دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۰۶
د مطلب کود : 176434
د ارګ سره مذاکری څخه د طالبانو امتناع؛ سولې پروسه په خطر کې دی؟

 
ارګ ماڼۍ اعلان کړی چی لکه څنګه چی هیله کیده، د مخالف لوری سره مذاکرات ترسره نه شو. افغانستان حکومت د یو مسؤول نظام په حیث، خپل رسالت ترسره کړ؛ خو هغه هیله چی مخالف لوری څخه مو درلود، لاس ته نه راغلل.
ارګ ماڼۍ اعلان کړ چی دا څخه چی مخالف لوری مخامخ خبرو اترو ته حاضر نه شو، امریکا، امارات او عربستان نمایندګان تاسف وښوده او ټینګار وکړ چی افغانستان ملګری هیوادونو نقش په راتلونکې کې د مخامخ خبرو لپاره به ترسره کړی.
ریاست جمهوری د طالبانو دا کار سیاسی ماته وبلل او زیاته کړه چی طالبانو په دی کار سره شکاره کړل چی هغوی د سیمی خیر نه غواړی، سولې باندی متعهد نه دی او جګړی دوام غواړی.
ارګ زیاته کړه چی طالبانو دی رفتار ته په کتو سره به ریاست جمهوری خپل هڅې پرینږدی او خپل هڅو ته د سولې په برخه کې ادامه ورکړی.
د ریاست جمهوری موضع د د طالبانو تحقیرآمیزه چلند په وړاندی، د ډیرو کارپوهانو په باور، ډیر انفعالی او د ضعف او انفعال له موضع څخه و.
ددی هیله کیده چی د طالبانو ددی چلند په وړاندی، ارګ مانۍ په یو اړخیزه توګه، د هغه ډلې سره د طالبانو حامی هیوادونو له لوری مذاکراتو پروسه ودروی او دا جدی شرط مطرح کړی چی دا پروسه ترڅو چی ګډون کوونکې هیوادونه سولې پروسه کې د افغانستان رهبری او حاکمیت په رسمیت ونه پیژنی او په عمل کې یی تامین نه کړی، ادامه پیدا نه کړی؛ خو د ریاست جمهوری ماڼۍ اخیر موضع ګیری، بیله شکه هم به طالبان خپل دا تګلارو او چلندونو ته تشویق او تشجیع کړی او هم به همکار او حامی رژیمونه یی، دا امکان رامنځته کړی چی د افغانستان ملګری هیوادونو په نامه، د یو بدنام او تروریستی ډلې سره، استراتژیک اړیکی برقرار کړی او افغانستان برخلیک او خلګ یی د خپلو ګټو لپاره ولوبوی.
ارګ ماڼۍ خپل موضع ګیریو په ځینو برخو کې، ټینګار کړی چی طالبان د سیمی خیر نه غوږاړی او سولې باندی متعهد نه دی او جګړی دوام غواړی.
کارپوهان هم د ارګ ماڼۍ دا اخذ تائیدوی او وایی چی د طالبانو مقصد د سولې خبرو اترو رامنځته کولو څخه د امریکا سره د څو رژیمونو په ګډون، یواځی د امتیاز لاسته راوړلو او سیاسی قدرت پوره لاسته راوړولو او طالبانو ملیشه ګانو امنیتی سلطه خپرول پر ټول افغانستان باندی دی. په دی حال کې، دا پوښتنه مطرح کیږی چی هغه وخت چی ارګ ماڼۍ، پوهیږی او باور لری چی طالبان، داسی یو مقصد لری، ولی پر ادامه باندی ټینګار کوی چی د طالبانو دی تګلاری ته په کتو سره به د سولې څخه مخ ونه اړوی او خپل هڅو ته په دی برخه کې دوام ورکړی؟! یو اړخیزی هڅې د سولې لپاره د هغه ډلې سره چی بیله تاوتریخوالی او جګړی نه بل څه نه پیژنی، کوم دلیل او بل معنی به ولری؟ آیا په دی تګلاری سره به طالبان سولې قبلولو ته آماده کړی؟
له بل لوری، ارګ ماڼۍ وایی ددی څخه چی مخالف لوری مخامخ خبرو اترو ته حاضر نه شو، امریکا، امارات او عربستان نمایندګان تاسف شکاره کړی او ټینګار کړی چی افغانستان ملګری هیوادونو په حیث به په دی برخه کې مثبت نقش ترسره کړی؛ دا په داسی حال کې دی چی د کارپوهانو په باور، د تاسف شکاره کول، هیڅ کار نه شی کولای او نه شی کولای چی د سولې خبرو اترو غوټه خلاص کړی. هغه هیوادونه چی مخکې د طالبانو رژیم اصلی ملاتړ کوونکو څخه وو او نن هم د افغانستان قانونی او مشروع دولت اجازی نه پرته، د هغه ډلی سره مذاکره کوی او افغانستان برخلیک په اړه تصمیم نیسی، نور د افغانستان ملګری هیوادونه نه شی بلل کیدلای. هغوی هم د طالبانو سیاسی پشتوانه یو برخه ده چی د هغه ډلی سیاستونو سره هملاری عمل کوی. هغوی کولای شی په سادګی سره طالبان د دولت سره مذاکری میز ته وغواړی؛ خو قصدآ ددی کار څخه، امتناع کوی ترڅو یو طالبانی رژیم د سولې په نامه، تحمیل کړی او یا داچی، د هر ډول سولې رامنځته کیدو مخه ونیسی.
په دی حساب سره، اوس د ارګ ماڼۍ په تعبیر سره، طالبان سیاسی ماته خوړلی دی، سوله هم په جدی توګه خطر سره مخ دی. شاید په همدی دلیل وو چی زلمی خلیلزاد په تازګیو کې اعلان کړی چی د طالبانو اراده جدیت د سولې لپاره، ترپوښتنې لاندی دی. ځینی پوهان هم وویل چی طالبان یواځی د بندیانو آزادی په لټه او بین المللی تحریمونو رفع کولو په لټه کې دی؛ نه سوله د جګړی پریښولو او تاوتریخوالی درولو په معنی.
 
 
 
https://avapress.com/vdcaein6y49n0y1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته