کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکایی جګړی څخه تر امریکایی سولې پوری

11 قوس 1397 ساعت 10:31



 
زلمی خلیلزاد؛ د امریکا خارجه وزارت خاص نماینده د افغانستان سولې په چارو کې ویلی دی چی امریکا غواړی هرڅه ژیر د افغانستان جنګ پای ته ورسیږی.
ښاغلی خلیلزاد وویل: موږ غواړو چی افغانستان معضل ژیر پای ته ورسیږی. په افغانستان کې خلګ د سولې مستحق دی. هغوی د څلویښت کالو راهیسی په جنګ کې پاته شوی دی.
هغه زیاته کړی چی واشنګتن په دی باور دی چی طالبانو په ګډون شته لوری د جګړی له لاری بریالی کیدلای نه شی او همدا کار ددی لامل شوی چی دا خبری اتری وشی.
خلیلزاد ټینګار وکړ چی سولې ته رسیدل د ریاست جمهوری ټاکنو مخکې به خپل ګټی ولری. هغه په وینا په دی صورت کې، په ټاکنو کې طالبانو حضور زمینه هم رامنځته کیږی.
دونالد ترامپ؛ د امریکا ولسمشر هم ویلی دی چی امکان لری د افغانستان جګړه ډير ژیر پای ته ورسیږی.
هغه په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو شتون څخه دفاع کړی او ویلی دی چی که د افغانستان څخه خارجی ځواکونه خارج نه شی، یو ځل بیا افغانستان تروریزم مرکز باندی بدلیږی.
کارپوهان وایی چی طالبانو سره د امریکا سولې مبهم پروسه، په هغه صورت کې چی د افغانستان ملی ګټو په لاره کې واقع نه شی او افغانستان خلګو حقیقی نماینده ګانو په اختیار کې ورنه کړل شی، همغه خونړیزی جګړی په شان چی امریکا افغانستان خلګو باندی تحمیل کړی دی، کولای شی خطرناک وی.
د پوهانو په باور، زلمی خلیلزاد یو امریکایی دی او یواځی د امریکا ګټو نمایندګی کوی. هغه حق نه لری چی د افغانستان خلګو نیابت څخه، د ټولنیزو او جمعی سرنوشت په اړه تصمیم ونیسی.
امریکا لکه څنګه چی ترامپ او خلیلزاد یی مدعی شوی دی، که په صادقانه توګه د افغانستان جګړی پای ته رسیدو غوښتونکې دی، لومړۍ باید خپل نظامیان د افغانستان څخه خارج کړی او په دوهم قدم کی، سولې پروسه دولت او افغانستان خلګو ته پریږدی ترڅو هغوی خپل راتلونکې په اړه تصمیم ونیسی.
په دی کې چی افغانستان خلګ، دسولې استقرار او د ۴۰ کالو جګړی پای ته رسیدو غوښتونکې دی، کوم شک نه شته او حق د ښاغلی خلیلزاد سره دی؛ خو هغه او د هغه متبو هیواد، ددی هدف لپاره اطمینانی لوری نه دی او د هغه هیواد نظامیانو استقرار د افغانستان په خاوره کې نه یواځي ددی هیواد سولې او امنیت په ګټه نه دی؛ بلکه بالعکس، د جګړی زمینه سازه او همدارنګه بین المللی تروریستانو د حضور لامل شوی دی. بناپردی، د افغانستان جګړی پای ته رسیدو لپاره یواځنی لاره، د خارجی ځواکونو وتل او سولې مسؤولیت سپارل و افغانانو ته دی.
د صاحب نظرانو په باور، د افغانستان خلګ په تیرو۴۰ کلونو کې او بالخصوص د دوو لسیزو راهیسی چی امریکا مستقیما په افغانستان کې حضور پیردا کړی او نظامی سلطه لری، د امریکا تحمیلی جګړی قربانی شوی دی او دا یواځی کافی نه دی ترڅو ثابت کړی چی امریکا نه شی کولای همزمان، هم د جګړی عامل وی او م د سولې ضامن.
د همدی لپاره هم دی چی افغانستان نه شی کولای هم د ناتو او امریکایی نظامی ځواکونو بی ثمر کوربه وی او هم سولې او ثبات او امنیت ته هیله مند وی.
په تیرو ۱۸ کلونو کې چی په افغانستن کې په زراوو نظامی او غیری نظامیان د امریکا تحمیلی جګړی کې وژل شوی دی او په سلهاوو زره تنه نور د کور څخه بی کوره شوی دی او په میلیونونه کسان په نړی کې آواره شوی دی. آیا دا همدا زیان او درانده لګښت کافی نه دی چی ترڅو نتیجه واخیستل شی چی امریکا داځل نه باید د سولې ترنامه لاندی، د افغانستان خلګو څخه قربانی واخلی؟ د امریکا په جګړه کې قربانی کیدل، د افغانستان خلګو لپاره کافی دی او دا ځل باید د امریکا سولې قربانی نه شی.
 


د مطلب کود: 175096

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/175096/د-امریکایی-جګړی-څخه-تر-سولې-پوری

آوا
  https://www.avapress.com