دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۶
د مطلب کود : 174887
علیپور آزادیدنه؛ بیله اسلحی، بیله صلاحیته

 
سرور دانش د عبدالغنی علیپور؛ سیمه ایز قوماندان د آزادیدو څخه خبر ورکړی چی د ملی امنیت ځواکونو له لوری نیول شوی وو.
ښاغلی علیپور د یکشنبه (قوس ۴) په ورځ غیری قانونی او باج اخیستنې فعالیتونو او څو نورو تورونو له امله نیول شوی وو او په لړ کې یی د کابل او څو نورو ولایتونو خلګو لاریونونه ترڅنګ درلود.
ښاغلی دانش د علیپور سره په لیدنه کې، د هغه او نورو څخه وغوښته چی هیواد حساس شرایط درک کړی او حکومت سره همکار وی. هغه ټینګار وکړ چی ټوله باید هڅه وکړو چی واټن کم شی او باور او اعتمار رامنځته شی ترڅو وتوانیږو د هیواد خاوری او وطن دشمنانو په وړاندی ایستادګی وکړو.
هغه هیله مندی وښوده چی ښآغلی علیپور په راتلونکې کې په قانونی توګه د دولت سره همکاری کوی او د هغه توان څخه به د هیواد او خلګو دفاع په برخه کې به ګټه واخیستل شی.
ویل شوی دی چی ښاغلی علیپور د مطرح شویو تورونو په لړړ کې د امنیتی مسؤولینو سره به په تماس کې وی.
د ناظرانو په وینا، د قوماندان علیپور آزادیدنه د خلګو مستقیم دریدنه او ایثار وو چی خپل وینه ورته مایه کړه ترڅو اجازه ورنه کړی چی طالبانو او تروریزم ملاتړ کوونکې نور، بیځایه بهانو سره، طالبانو ضد قوماندان او خلګو ملاتړ بندی کړی او په دی توګه د تروریزم سره امریکایی سولې تحقق لپاره او تروریستانو آسانه تسلط د افغانستان سیاسی برخلیک باندی رامنځته شی.
ځوانان په دی دوو ورځو کې د قومی سودجویه رهبرانو سازماندهی نه بغیر ښارونو ته ووتل ترڅو د ملت قدرت د اقتدارګرایی او زوروینې په وړاندی نمایش ته کښیږدی.
په دی حال کې، د ډیرو پوهانو په باور، د علیپور آزادیدنه، د رامنځته شویو نتایجو له مخې، کوم توپیر د هغه بندی کیدو څخه نه لری؛ ځکه چی لومړۍ هغه تندی باندی د تورن کس مهر وهل شوی او د هغه تړون له مخې چی هغه د دولت امنیتی ځواکونو سره کړی دی، هغه د همیشه لپاره د امنیتی او دولتی جاسوسی نهادونو نظارت لاندی به پاته شی او هرځل چی د هغه تضعیف او یا کنترول اړتیا وو، کابل کې احضار او ارعاب لاندی نیول کیږی.
دوهم داچی داسی په نظر نه رسیږی چی ښآغلی علیپور ددی وروسته وکولای شی د مرکزی سیمو بی پناه خلګو دفاع په برخه کې، کوم کار مخته یوسی؛ ځکه چی دولت، هغه دام کې واچول ترڅو د هغه مشروع مبارزاتو مخه ونیسی او اجازه ورنه کړی چی مرکزی امن سیمو باندی قومی تروریستانو او طالبانو سلطه په لاره کې کوم خنډ رامنځته کړی. داچی ښاغلی دانش د دولت څخه په نیابت کې، د ښاغلی علیپور څخه غوښتی دی چی هیواد حساس شرایط درک کړی او نظام سره همکاری وکړی هم په دی معنی دی چی هغه نور نه شی کولای د دولت اجازه نه پرته، د خپل خلګو څخه د تروریزم په وړاندی دفاع وکړی.
دریم نکته داده چی علیپور یواځی خلع سلاح نه دی شوی، هغه خلع صلاحیت هم شو. ددی وروسته، هغه نور نه شی کولای د یو قومی کاریزمایی په شان، په زرهاوو ځوانانو هیلی چی د آزادی لپاره ښارونو او سړکونو ته وتلی وو، پوره کړی؛ ځکه هغه په نهایت کې، یو نظامی قوماندان دی چی د حد اقل امکاناتو په ګټه اخیستنې سره د خپل خلګو څخه دفاع کول؛ خو هغه وخت چی هغه نور د تروریزم سره مبارزی لپاره د اسلحی څخه ګټه اخیستو صلاحیت ونه لری، نور نه شی کولای د خلګو لپاره یو محبوب کاریزمایی شخص په حیث کار وکړی. هغه یو سیاسی رهبر نه دی او خلګو سیاسی رهبری لپاره کوم ایده هم نه لری.
د ریاست جمهوری دوهم معاون هڅې د علیپور آزادی امتیاز مصادره لپاره هم شکاره کوی چی ښآغلی دانش، که د فیسبوکی شایعاتو په اساس، هغه کابل ته د نیولو لپاره نه وو کښلی، د هغه آزادی وروسته، دا نقش به ترسره کړی ترڅو د علیپور څخه هم خپل ځان په شان یو رام او آرام مهره جوړ کړی ترڅو د هغه دولت خدمت کې شی چی خپل ملاتړ خلګو سره عملآ ناسزګاری لری.
 
https://avapress.com/vdcaayn6049n0a1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته