پیاوړۍ نظامی ځواک او هوایی پیاوړۍ ځواک او تسلیحات او... ولری او په حقیقت کې، دا چاره مستقیما اشغال کوونکې هیوادونو ته سپارل کیده؛ خو افغانستان نن چی نن ورځ یو مستعمره او اشغال شوی هیواد خاصیتونه سنتی مفهوم له لحاظه نه لری، ولی دداسی قواعدو په چارچوکات کې عمل وکړی چی د اشغال او استعمار لاندی هیوادونو لپاره ټاکل کیږی؟
افغانستان د هغه هیواد په حیث چی د رسمی سرچینو په وینا د ۲۱ تروریستی ډلو او لسګونو زرو تروریستی مسلح او زده کړه لیدلی ځواکونو سره د جګړی په حال کې دی، ولی د یو مسلح مقتدر، متنوع، زده کړه لیدلی، مجهز او درانده تسلیحاتو او فعال هوایی ځواک درلودلو حق نه لری؟
حامد کرزی؛ پخوانۍ ولسمشر، یو د مخکنیو شرطونو څخه چی امریکا سره امنیتی تړون امضا لپاره ټاکلی وو، ځواکونو تجهیز او تسلیح په درانده او واټن وهونکې موشکونو باندی وو. هغه حتی ګواښ او خبرداری ورکړی وو چی که امریکا دا تسلیحاتو تامین ته حاضر نه شی، افغانستان به لاسته راوړلو لپاره یی چین او روسیه په شان هیوادونو ته مخه کړی؛خو دا مخکنۍ شرط رامنځته نه شوه؛ په داسی حال کې چی امنیتی تړون د امریکا سره په سادګی او بیله کوم قید او شرط سره امضا شو.
په دی حساب، هغه وخت چی افغانستان باندی مسلط خارجی قدرتونه اجازه نه ورکوی چی امنیتی ځواکونه، پرمختللی تجهیزاتو باندی سمبال شی اویو مستقل او مقتدر هوایی ځواک رامنځته شی، خپله باید د تروریزم سره جنګ مسؤولیت په غاړه واخلی او تروریستان له منځه یوسی؛ خو دا کار هم نه ترسره کیږی؛ په دی بهانه چی ناتو ځواکونو مسؤولیت د رزم څخه و مشورت او زده کړه ورکولو باندی بدلون کړی او جګړی ټول بار، داخلی امنیتی ځواکونو په غاړه اچول شوی دی.
هغوی په دا باندی هم بسنه نه کوی. حتی په همدی لږو زده کړو او تجهیزاتو په ورکړو سره هغه ځواکونو ته چی په څلورو کلونو کې ۲۸ زره تنه تلفات ورکړی دی، تهاجمی بریدونو اجازه نه ورکوی او هغوی یواځی مجبور او اجازه لری چی تر برید لاندی قرار نیولو سره د ځان څخه دفاع وکړی. په داسی شرایطو کې چی تر برید لاندی هم قرار نیسی محکوم په مرګ دی؛ ځکه هیڅ هوایی او لجستیکی مرسته هغوی ته نه رسیږی؛ بناپردی، امنیتی ځواکونه، په ډیر سخت وضعیت کې، مرګ د دفاع په حالت کې تجربه کوی او دا په داسی حال کې دی چی شته شرایطو ته په کتو سره داسی په نظر نه رسیږی چی تازه ځواکونو جلب او جذب میزان د درانده تلفاتو جبران لپاره دومره وی چی وکولای شی د تلفاتو ځای بیرته ډک کړی.
له بل لوری، دولت او امنیتی نهادونه خارجی ځواکونو په تبانی کې، ډیر وخت کیږی چی د امنیتی ځواکونو تلفاتو آمار او همدارنګه ددی ځکاونو دقیقی شمیر محرمانه اعلان کړی او ممنوع قرار ورکړی دی. دا تصمیم شاید د ځواکونو مورال ساتنې لپاره لازم وی؛ خو بیله شکه، که دلیل یی، د فاجعو ابعادو پټول وی، د قبول وړ نه دی او باید دا حالت ته پای ټکې کښیښودل شی.
 
https://avapress.com/vdciw5az5t1ayr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته