دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۱۵
د مطلب کود : 174429
مالستان او جاغوری؛ طالبان چیرته لاړ؟

 
ریاست جمهوری اعلان کړی چی طالبان د جاغوری او مالستان دوو ولسوالیو څخه په شاوټمبول شو او دا دوه ولسوالی په پوره توګه پاکسازی شوی دی.
شاه حسین مرتضوی؛ ریاست جمهوری ویاند معاون وویل چی امنیتی ځواکونو نظامی عملیات جنرال محمد شریف یفتلی؛ ارتش ستاد مشر په قوماندی سره طالبانو باندی یو محکم ضربه وارد شوی او په جاغوری او مالستان کې ټول سیمې د دشمنانو د شتون څخه پاک شوی او مطمئن امنیت په دی ولسوالیو کې تامین شوی دی.
دا اظهارات په داسی حال کې دی چی سیمې خلګ وایی چی طالبان د جاغوری ولسوالی څخه په پوره توګه پاکسازی نه دی شوی او جنګ د پاتو او حوتقول په دوو سیمو کې جریان لری.
افغانستان دفاع وزارت هم مالستان ولسوالی پاکسازی تایید کړی او ویلی دی چی طالبانو ۳۱ تنه غړۍ وژل شوی او ۱۵ تنه نور ټپیان شو یدی.
د افغانستان وزارت اعلام په اساس سیمه ایز ځواکونو دوه واحد د امنیت تامین لپاره د پاکسازی عملیات وروسته چی ۶۰۰ تنه کیږی، رامنځته او نظامی زده کړو وروسته، تجهیز او ددی سیمو امنیت تامین لپاره ګمارل کیږی.
نظامی مسایلو کارپوهانو نظر څخه لومړۍ نکته دادی چی جاغوری او مالستان جنګ کې، طالبانو په سلهاوو ځواکونه او د هغه جملی څخه د هغه ډلې سره قطعی ځواکونه چی ویل کیږی ډیر زده کړه لیدلی او په پرمختللو تجهیزاتو سمبال دی، ګډون درلود؛ خو د دولت اعلان په اساس یواځی ۳۱ تنه تلفات دا ډلې ته اوښتی دی.
دا په داسی صورت کې چی ارائه شوی آمار، دقیق، اغراق نه خالی او ډګریز محاسباتو په اساس دی.
په دی حساب، د طالبانو په سلهاوو نور غړۍ، په سلامتی سره، جنګ ډګر پریښی دی.
هغوی چیرته لاړ؟ همغه ځای ته چی جاغوری او مالستان امن سیمو باندی بریدونه سازمان او پلان ګذاری کړ. یعنی غزنی او زابل او ارزګان ناامن ولسوالیو ته.
بناپردی، لومړۍ موضوع دادی چی پاکسازی عملیات د دولت له لوری په دی سیمو کې، طالبانو درنده ضربه نه دی وارد کړی او دا ډله په پوره توګه ماته نه دی خوړلی.
دا هغه څه دی چی مخکې هم رامنځته شوی دی؛ په داسی توګه چی دولت، ولسوالی د طالبانو شتون څخه پاکسازی کړی دی؛ خو د دولتی ځواکونو وتلو سره هغه سیمې بیرته د طالبانو لاسته ورغلی دی او جنګ بیرته سر اخیستی او هغه سیمې طالبانو په لاس سقوط کړی دی.
دا سناریو به دا ځل جاغوری او مالستان په انتظار وی؟
هغه څه چی اوس شتون لری دادی چی د خلګو ادعا په اساس، حتی پاکسازی عملیات هم لکه څنګه چی دولت ادعا کوی، په پوره توګه صورت نه دی نیولی او طالبان د جاغوری په ځینو سیمو کې حضور لری او جنګ په هغه سیمو کې جریان لری.
دا کار، د دولت ویاندانو ادعاوو ته د خلګو باور ضریب کموی او خلګو باور و آرام سیمې ته بیرته ګرځیدو لپاره، زیان وینی.
بله مساله داده چی داخله وزارت ویلی دی چی په دی دوو سیمو کې پایدار امنیت تامین لپاره، یو ۶۰۰ کسیزه سیمه ایز ځواک آماده کیږی او تجهیز کیږی ترڅو د طالبانو په وړاندی، ایستادګی وکړی او اجازه ورنه کړی چی دا سیمې یو ځل بیا طالبانو په لاس سقوط وکړی.
دا طرحه، بیله شکه ډیر مفید او اغیزمنده به وی؛ خو د سریع عملیاتی کیدو په اړه یی، اوس هم شک شتون لری؛ ځکه دا سیمې، همدا اوس پایدار امنیتی ځواکونو ته اړتیا لری ترڅو د سیمې امنیت څخه، ساتنه وکړی؛ خو د داخله وزارت طرحخخه زمان او امکاناتو او زړه کړو ته اړتیا لری.
بل مهم موضوع داده چی دولت باید مرکزی سیمو امنیت تامین لپاره اساسی فکر وکړی. دا سیمې، کلونو راهیسی یو آزاد او سیاسی او امنیتی او اقتصادی لحاظه یو مستقل سیمی وی او دولت هیڅ برنامه بالخصوص امنیت تامین لپاره یی نه درلود.
اخیرو ګواښونو ته په کتو سره، اړتیا شته ترڅو یو نظامی پایدار ځواک جوړ او مرکزی سیمو امنیت ساتلو لپاره آماده شی؛ دا نه غیری مشروع غوښتنه ده او نه هم غیری عملی.
مرکزی سیمې هم باید د جنوب، شمال، ختیځ، او هیواد لویدیځ په شان یو امنیتی مستقل زون په حیث ورته وکتل شی او ورته تدابیر په پام کې ونیول شی. بیله هغه، جاغوری او مالستان په شان جنګونه، یو عادی او ورځنۍ پیښو باندی به بدل شی او دولت ورسره آموخته او بی دفاع خلګ د تروریزم ګرګانو په وړاندی، خپل حال باندی پریږدی.
 
https://avapress.com/vdcci0qso2bqm08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته