کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د تروریزم سره مبارزی په برخه کې د پارلمانونو کمرنګه نقش

19 قوس 1397 ساعت 11:22



 
د افغانستان، ایران، پاکستان، ترکیه، چین او روسیه مجالسو رئیسانو دوهم کنفرانس د تروریزم سره مبارزی او سیمه ایز اړیکو پراختیا لپاره د ایران ولسمشر حضور سره په تهران کې ترسره شو.
د یادولو وړ دی چی د کنفرانس شروع کیدو مخکې، علی لاریجانی؛ مجلس رئیس، حسن روحانی؛ ایران ولسمشر او افغانستان، پاکستان، روسیه، چین او ترکیه مجالسو رؤسا یادګاری عکسونه واخیستل.
په دی حال کې، دا ټول پیښی، د یو مهم ناستې ښودونکې دی چی که ټاکل شویو اهدافو په اساس مخته لاړ شی، په سیمه کې تروریزم سره مبارزی په برخه کې به یو مهم ګام واخیستل شی.
د کارپوهانو په باور،خاورمیانه سیمه د ډیر وخت راهیسی، د ناامنیو او تروریزم رشد او تولید او مذهبی او قومی افراط ګرایی سره مخ دی چی سیمه ایز هیوادونو ملی شورا مجالس بالخصوص د افغانستان په شان هیواد چی مستقیمآ د تروریزم فعالیت سره مخ دی، تقریبآ هیڅ نقش ددی بحران سره مبارزی په برخه کې نه ترسره کوی.
دا کنفرانس کولای شی ګډون کوونکې هیوادونو ملی شورا مجالس د یو سیمه ایز پیاوړی همکاری لپاره د تروریزم او افراط ګرایی او تکفیری ګری سره مبارزی لپاره جدی ګامونو پورته کیدو سبب شی.
پارلمانونه کولای شی اوسنۍ انفعالی حالت څخه ووځی او مشخص قوانینو تصویب سره د تروریزم تعریف او تعمیم په برخه کې، د استعمار په وړاندی ملی مقاومتونو څخه تروریزم تفکیک، اشغال، تجاوز او...، د دولتی تروریزم پیژندنه د لوی خطر په حیث او ملی قوانینو په چوکاټ کې د تروریزم سره مبارزه شناسایی او تروریستی ډلو مالی او اقتصادی سرچینی شریانونو قطع کول، د تروریزم ملاتړ رژیمونو او هیوادونو مجازات او تحریم او... په دی لاره کې مهم ګامونه واخیستل شی.
سیمه ایز هیوادونو ملی شورا مجالس همدارنګه ددی توان او صلاحیت لری ترڅو ملی ګټو، اساسی قوانین او خپل متبوع ملتونو غوښتنو او ارادی په اساس او مستقل نظر سره، خارجی لویو قدرتونو سره حکومتونو او دولتونو استراتژیک قراردادونو او امنیتی پیمانونو فسخه او بیا څیړنه او تایید کې په دقت سره عمل وکړی ترڅو په دی توګه، هغه خراب وضعیت په شان چی اوس په افغانستان کې جریان لری، تروریزم د تروریزم سره مبارزی په خدمت او نړیوال لوی جهانخوار قدرتونو سلطه لاندی رانه شی او تروریزم سره جګړه کوونکې هیوادونو ځمکی لاندی ذخایر او ملی شته منی او ګټې هغوی سلطی لاندی رانه شی.
مجالس او پارلمانونه همدارنګه ددی توان لری ترڅو خپل متبوع دولتونه د تروریزم سره مبارزی په برخه کې سیمه ایز او بومی تګلاری ترسره کړی او سیمه ایز لوی قدرتونو پوری یو اړخیزه وابستګی او اتکا مخه ونیسی.
په دی حال کې، تراوسه په ډیر داسی هیوادونو کې چی د بین المللی تروریزم شبکو سره همزمان خپل فعالیت او حضور او نظامی ائتلافونه چی ظاهرآ د تروریزم سره مبارزه په نامه شکل نیولی دی؛ خو عملآ هیڅ کار د تروریزم په وړاندی نه دی ترسره کړی، د ملی شورا مجالسو او پارلمانونو له لوری د اعتنا وړ اقدام صورت نه دی نیولی.
 


د مطلب کود: 175630

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/175630/د-تروریزم-سره-مبارزی-په-برخه-کې-پارلمانونو-کمرنګه-نقش

آوا
  https://www.avapress.com