کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

آیا طالبانو مشران، خپل جنګیدونکې خرڅوی؟

25 قوس 1397 ساعت 16:49



 
رویترز خبرګزاری په افغانستان کې امنیتی چارواکو څخه په نقل د طالبانو میدانی قوماندانانو هدف ګیری پراختیا څخه چی سولی مذاکراتو په وړاندی خنډ ګرځی، ګزارش ورکړی دی.
افغانستان دولت یو ارشد چارواکې ویلی دی: طالبانو قوماندانان د جنګ په ډګر کې، د سولې هڅو په وړاندی ترټولو لوی خنډ دی؛ ځکه هغوی په دی باور دی چی نظامی نظره بریالیتوب په حال کې دی.
ددی ګزارش په اساس، افغانستان امنیتی ځواکونه او امریکایی ځواکونه ددی قوماندانانو له منځه وړلو لپاره یو طرحه طراحی کړی دی ترڅو د سولې مذاکراتو لپاره لاره هواره کړی.
په تیرو دوو اونیو کې طالبانو دری نومول شوی والیان په هلمند، غور او پکتیکا کې د امریکایی او افغانستان هوایی ځواکونو له لوری وژل شوی دی.
دیوید باتلر؛ امریکایی ځواکونو ویاند په افغانستان کې وایی: ددی هیله نشته چی ددی رهبرانو مرګ ټاکل کوونکی وی؛ متاسفانه دا جګړه ترهغه وخته پوری به ادامه ولری چی طالبان تصمیم ونیسی ورته پای ټکې کښیږدی. یواځینۍ دوامدار حل لاره، سیاسی تړون ته رسیدل دی.
طالبانو ډله په اخیرو میاشتو کې خپل عملیاتونه د هیواد په بیلابیلو ځایونو کې پراختیا موندلی دی.
دا ګزارش په داسی حال کې خپریږی چی د تحلیلګرانو په باور، په تیرو کلونو کې چی امریکا طالبانو سره سولې په اړه کوم اعتنا نه شکاره کول او هم پاکستان په دی پروسه کې، همکاری نه کول، د طالبانو سوله غوښتونکې ځینی رهبرانو او قوماندانانو زنجیره ای قتلونه، د هغه دلې رهبری شورا کار په دستور کې قرار درلود؛ هغه سیاست چی په نظر رسیږی د اسلام آباد قوی ملاتړ لاندی قرار لری او په وړاندی یی، کابل ورڅخه په سخته توګه ناخوښه وو؛ داسی چی په ځینو وختونو کې، دولت د حامد کرزی په رهبری، سوله غوښتونکې طالبانو قوماندانانو جسدونه په احترام سره هغوی زیږیدلی ځای ته لیږدول او هغوی لپاره ترحیم مراسم ترسره کول.
اوس هغه څه په اساس چی رویترز ګزارش کې راغلی دی، امریکا او افغانستان دولت، د سولې ځینو هڅو په حیث، د طالبانو جنګی او نظامی مهرو فزیکی له منځه وړلو په هڅه کې دی؛ هغه سیاست چی د کارپوهانو په نظر، نه شی کولای بیله اجازه او د هغه ډلې ارشد رهبرانو شنه څراغ او ځواب نه بغیر او طالبانو باصلاحیت مذاکره کوونکې او همراهی او پاکستان ضمنی تایید، امکان وړ شی.
داسی تصور کیږی چی طالبانو مشران او همدارنګه پاکستان دولت، د امریکا سره پټ تړون کې دا اجازه امریکایی او افغانستان دولت نظامیانو ته ورکړی وی چی د هغوی ترمنځ سولې تړون تسهیل لپاره، د هغه ډلې سولې ضد څېرو قوماندانان ووژنی؛ ځکه که دا پروژه خپله طالبانو له لوری، صورت ونیسی، هغه ډلې لپاره سیاسی لګښت به ولری او هغه ډلې جنګیدونکو لپاره ۱۸ کاله جنګ مقدس وجاهت او اعتبار به کم شی.
په دی حال کې، کوم توپیر نه کوی چی طالبانو سولې ضد او جګړی غوښتونکې نظامیانو مهری، د امریکایانو او افغانستان دولت له لوری ووژل شی یا د هغه ډلې خپل داخلی عوامل له لوری؛ هغه څه چی په دی منځ کې، رامنځته کیږی دادی چی د امریکا سره طالبانو بالقوه سولې اصلی بایلوونکې، پیاده جنګیدونکې، فریب خوړلی سیاسی مشران، ساده نظامی قوماندانان او هغه ډلې غړی به وی چی داسی فکر کوله چی امریکا په وړاندی طالبانو جګړه په افغانستان کې مقدس دی او جهاد بلل کیږی او هغوی خپل اهدافو ته رسیدو لپاره به وجنګیږی.
په هر جګړه او سوله کې، عادی سرتیری او پیاده سرتیری، هروخت بایلونکې دی او دا ځل، طالبانو خشونت کوونکې او جنګ غوښتونکې قوماندان د ترڅو امریکا سره هغوی سولی سازشکارانه معاملاتو رهبرانو قربانی شی.
دا په داسی حال کې دی چی همدا پیاده ځواکونه او قوماندانان وو چی امریکا په افغانستان کې زمینګیر شی ترڅو ترهغه ځایه پوری چی امریکایی نظامیانو ویاند په افغانستان کې شکاره اعتراف کړی چی امریکا د طالبانو ماته ورکولو توان نه لری او جګړه یواځی هغه وخت به ودریږی چی طالبان ودروی؛ بناپردی، د جګړی درولو لپاره، باید د جګړی اصلی ماشین له کاره واچول شی او دا کار، طالبانو میدانی قوماندانو له منځه وړلو له لاری ترسره شی.
 


د مطلب کود: 176048

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/176048/آیا-طالبانو-مشران-خپل-جنګیدونکې-خرڅوی

آوا
  https://www.avapress.com