کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

موږ همدارنګه ولاړ یو!...

7 جدی 1397 ساعت 10:13



 
نن د جدی ۷ نیټه د افغان غږ خبرګزاری (آوا) او تبیان ټولنیز او کلتوری فعالیتونو مرکزی دفتر باندی د داعش تکفیری او تروریستی ډلې برید څخه پوره یو کال تیریږی، که څه هم دا برید ډیر تلفات واړول چی نږدی ۵۰ تنه علمی، کلتوری او رسنیزه نخبه ګان شهیدان او ۹۳ تنو د ټپی کیدو لامل شو چی دومره تلفات بیله شکه جبران ناپذیره دی.
ددی لویی پیښی غم په اوج کې چی موږ خپل ډیر هم سنګران او نخبګان له لاسه ورکړی وو او روحی او روانی فشار هم ددی پیښی څخه موږ ته اړول شوی وو، د داعش نرم جګړی سرتیری هم له بل لوری خپل مجازی او تبلیغی هجمه پردی انسانی مجموعه ( تبیان او آوا ) باندی په پراخ توګه واردوله او هیڅ ډول تور او فحش او تخریب څخه مخ ونه اړول.
د همغو ورځو او اونیو غم او مشکلاتو په اوج کې چی د شهیدانو، مسؤولینو، کادرونو او تبیان او آوا دفترونو فعال غړیو خاورو سپارنی وروسته، یو خبری کنفرانس په یو غږ او یو لاس سره تدارک ولیدل شو او د تبیان موضع ددی وحشیانه برید په وړاندی مشخص شو، د شهداوو عمومی ختم او فاتخه او لوی همایشونه د هیواد دننه او دباندی ترسره شو.
د تبیان او آوا مسؤولینو هڅو او تلاش سره د پیښی ډير ذحیمان مشهد مقدس امام رضا و روغتون ته واستول شو او په ښه توګه یی درملنه وشوه چی که څه هم د ځینو تنګ نظره او تمامیت خواه اشخاصو تبلیغاتی پروپاګندا سره مخ شو او بیا هم د خدای په رحمت سره هغوی ولیږدول شو.
ددی پيښی څخه یو کال تیرشو، ملګری او دشمن د هغه وخت راهیسی مشخص شو، هم سنګران همیشه په صحنه کې پاته شو او هغه هم محکم او استوارتره، شهیدانو او ټپیانو کورنیو ته رسیدګی هڅې روانی دی.
که څه هم ددی پیښی له امله د تبیان او آوا مجموعه ته لوی زیان واوښتی خو د یو کال په تیریدو سره هغوی نور هم پر شورتر، پیاوړی او صحنه کی یی حضور پراختیا ومونده.
د تبیان او آوا مجموعه لاره یی مشخص دی، کوم څه د پټولو لپاره نه لری، هغه څه چی شعار یی ورکوی عمل پری کوی او هغه څه چی عمل پری کړی دی شعار یی دی، موږ باور لرو زموږ هم سنګرانو وینه د کربلا شهیدانو وینی تداوم د حق په لاره کی وو او هغوی لاره به همدی شفاف لاره او نشان باندی به ادامه ولری.
او خپل ملګرو ته د هغوی د زړه پیاوړتیا لپاره او دشمنانو ته د هغوی رعب او وحشت لپاره اعلانوو
موږ همدارنګه ولاړ یو.....
سید عبدالله نایاب په هرات کې تبیان ټولنیز اوکلتوری فعالیتونو مرکز مسؤول
 
 
 


د مطلب کود: 176734

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/176734/موږ-همدارنګه-ولاړ-یو

آوا
  https://www.avapress.com