دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۰ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۶
د مطلب کود : 175710
افغانستان او د فساد او تروریزم دوه سره هیولا

 
افغانستان شفافیت دیدبان یا مراقبت کوونکې اعلان کړی چی د خلګو څخه نظر غوښتنې شکاره کړی دی چی محکمې، معارف او ستره محکمه د افغانستان فاسدترینه ادارو په سر کې قرار لری.
په دی ګزارش کې راغلی دی چی ۱۴ سلنه د مصاحبه شویو څخه په دی باور دی چی محکمی د افغانستان فاسدترینه نهادونو څخه دی، ۱۰ سلنه هم معارف وزارت فاسدترینه بللی او ۹ سلنه نور په دی باور دی چی ستره محکمه د افغانستان ادارو فاسدترینو څخه دی.
ددی ګزارش په اساس یو پر څلور افغانان په دی باور دی چی فساد د افغانستان په ځینو اداری نهادونو کې کم شوی دی.
اشرف غنی، ولسمشر هم د اداری فساد سره مبارزی بین المللی ورځ لمانځلو په ورځ کې وویل:زما او حکومت اراده داده چی فساد ریشی وچ شی. دا حرکت به دوام ولری، دا یواځی د ولسمشر او حکومت دنده نه ده، په دی برخه کې خلګو، رسنیو، مدنی ټولنې او علما او ټولو اقشارو نقش مهم دی.
هغه وویل چی د افغانستان لپاره یواځنۍ پرمختګ په هیواد کې فساد له منځه وړل دی او بیله هغه باید شاته لاړ شو.
قضایی او معارف دستګاوی، دوه مهم او حیاتی او زیربنایی عرصه دی چی فساد پکې افغانستان ټولنیز حیات شالوده د سقوط خطر سره مخ کوی.
ددی هیله شته چی قضایی دستګاه، د فساد سره مبارزی په برخه کې کلیدی نقش ولری او د افغانستان په سازمانونو کې مالی او اداری او اقتصادی فساد عواملو سره مبارزی مخه ونیسی او د خلګو مسلم حق ضایع کیدو مخه ونیسی؛ خو هغه وخت چی خپله دا دستګاه، فساد پوری لړلی مراکزو څخه دی، نور هیڅ هیله مندی د اقتصادی تروریزم مهار او بحران پای ته رسیدو لپاره نشته.
معارف هم یو بل مهم عرصه دی چی فساد پکې، د هیواد پرمختګ مخه نیسی او هر ډول پراختیا او ترقی له منځه وړی او هیواد رشد په برخه کې په ټولو برخو کې خنډ رامنځته کوی.په معارف کې فساد هم په دی برخه کې ارزښت لری چی معارف وزارت او مجموع لاندی دستګاوی، د دولت لویه بودجه ځانته اختصاص کړی او آمار له نظره، د هغو اداراتو څخه دی چی ترټولو ډیر کارمندان لری؛ بناپردی، هغه وخت چی دا عرصه، په پراخ توګه فساد باندی لړلی وی، دا په دی معنی دی چی دولت مجموع لاندی ډیر دستګاوی فاسد دی.
دا په داسی حال کې دی چی فساد قضایی او معارف دستګاوو کې، په دی معنی نه دی چی نور دولتی ادارات، د فساد څخه خالی دی؛ بلکه دا ددی لپاره دی چی د خلګو مستقیم سروکار، د همدی دوو عرصو یعنی قضا او معارف سره دی. بناپردی، ممکن دی چی فساد د دولت په ټولو دستګاوو کې، ډیر پراخ او ریشه داره دی.
په دی منځ کې، حق د ولسمشر سره دی چی وایی چی د فساد سره مبارزه د دولت یا ولسمشر یواځنۍ دنده نه ده؛ بلکه خلګ،رسنۍ، مدنی ټولنې، علما او ټوله اقشار باید مهم نقش په دی برخه کې ترسره کړی؛  ځکه فساد د ټولنی مهم اړتیاوو څخه دی چی د امنیت تامین، د تروریزم سره مبارزه په شان د دولت او نورو سیاسی او ټولنیز طیفونو څو اړخیزه همکاریو ته اړتیا لری. په دی حال کې، د دولت نقش په دی برخه کې هم د امنیت او تروریزم سره مبارزی په شان، کلیدی او بنیادی دی. دولت باید د فساد سره مبارزی په برخه کې خپل صادقانه اراده وښیی. د قانون او عدالت په وړاندی هیڅ ډول تبعیض او امتیاز ورنه کړی او دا اقتصادی پټه تروریزم مهار لپاره، خپل ټول توان او قدرت څخه ګټه واخلی.
خو داسی نه ده. د ملی وحدت حکومت عمر څخه څلور کالو څخه ډیر تیریږی؛ خو په ډیرو برخو کې د همغه سیاستونو اعمال شاهدان یو چی نورو پخوانیو حکومتونو ترسره کول. دولت د فساد سره مبارزه د یو حیاتی او لومړیتوب په حیث نه وینی؛ بلکه په ګزینشی توګه د خپل منتقدانو او سیاسی رقباوو او قومی رقباوو مهار او همدارنګه د خارجی مرسته کوونکې هیوادونو رضایت او قناعت جلب په هڅه کې دی.
همدارنګه د فساد سره مبارزه، یو ملی پراخ کارزار باندی نه دی بدل شوی؛ بلکه دولت یواځی د یو څو قضیو په لاس کی نیولو سره، هڅه کړی د همغه مواردو سره عمل وکړی چی خارجی مرسته کوونکو هیوادونو لپاره لمړیتوب او ارزښت لری.
خارجی مرسته کوونکې هیوادونه هم په ځینو برخو کې د فساد سره مبارزی او شفافیت اعمال په وړاندی خنډ ګرځیدلی دی.
له بل لوری، د اشرف غنی او دولت شعارونو اعمال لپاره وخت د فساد سره مبارزی په برخه کې، حتی که صادقانه هم وی، کافی نه دی.
ملی وحدت حکومت عمر مخ په ختمیدو دی او د فساد هیولای ریشو د وچولو لپاره دا وخت کفایت نه کوی.
 
https://avapress.com/vdcgqn9qzak9uu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته