دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۰۷
د مطلب کود : 174511
امریکا؛ د جنګ څخه ناهیلی، سولې ته هیله مند

 
د امریکا دفاع وزارت نوی څیړنو یو نتیجه شکاره کوی چی واشنګتن او کابل د طالبانو سره سولې او پرمختیا لپاره هیله مند دی او د نظامی بندون علامی لیدل کیږی.
ګلین ای فاین؛ د امریکا دفاع وزارت عمومی څیړنو سرپرست ددی څیړنو په مقدمه کې چی ټول نظامی، سیاسی او انسانی وضعیت په افغانستان کې د جولای څخه تر سپتامبر میاشتو پوری په بر کې نیسی، لیکلی دی چی سولې ته رسیدل اوس هم لیری څرګندیږی.
دا ریپورت وایی چی په دریو میاشتو کې، جولای، آګست او سپتامبر کې، افغان ځواکونو تلفات ډیر شوی او جنګ ادامه سره، خلګو مشکلات او بشری اړتیاوی هم ډیر شوی دی.
دا په داسی حال کې دی چی زلمی خلیلزاد؛ امریکا خاص نماینده د افغانستان سولې لپاره د داخلی او خارجی بیلابیلو لورو سره د خبرو په حال کې دی.
مخکې جنرال جوزق دنفورد؛ امریکا ځواکونو ستاد مشر هم ویلی وو چی طالبان اوس جنګ نه بایلی.
د امریکا دفاع وزارت تازه ارزونې د نظامی مسایلو کارپوهانو په نظر، یواځی په افغانستان کې د جګړی حقیقتونو څخه یو برخه منعکس کوی.
دا ارزونه د پوهانو په باور، جنګ ته د امریکا موقعیت او منافع له نظره کتلی دی؛ بناپردی، شکاره خبره ده چی ددی زاویی څخه، جګړه په پوره توګه بندون ته رسیدلی او هیڅ بریالیتوب پکې نه لیدل کیږی؛ ځکه امریکا او ناتو ماته خوړلی او طالبانو عملګرایانه ابتکاراتو په وړاندی د جګړی په ډګر کې زمینګیر شوی دی.
دا البته په دی معنی نه دی چی امریکا او ناتو د افغانستان په جګړه کې، مسؤولانه او مستقیم مشارکت لری او تروریزم سره په حقیقی او صادقانه توګه مبارزه کوی؛ خو همدا چی افغانستان دفاعی او امنیتی ځواکونه د امریکا ملاتړ لاندی دی او د هغه هیواد او متحدانو بودجه څخه یی، تامین کیږی، د تروریستانو په وړاندی زیان لیدلی او د هغو آمارو په اساس چی ولسمشر غنی ارائه کړ، یواځی په څلور کال کې، ۲۸ زره ځواکونه له لاسه ورکړی دی، همدا چی دولت یواځی د هیواد نږدی نیم خاوری باندی تسلط لری، همدا چی د جنګ لمن د هر دلیل له امله چی وی، د هیواد امنو سیمو ته ورسید او همدا چی واشنګتن او کابل، په تضرع او التماس سره، سولې ته د طالبانو رابللو په هڅه کې دی، ټوله ددی شکاره کوونکی دی چی امریکا او همپیمانه یی د افغانستان په جنګ کې، ماته خوړلی دی او نور نه شی کولای جنګ ماشین مخته یوسی.
بناپردی، د تحلیلګرانو په باور، د امریکا دفاع وزارت ارزونې د جنګ وضعیت څخه، په دی جنګ کې د امریکا موقعیت شکاره کوونکې دی؛ خو طالبانو وضعیت چی د افغانستان جنګ بل لوری تشکیلوی، د جنرال جوزف دنفورد په اظهار نظر کی ورته اشاره شوی دی؛ که څه هم ښاغلی دنفورد هم په زیرکانه توګه، هه کړی چی په دی برخه کې ټول حقیقت بیان نه کړی.
هغه ویلی دی چی طالبان اوس د افغانستان په جګړه کې بایلونکې نه دی. ددی بیان بل مفهوم، دادی چی هغوی د جګړی ګټونکې دی؛ هغه څه چی تبع کې یی، دا نتیجه هم ورکوی چی امریکا جنګ بایللی دی او طالبانو په وړاندی ماته خوړلی دی.
دا توضیحاتو ته په کتوسره، امریکا حق لری ترڅو جګړی ادامه څخه، ناهیله وی او افغانستان دولت په شان، سولې ته سترګه په لار وی چی قرار دی زلمی خلیلزاد د طالبانو سره منعقد کړی.
دا سوله د شته هیله مندیو سربیره چی افغانستان دولت او امریکا لپاره رامنځته کړی دی، لزومآ د هغو نتایجو متضمن نه دی چی هغوی یی هیله مند دی؛ ځکه طالبان ډیرو تلفاتو په اړولو سره، جنګ باندی بی سابقی لمن وهلو سره، د افغانستان امن سیمو په ناامنه کولو سره او ځپل تسلط ډیرولو سره، هڅه کوی حداکثر امتیاز لاسته راوړی او دا په دی معنی دی چی هغوی د سولې له لاری هم همغه امتیازات غواړی چی په جګړه کې یی په لټه دی او دا هیڅ وخت هغه څه نه دی چی د افغانستان ملی ګټو سره همخوانی ولری.
 
https://avapress.com/vdceze8zzjh8fni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته