دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۶
د مطلب کود : 176109
نه ختمیدونکې وژنې، بی نتیجي څیړنې

 
په افغانستان کې د سازمان ملل متحد معاونت هیآت(یوناما) اعلان کړی چی کنر ولایت کې هوایی برید کې غیری نظامیانو وژل کیدو په اړه به ریپورتونه وڅیړی.
امنیتی چارواکې په کنر ولایت کې وایی چی هوایی بریدونو کې د شلتن په ولسوالی کې، نږدی ۴۰ تنه طالب او القاعده جنګیدونکی وژل شوی دی.
خو عبداللطیف فضلی؛ د کنر ولایتی شورا یو غړۍ ویلی دی چی په دی هوایی برید کې، ۱۲ تنه کوچنیان او ۸ تنه ښځی هم وژل شوی او ۱۵ تنه نور ټپیان شوی دی.
د ناتو یو ویاند د غیری نظامیانو وژل کیدل ردوی؛ خو قبول کړی ځینی ملکی وګړی ټپیان شوی دی.
دیبرا ریچاردسن ویلی دی چی ځینی ګزارشونه په لاس کې لری چی افغان ځواکونو رهبری عملیات کې د امریکا هوایی ملاتړ سره په کنر کې د ۴۰ څخه ډیر طالبان وژل شوی دی.
هغه ویلی دی چی طالبان د غیری نظامیانو څخه د سپر په حیث ګټه اخلی.
شاید ناتو او افغانستان دولت ټول ادعاوی د کنر مرګونۍ عملیات په اړه صحیح وی. شاید لکه څنګه چی ناتو ادعا کړی دی، طالبان غیری نظامیانو او ملکی وګړو څخه د انسانی سپر په حیث ګټه اخیستی وی او شاید په څو ښځو او بی دفاع کوچنیانو کې، څو تنه طالبان او القاعده غړی هم د ناتو او افغان ځواکونو هوایی عملیات کې وژل شوی وی؛ خو هیڅ ددی پيښو څخه، د کارپوهانو په باور، ملکی خلګو وژنې توجیه نه کړی. ناتو او افغانستان ځواک مخکې ترمخکې د هر عملیات، ددی امکان څخه برخمن دی چی په سیمه کې غیری نظامیانو شتون څخه ځانته اطمینان ورکړی او خپل استخباراتی او کشفی لاسته راوړنو په اساس، هوایی نظامی عملیات اجرا یا لغوه کیدو په اړه تصمیم ونیسی. دا چی ناتو وایی طالبان د غیری نظامیانو څخه انسانی سپر په حیث ګټه اخلی، که څه هم کولای شی صحیح وی؛ خو غیری نظامیانو وژل کیدنه ددی ځواکونو او افغان ځواکونو له لوری توجیه نه کوی.
له بل لوری، ناتو او افغانستان امنیتی ځواکونه ددی توان لری چی جګړی په نورو سیمو کې، طالبانو باندی درانده ضربات وارد کړی. دا ډله په افغانستان او افغانستان څخه بهر، شکاره پایګاوی، شکاره مرکزونه، مشخص مقرونه او منظمه جبهی لری چی کولای شی هغوی بیله دی چی غیری نظامیانو ته زیان ورسوی، برید لاندی راوړ او په دی توګه، هغه ډلې نظامی او عملیاتی قدرت ضعیف کړی. یو د نمونو څخه یی، طالبانو منظم جګړی جبهاتو کې د افغانستان ولسوالیو او ښآرونو نیولو لپاره دی. ولی ناتو او افغانستان دولت، د طالبانو جګړی مقدم خطوط ټکولو لپاره، هوایی بریدونه نه ترسره کوی؟ شکاره مثال یی، طالبانو اخیر جګړی د مالستان او جاغوری او خاص ارزګان ولسوالیو کې دی. طالبان څو ورخې په کاروانی توګه د ولایتونو او ولسوالیو سیمو څخه د خپل جبهاتو پیاوړی کولو لپاره ځواک وارد کړی؛ خو په عمل کې، هیڅ اغیزمند هوایی برید د ناتو او ملی ځواکونو له لوری ترسره نه شو؛ خو همدا ځواکونه القاعده او طالبانو محدود مهرو وژل کیدو په بهانه، په لسګونه ښځی او کوچنیان په کنر او هلمند او... کې برید لاندی راوړی او وژنی. آیا دا توجیه وړ نه دی؟
له بل لوری، یوناما په شان سازمانونه هم ددی وضعیت په وړاندی، مستقیمآ مسؤول دی؛ ځکه یا د هغوی څیړنو وعدی و مطلوب نتیجی ته نه رسیږی او یا هم د ملکی وګړو وژل کیدو په اړه هغوی کوم ګزارش نه خپریږی او هیڅ حقوقی پیامد ددی جنایتونو عوامل لپآره نه لری او حتی عمومی افکارو او رسنیو له لوری جنایتونو هیرولو لپاره زمینه برابروی.
په دی حساب، غیری نظامیان په افغانستان کې هم د طالبانو له لوری انسانی سپر په حیث ګټه اخیستل کیږی او هم په اصطلاح تروریزم ضد جبهو له لوری د امریکا او ناتو رهبری په رهبری تر بریدونو لاندی نیول کیږی او قتل عام کیږی؛ په داسی حال کې چی په عمل کې، نه طالبان، ماته خوری او نه دولتی امنیتی ځواکونه، پیاوړی کیږی او نه هم ناتو ددی فاجعه باره سریال ختمولو کوم اراده لری. بناپردی، ددی خونړیزی جګړی اصلی بایلونکې، د افغانستان مظلوم او غیری خلګ او غیری نظامیان او ښځی او کوچنیان دی.
 
https://avapress.com/vdcjymevhuqeavz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته