دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۷
د مطلب کود : 176568
ترامپ امریکا کوم لوری ته بیایی؟

 
دونالد ترامپ قصد لری ترڅو په څو راتلونکې میاشتو کې د امریکایی سرتیرو څخه نیم یی د افغانستان څخه وباسی.
هغه مخکې اعلان کړی ووچی خپل ځواکونه د سوریه څخه باسی.
ددی تصمیم په لړ کې، جیمز متیس؛ د امریکا دفاع وزیر د خپل مقام څخه استعفا وکړ.
دا په داسی حال کې دی چی د طالبانو نمایندګانو سره د امریکا نماینده سولې مذاکرات په جریان کې دی او د زلمی خلیلزاد په وینا، امریکایی ځواکونو حضور د طالبانو سره خط په مذاکرو کې دی.
ویل کیږی چی د ترامپ دا تصمیم د کابینه ارشد غړو او جنرالانو مخالفت سره مخ شوی دی.
لیندزی ګراهام، جمهوری غوښتونکې سناتور د افغانستان څخه د امریکایی ځواکونو وتل خطرناک استراتژی بللی او ویلی دی چی هغه لوری ته چی ځو چی خپل ټوله لاسته راوړنې له لاسه ورکوو او امکان لری د سپتامبر دوهم ۱۱ باندی ختم شی.
مارک وارنر، دموکرات سناتور هم دا بدلونونه خطرناک بللی دی.
کارپوهان وایی چی امریکایی ځواکونو حضور ادامه په سوریه کې، د تاجر ترامپ لپاره چی هرڅه ته اقتصادی نظر لری، د توجیه وړ نه شوای کیدلای؛ ځکه واشنګتن د سوریه مشروع دولت سقوط څخه او خپل ملاتړ لاندی تروریستان پر کار راوړلو او اسراییل رژیم څخه ناهیله شو او سوریه او متحدانو قاطع برتری له امله خپل ټول برنامی مات خوړلي وموندل. دا په داسی حال کې دی چی د امریکا دولتمردانو او همدارنګه د هغه هیواد ځینو همپیمانو په باور، په سوریه کې د امریکایی ځواکونو بقا، هغه هیواد باندی د سوریه دولت او ځواک پراخ سیطره او پوره ازادی مخه نیسی؛ بناپردی، امریکایی ځواکونو وتل، په دی مقصد باندی زیان اړوی او سوریه په پوره توګه، د سوریه دولت او هغه هیواد خلګو ته تسلیموی او تروریستان د سختو مضیقو سره مخامخ کوی.
په افغانستان کې هم خارجی ځواکونو حضور ادامه، د ترامپ او امریکا نظر وړ سولې پروژی ته زیان اړوی او تحقق کیدو مخه یی نیسی؛ دا په داسی شرایطو کې دی چی د امریکایی نشانو او قراینو په اساس، خپل عزم جزم کړی ترڅو په افغانستان کې د متحده ایالاتو ترټولو لوی تاریخی جګړی ته په یو ځل پای ټکې ورکړی؛ ځکه تصور کیږی چی دا جګړه، د نظر څخه لیری متحده ایالاتو ته نظامی او اقتصادی زیان اړولی. له بل لوری، ترامپ دی نتیجی ته رسیدی چی امریکایی نظامی ځواکونه د طالبانو ماتی باندی قادر نه دی او شاید ددی ځواکونو په وړاندی، ماته خوړلی دی او بل لوری، افغانستان دولت هم د فساد، قوم ګرایی او سازمانی سیاسی مشکلاتو په دلیل، امریکا استراتژیک پروژو مخته وړلو باندی قادر نه دی او نه شی کولای د اعتماد وړ جایګزین وبلل شی. همدی امله، رامپ غواړی طالبانو سره سولې خبرو اترو ته واردیدو سره، امریکا د افغانستان منجلاب څخه وژغوری او له بل لوری، د امریکا دستوراتو تابع او مطیع دولت په رامنځته کولو سره، افغانستان څخه حداکثره ګټې د زیرزمینیو او شته شته منیو څخه لاسته راوړی.
په دی منځ کې، هغه څه چی امریکا لپآره ارزښت نه لری، امنیت، ثبات او همدارنګه د افغانستان خلګو او افغانستان پرمختیا ده. د ترامپ لپاره هم مهم نه دی چی طالبانو سره سولې جاری خبرو اترو کې، افغانستان کې امریکایی دموکراسی پر سر به کوم بلا راشی. هغه غواړی دا جګړه، ډیر ژیر پای ته ورسیږی او امریکا د اقتصادی او سایسی او هژمونیک مقاصدو ته په افغانستان کې ورسیږی.
همدارنګه د امریکا ولسمشر هم بیرته سوریه او افغانستان په اړه یو اړخیزه تصمیم نیولی او حتی امریکا متحدانو او راهبردی شرکاوو سره مشورت نه دی کړی؛ هغه اقدام چی هغوی هم متاجبه کړی او هم هغوی عصه راپارولی دی او هوی د امریکا سره خپل راتلونکې څخه، په سخته توګه اندیښمند کړی دی؛ همغه څه چی په یو ډول سره امریکا دننه د ترامپ منتقد سیاستمدارانو څخه د لیدلو وړ دی. دا شکاره کوی چی ترامپ خپل تصمیمونو ترسره کولو لپاره، حتی خپل نږدی متحدان، مقامات، مشاورین او اعتماد وړ مهری نادیده نیسی او دا امریکا هولناک راتلونکې ته شک او تردید څو برابره کوی.
د هغه منتقدانو په باور، هغه ولسمشر چی دا ډول بی له کوم حساب او کتاب، تصمیم نیسی، کولای شی ډیر ژیر امریکا سقوط او نابودی سره مخ کړی او پخوانۍ شوروی په شان برخلیک سره مخ کړی.
 
 
 
https://avapress.com/vdciqqazvt1ayw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته