دخپریدو نیټه :جمعه ۳۰ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۷
د مطلب کود : 176335
د طالبانو سره سوله، مذاکره د نورو سره؟

 
حمدالله محب؛ د اشرف غنی ملی امنیت مشاور، ابوظبی ته د افغانستان دولت مذاکره کوونکې هیات سفر وروسته، د مذاکراتو راتلونکې ته خوش بینی وښوده.
ښاغلی محب یو توییتری پیغام کې خپل اخیر اړیکې په عربی متحده اماراتو کې بریالی وبلل او وویل چی افغانستان دولت مذاکره کوونکې ټیم د سلام رحیمی په ریاست سره، خبرو اترو ته به ادامه ورکړی ترڅو بین الافغانی مستقیم مذاکراتو ته زمینه برابره شی.
د ښاغلی غنی ملی امنیت مشاور یکشبه قوس ۲۵ نیټه، په ابوظبی کې د پآکستان، امریکا، سعودی عربستان او امارات متحده عربی نمایندګانو سره لیدنه وکړ.
ښاغلی محب خپل توییت په پای کې د ( سوله راتلونکې دی ) جملی څخه ګټه واخیسته.
همدارنګه د امریکا، امارات، پاکستان او سعودی نمایندګانو سره د افغان هیات لیدنې سره، طالبانو نمایندګان هم بیل لیدنو کې د زلمی خلیلزاد سره مصروف دی.
طالبان ویلی دی چی د هغه ډلې نمایندګان په عربی متحده اماراتو کې هیڅ ډول مستقیم تماس د افغانستان حکومت هیات سره نه دی نیولی.
کارپوهان وایی چی افغانستان نمایندګانو مفرط خوش بینیو ترمنځ د سولې راتلو په برخه کې او طالبانو مقاومت د مستقیم خبرو نه کولو باندی، شکاره او معناداره واټن شتون لری چی افغانستان کې سولې ته رسیدو سخته او پیچلی لاره شکاره کوی.
د پوهانو په باور، هغه څه چی په عربی متحده اماراتو کې جریان لری، هرڅه چی وی، یو افغانی سولې پروسه نه بلل کیږی؛ ځکه هیڅ لوری یی، افغانستان خلګو او دولت څخه نمایندګی اهلیت او صلاحیت نه لری.
منتقدان همدارنګه وایی چی جاری مذاکرات په عربی متحده اماراتو کې، هرنتیجه چی په لړ کې ولری، یواځی خارجی قدرتونو اهدافو او او ګټو تامین کوونکې به وی او دا په داسی حال کې دی چی افغانستان اخیرو ۴۰ کالو جګړی تاریخ، شکاره کوی چی هغه لوری او هیوادونه چی اماراتو مذاکراتو کې حضور لری نه یواځی داچی د افغانستان خلګو اهدافو او ګټو سره یوشان نه دی؛ بلکه مقابل نقطه کې یی قرار لری. هغوی په دی برخه کې یو عینی او واضح نمونه ته اشاره کوی: طالبان؛ هغه ډله چی په افغانستان حاکمیت پروخت، یواځی دری رژیم په نړۍ که هغه ډله په رسمیت وپیژانده: پاکستان، سعودی عربستان او عربی متحده امارات. او دا په داسی حال کې وو چی افغانستان مشروع او قانونی او رسمی دولت چی بین المللی برخه کې خلګو نماینده بلل کیږی، د طالبانو رژیم سره، د جګړی په حال کې وو. دا ډله همدارنګه خپل مشروعتی د افغانستان خلګو څخه هم نه دی اخیستی؛ بلکه خلګ هروخت ورڅخه بیزاری ښودلی دی. په تیرو ۱۸ کلونو کې هم افغانستان قانونی دولت د طالبانو سره، په جګړه کې قرار درلودلی دی؛ خو یاد رژیمونه خپل شکاره او پټ اړیکې د هغه ډلې سره ساتلی دی او همدارنګه خپل شکاره او پټو ملاتړو ته ادامه ورکړی دی.
دا ټوله په داسی حال کې دی چی بیله شکه، امریکا هم ددی وضعیت سره موافق وو؛ ځکه دا ناممکنه خبره ده چی امریکا د پاکستان او سعودی عربستان او عربی متحده اماراتو او طالبانو دقیق اړیکو په جریان کې قرار نه وی درلودلای؛ خو هیڅ وخت ددی هیوادونو په وړاندی اقدام نه دی کړی او حتی خپل پیچلی او استراتژیک اړیکو ته د هغوی سره ادامه ورکړی دی.
په دی حساب سره، څنګه قبلولای شو چی د اماراتو په مذاکراتو کې چی افغانستان دولت، غایب دی، دا هیوادونه وکولای شی د افغانستان دولت او خلګو مشروع ګټو څخه به د طالبانو سره په مذاکره کې، صیانت او ساتنه وکړی او افغانستان لپاره صادق نمایندګان وی؟
له بل لوری، دا هم دروغ دی چی اماراتو مذاکرات، یواځی د افغانستان دولت سره طالبانو مستقیم خبرو اترو زمینه برابرولو لپاره صورت نیسی او په هغه کې، هیڅ تصمیم د هیواد امنیتی او سیاسی برخلیک په اړه نه اخیستل کیږی؛ ځکه د خارجی ځواکونو وتل، موقت دولت جوړیدنه، شپږمیاشتنې اوربند، طالبانو بندیانو آزادی، د بین المللی سازمانونو تور نوملړ څخه د طالبانو رهبرانو نومونو ایسته کول او... په شان بحثونه هغه څه نه دی چی دولت سره طالبانو خبرو اترو تسهیل سره اړیکه ولری او ددی مقصد لپاره ضروری وی.
دا مسایلو ته په کتو سره، منتقدان وایی چی یواځی د افغانستان سولې هیآت سهم د اماراتو مذاکراتو څخه، مذاکره د مذاکره کوونکو او هیوادونو نمایندګانو سره دی چی افغانستان سولې پروسه کې خپل سلطه او لوړ مده مقاصدو او ګټو لپاره، تقلا او هڅه کوی او شاید په دی برخه کې د افغانستان خلګو ګټو څخه هم په بی رحمانه توګه هزینه او لګښت وکړی. دا هغه څه نه دی چی دولت او طالبانو ترمنځ مشروع او حقیقی او عزتمندانو سولی باندی پای ته ورسیږی.
 
https://avapress.com/vdcaein6m49n0e1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته